یو سړی وو یو یې سپی وو یو یې خروو

ژوند یې ښه وو کاروبار یې برابر وو

 

خر که هر څه په ځان غټ وو په نس موړ وو

په وښو او په اوربشو یې زړه سوړ وو

 

خو په شا یې وړل درانه درانه بارونه

کرۍ ورځ یې وه پخوا اوږده مزلونه

 

ورځ به تېره په مزلونو چي به شپه سوه

بیا به دی او خپله توره طویله سوه

 

خو له سپي سره خاوند لوبي کولې

شیرینی به یې لا هم ورته راوړلې

 

چي خاوند به له بازاره راغی کورته

سپي به سمدستي ځغستل د هغه لور ته

 

چي خاوند به یې روان مخ پر کوټې سو

په نازونو په نخرو به ورپسې سو

 

په کوټه کي به په غېږ کي د څښتن وو

له یوه ورانه تر بل پوري به پلن وو

 

ډېر هوښیار وو ډېري ښې لوبي یې کړلې

په خوښۍ مستي یې ورځي تېرولې

 

خر حیران وو چي سپی ولي معتبر دی

نور څه نسته هغه سپی دی او دی خر دی

 

سپی یوازي تر ماښام پوري غپا کړي

کرۍ ورځ په کور کي لوبي او نڅا کړي

 

نه بارونه وړي نه بل څه ته په کار دی

بې دلیله نازولی د بادار دی

 

زه کرۍ ورځ په درنو بارونو بار یم

او لا ګورم چي ترټلی د بادار یم

 

که هر څو درانه بارونه چلومه

لا لرګي پر کوناټو پر اوږو خورمه

 

که نڅا وي خو زه هم سم نڅېدلای

دا دلیل د امتیاز نه سي کېدلای

 

که سپی غاپي خو زه هم سم هرېدلای

زه تر ده سم زوروري لوبي کړلای

 

زما په شان سي څوک آواز پورته کولای

ږغ مي ټول کلی مالت سي اورېدلای

 

نور د سپي امتیاز نه سمه منلای

تر قیامته ورته نه سم ټینګېدلای

 

یا به نن یا به سباوي زه ورځمه

خپل کمال به د څښتن په مخ کي ږدمه

 

خر غریب هم یوه ورځ په هرها سو

غټي داړي یې ښکاره کړې په خندا سو

 

سم روان سو د خاوند د خوني خواته

په نخرو په مکیزو سو مخ او شاته

 

چي کوټې ته د خاوند سو ور دننه

لاره ورکه سوه له سپي او له څښتنه

 

خر د خوني په مابین کي په نڅا سو

د خاوند ماشوم له وېري په ژړا سو

 

چي یې کټ ته دواړي پښې کړلې ور وړاندي

کټ یې مات کړ هر څه ولوېدل د لاندي

 

په کوټه کي یې وهلې خرچیلکي

ماتول یې ښکلي لوښي او چاینکي

 

چي خپل ځان یې د خاوند په غېږ کي ورکړ

په یوه ګړي یې مرګ ته برابر کړ

 

د خاوند یې نفس تنګ په واویلا وو

خره غوږونه ښوروله بې پروا وو

 

څو مېرمني او نوکر راوړل ډانګونه

او پر خره باندي یې پیل کړل ګوزارونه

 

نو ایله یې له کوټې څخه بهر کړ

او پر لار د طویلې یې برابر کړ

 

د لرګیو یې پر وکړله وارونه

په وهلو یې ورمات کړله هډونه

 

خر په خپله ګناه پوه نه سو تر پایه

چي وهل یې ولي وخوړل بېځایه

 

خر چي هر کله چمونه کړي د سپیو

ورته ګوري به وارونه د لرګیو

 

ورته مخ د بې بختۍ سي د خواریو

لار چي کله سي غلطه له سړیو

 

دا متل دی له پخوا د اولنیو

چي اوږدې نه کړي هیڅوک پښې له شړیو

 

او که نه نو عاقبت به یې د خره وي

تر قیامته به یې خپل وهل په زړه وي.

 

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۸ کال د مې د میاشتي دوه ویشتمه، ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.