د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ
  

 ليکوال: اوشینسکی کانستانتین دمیترییویچ (۱۸۲۴ – ۱۸۷۰ )
ژباړه : محمد قاهر دردمند


د مني په موسم کی یو هلک غوښتل په چت کې د توتکیو نښتې ځاله خرابه کړي، پدې وخت کې توتکۍ په کي نه وې. د یخني د رارسېدو له امله هغوی ګرمو ځايو ته الوتي وې. پلار یې هلک ته وویل ځاله مه خرابوه، په پسرلي کې توتکۍ بیرته را آلوزي او هغه به ډېره خوښه وي چې خپل پخوانی کور پیدا کړي.

هلک د پلار خبره واورېده. ژمی تیر شو د وري (حمل) میاشتې په پای کې دوه د تیرو وزرو لرونکې ښکلې مرغۍ د خوښۍ او چرهار په حالت کې راوالوتې او د زړې ځالې په اطراف یې په منډو شروع وکړه. کار په سرعت سره روان و، توتکیو په مښوکو کې له نژدې ویالې څخه خټې او چکړې راوړلې. او په نژدې وخت کې ځاله چې د ژمی په موسم کې لږ خرابه شوې وه له سره يې جوړه کړه. وروسته توتکیو ځالې ته د پت، بڼکو او نورو سپکو شیانو په راوړلو شروع وکړه. کله چي څو ورځې نورې تیرې شوې هلک متوجه شو چې اوس د ځالې څخه تنها یوه توتکۍ آلوزي او بله هر وخت په ځاله کې پاتې کېږي. معلومېږي چې هغې هګۍ آچولي دي او پرې اوس ناسته ده. هلک داسې فکر کاوه.

له درې اونیو څخه وروسته د ځالې نه وړوکو سرونو بهر ته کتل. هلک ډېر خوښ و چې ځاله یی نوه خرابه کړې. په برنډه کې به ناست و او په ساعتونو به یې کتل چې غمخوره مرغۍ په هوا کې ګرزیدلې مچان، میاشي او کیخي به یې نیولې او په ډیر چټکۍ به مخ او شاته ګرځیدلې او په نه ستړي کیدونکي شکل به یې بچيانو ته خواړه تیارول. هلک به هیښ و چې څنګه دغه توتکۍ نه ستړي کیږي، ټوله ورځ الوځي او د يوې دقيقې لپاره هم نه کيني.

هلک خپله هيښتيا پلار ته څرګنده کړه. پلار یې د توتکۍ يو چيچی را واخيست او ځوی ته یې وروښود: وګوره توتکۍ د خپل سپک بدن او وړو پښو په پرتله چې تقريبا په هیڅ شي د کیناستو ندي څومره اوږده لکۍ او ستر وزرونه لري. ځکه هغه کولای شي تیزه او پرله پسې الوتنه وکړي. که توتکۍ خبرې کولای شوای نو تاته به یې غیر عادی او عجیبې قصې کړي وای. توتکۍ د روسيې په جنوبي دښتو، د کریميا په غرونو چې په انګورو پټ دي او په څپانده تورې بهیرې باندې الوتنې کړي دي او یو وارې يې لا هم ناسته نده کړې. کله چې زمونږ په ځای کي واوره پرته وي په کوچنۍ اسیا کي دښتونه په رنګارنګو ګلانو پټ وي، توتکۍ هلته او د روم په اسماني رنګه بحیره کې استراحت کوي. کله چې دلته د ژمي سخت یخونه شروع شي توتکۍ په افریقا کې د ځان لپاره ځاله جوړوي او کخي نیسي.

هلک وویل ما داسې فکر نه کاوه چې توتکۍ دومره لوی الوتنې کوي. پلار یې وویل: نه یوازې توتکۍ بلکه قزلاق، مړزان، بلبل، پختکې، وحشی هیلۍ او داسې نورې مرغۍ چې د مهاجرو مرغیو په نامه یادیږي، هغوی هم په ژمي کي زمونږ له سیمې څخه تودو هیوادو ته الوزي. د یو تعدادو لپاره د جرمني جنوبي منطقې او د فرانسې د ژمی نسبي ګرمه هوا کافی ده، نورو ته لازمه ده چې په واورو له پټو لوړو غرونو څخه تېرې شي او په ژمي کې د ایټالیا او یونان د نارنجانو په ګلدارو او ګرموځنګلونو کې پناه واخلي او دریمې د اړتیا سره سم د روم له ټولې بحیرې څخه تیریږي.

هلک سوال وکړ: هلته چې دومره ښه حالت دی نو ولې ټول کال هغوی هلته په ګرمو هیوادو کی نه پاته کیږي؟ امکان لري د بچیانو لپاره یې د خوراک کمبودی وي او یا کیدای شي چې هوا ډیره ګرمه وي. نو ایا دا ستا لپاره د تعجب خبره نده چې توتکۍ اضافه د څلورو زرو کیلو مترو الوتنې څخه هغه کور ته لاره پیدا کوي چې دوی پکې ځاله جوړه کړې ده.

منبع: سپرغۍ پاڼه، http://bit.ly/2uhkd7Y

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.