پېړۍ وړاندي له وطن د جادوګرو

له هیواده د منتر د کسبګرو

 

پښتنو ته هم راغلی جادوګر وو

ډېر هوښیار وو د خپل کسب زورور وو

 

د هر قوم له داستانو څخه خبر وو

هم جوګي وو هم دروېش هم قلندر وو

 

ورمعلومي وې طالع د انسانانو

ږغېدی په څو څو ژبو د پېریانو

 

د پېړیو پېګويي به یې کوله

چي پر خوله به یې راتله هغه کېدله

 

یو پاچا د پښتنو چي ډېر هوښیار وو

په میراث یې عقل وړی له خپل پلار وو

 

په سِن پوخ وو زمانې وو آزمېیلی

بریالی له هر میدانi را وتلی 

 

چي خبر سو جادوګرښارته راغلی

په عزت یې وو دربار ته وربللی

 

ویل وایه د عمرونو جادوګره

له احوال د وطنونو باخبره

 

موږ به کله برابر سو له سیالانو

په کاروان کي سو روان د هوښیارانو

 

موږ به کله تر منزل پوري رسیږو

له غمونو اندېښنو کله خلاصېږو

 

کومه ورځ به پر دې قوم باندي رڼا سي

بخت به کله خلاصه غېږه په خندا سي

 

زموږ به کله د عمرونو رنځ دوا سي

کومه ورځ به وي چي هر غم ته مو شاسي

 

جادوګر ویل زما سر ته دي امان وي

د طالع ستوری دي لوړ د لوی سلطان وي

 

زه څلور ورځي مهلت درڅخه غواړم

نور کارونه هم لرم درڅخه ولاړم

 

په خپل ځان پسي یې بنده حُجره کړه

شپه او ورځ یې پر خپل ځان باندي یوه کړه

 

جادوګر دانې را وایستې دباندي

څو څو ځله کښته پورته وروسته وړاندي

 

د دانو په اړولو کي سو ستړی

له ستړیا له بېخوبیه لکه مړی

 

چي هر څه یې په دانو خواري ایستله

یوه توره تاریکه ورښکارېدله

 

چي استاد یې وو منتر ورته ښودلی

داسي حال په ژوند کي نه وو پر راغلی

 

جادو ګر کړلې نارې ویل یې خدایه

ژر مي باسه له دې ملکه له دې ځایه

 

نه یې حال نه یې راتلونکی معلومېږي

هره خوا ګورم تیارې دي چي ښکارېږي

 

چي هر څه یم په دنیا کي ګرځېدلی

ما په ژوند کي داسي قام نه دی لیدلی

 

پر قسمت یې د تیارې پلو را خپور دی

د طالع ستوری یې پټ دی بخت یې تور دی

 

په یوه ژبه ږغېږي سره خپل دي

خو په زړو کي غلیمان د یوه بل دي

 

د یوه نیکه اولاد بولي ځانونه

مګر سوځي یو د بل کلي کورونه

 

چي قلا د یوه ورور یې آبادیږي

پر ها بل یې له اسمانه ټکه لوېږي

 

هر مېړه یې تر برېتو په وینو سور دی

رنګ په وینو د خپل ورور او د تربور دی

 

پرون ورور سبا تربور وي بیا دښمن سي

سم په لاره کی اغزی د ستوني ستن سي

 

د چینجیو په څېر یو په بل لګېږي

یو د بل په وینو پايي او پړسېږي

 

او چي غټ سي په ټولۍ کي د سیالانو

سي خوراک د توتکیو د مرغانو

 

چي یو غټ سي د پنځو باندي یرغل سي

پر کهاله باندي یې زېری د اجل سي

 

باور نسته یو په بل، سره وېریږي

د لېوانو په څېر مخ په مخ ویدیږي

 

پاچاهان یې هم خوري غوښي د خپلوانو

لکه قام وي د ټپوس او د بازانو

 

جادوګر په شپه کي وتښتېد له ښاره

تر ابده له دې ښاره سو بېزاره

 

له پاچا او له رعیته څخه ورک سو

نه معلوم یې چاته لوری نه یې څرک سو

 

ښکارېدی چي له وطنه لیري تللی

یو وصیت یې په حُجره کي وو لیکلی

 

چي په وینو یې د ورور سره وي لاسونه

د هغوی به پر اغزیو وي خوبونه

 

هغه ورځ به پر دې قام باندي رڼا سي

د یوه بل په ښېګڼه چي رضا سي

 

مرور نصیب به هله ورپخلا سي

چي په غم او په ښادي کي خوا په خوا سي

 

په قسمت کي یې تغییر نه وي لیکلی

چي پخپله چا تغییر نه وي منلی.

 

د ۲۰۱۸ کال د جون نهمه ویرجینیا

عبدالباري جهاني

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.