یوه ورځ گوربت زمري ته ویل وروره 

زه او ته یو په قانون له یوه کوره

ته پاچایې د ځنگلونو او د غرونو

زه سلطان یم د هوا تر آسمانونو

په ځنگله کي چي دي هره ورځ غړومبی سي

حیوانان له وهمه تښتي خپل پردی سي

دا به څوک وي چي ستا مخي ته درېږي

ژوند به نه غواړي مرگی به یې خوښېږي

څوک چي ستا په قلمرو کي کړي ښکارونه

په لوی لاس به ورانوي د ژوندون خونه

ته پاچا یې خدای درکړی سلطنت دئ

در بخښلی په ازل کي یې قدرت دئ

زه غښتلی یم له مځکي تر اسمانه 

نه مي وېره له برېښنا نه له توپانه

چي شهپر مي تر اسمان لاندي را خپور سي

په کهاله کي د مارانو شور ماشور سي

زه هوسۍ له لوړو څوکو پرزومه

زه سینې د حیوانانو څیرومه

خدای راکړي تېزي سترگي غټ منگول دئ

په مشوکه کي مي زېری د اجل دئ

زه او ته چي پیدا سوي پاچاهان یو

موږ په اصل او نسب سره خپلوان یو

زما او ستا دي له دې وروسته شراکت وي

تر مابین مو دي په وېش کي عدالت وي

چي مي ښکار وي په هر ځای کي پیداکړی

په هغه دم به مي تا ته وي راوړی

له هوا به پر هوسۍ حمله کومه

څو یې ستا تېره منگول ته سمومه

چي له مځکي تر اسمانه پاچاهان یو

لکه وروڼه په قسمت به شریکان یو

زمري وویل خوږې کوې خبري

په قېمت لکه سېپۍ او مرغلري

خو باور ستا په ورورۍ به څنگه وکړم

زه به څنگه ستا ښکارونو ته زړه ښه کړم

خدای درکړي دي غښتلي وزرونه

تر نگین لاندي پراته درته لوی غرونه

چي دي هر گړی زړه وسي په هوا سې

زه دي نه وینم د خپل زړگي پاچا سې

چي ستا گېډي او بچیو ته په کار وي

زه یې نه سمه لیدلای چي ستا ښکار وي

موږ په خټه او په اصل پاچاهان یو 

پیدا کړي خدای له اصله ظالمان یو

زما او ستا تر منځ یو نوم د شراکت دئ

بېگانه مو په مابین کي عدالت دئ

پاچاهان لویه گوله غواړي خپل ځان ته

نه پر مځکه چا ته گوري نه اسمان ته

چي شریک یې په قدرت سي په ښکارونو

پرې کوي غاړي د خپلو اولادونو

نه خاطر گوري د وروڼو نه خپلوانو

نه حیا له رقیبانو نه سیالانو

زه او ته به څنگه ښکار په شراکت کړو

څنگه ټینگ به په خپل منځ کي عدالت کړو

شراکت خو له کمزورو سره ښایي

ورور گلوي له مظلومانو سره وایي

چي له وېري راوتای نه سي له کوره

هره ورځ یې وي مرگی زموږ له زوره

یو او دوه په سمه نه سي گرځېدلای

تر بچیو گوله نه سي رسولای

ځکه ډلي جوړوي د شریکانو

سره جمع وي په کور کي د خپلوانو

ستا شهپر دي په اسمان کي بریالی وي

زما دي دلته په ځنگلونو کي غړومبی وي

ته سینې څیره له پاسه د مرغانو

زه به دلته قتل باسم د خپلوانو

په اساس کي بس همدغه شراکت دئ

چي منگول ته مو جوړ کړی عدالت دئ

پاچاهان نه د چا وروڼه نه خپلوان دي

ځان یې خپل دئ نور د هر چا دښمنان دي.

 

عبدالباري جهاني

 

د جون د میاشتي نولسمه ۲۰۱۳ ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.