يو وخت يو فيل ډېر يوازي ؤ. هغه ملګري او دوستان نه درلودل چي ورسره لوبي يا بازۍ وکړي. همدا ؤ چي هغه د ځان سره وويل چي خامخا به ځان ته دوستان پيدا کوي. هغه روان سو او پر لاري يوه بيزوګۍ په مخه ورغله.
فيل بيزوګۍ ته وويل: «سلام عليکم بيزوجانې، ايا غواړې چي زما دوسته جوړه سې؟»
بيزو فيل ته وويل: «وعليکم سلام فيل جانه، مګر ته خو بيخي ډېر لوی يې او زما په شان د ونو يا درختو په څانګو ټالونه نه سې خوړلای. له دې کبله زه تا نه سم دوست کولای.»
فيل له بيزو سره خدای په اماني وکړه او پر مخ ولاړی. هغه تلی تلی تلی چي يو سوی په مخه ورغلی.
فيل سوی ته وويل: «سلام عليکم سوی جانه، ايا غواړې چي زما دوست جوړ سې؟»
سوی ورته وويل: «وعليکم سلام فيل جانه، مګر ته خو بيخي ډېر لوی يې. ته په هغه کوچني غار کي نه ځايېږي چيري چي ما ځان ته کور جوړ کړی دی. له دې وجې زه تا خپل دوست نه سم جوړولای.»
فيل له سوی سره خدای په اماني وکړه او پر مخ ولاړی. هغه تلی تلی تلی چي يوه چونګښه په مخه ورغله.
فيل چونګښي ته وويل: «سلام عليکم چونګښي جاني، ايا غواړې چي زما دوسته جوړه سې؟»
چونګښي ورته وويل: «وعليکم سلام فيل جانه، مګر ته خو بيخي ډېر لوی يې او زما په شان ټوپونه نه سې وهلای. نو ځکه زه تا خپل دوست نه سم جوړولای.»
فيل له چونګښي سره خدای په اماني وکړه او پر مخ ولاړی. هغه تلی تلی تلی چي يوه ګيدړه په مخه ورغله.
فيل ګيدړي ته وويل: «سلام عليکم ګيدړي جاني، ايا غواړې چي زما دوسته جوړه سې؟»
ګيدړي ورته وويل: «وعليکم سلام فيل جانه، مګر ته خو بيخي ډېر لوی يې او زما سره تېزه خغاسته نه سې کولای. نو ځکه زه تا خپل دوست نه سم جوړولای.»
فيل له ګيدړي سره خدای په اماني وکړه او پر خپله لاره ولاړ.
په دا سبا چي کله فيل پر لاره روان ؤ نو يې وليدل چي د ځنګل ټول حيوانان وارخطا دي او ځغلي. فيل ودرېد او له خرس يا ايږ څخه يې پوښتنه وکړه: «سلام عليکم ايږ جانه، دا حيوانان ولي ټوله ځغلي او ولي بېرېدلي دي؟»
ايږ ورته وويل: «وعليکم سلام فيل جانه، ټول حيوانان په دې بېرېدلي دي، ولي چي پړانګ راغلی او غواړي چي هغوی وخوري.»
کله چي فيل د ايږ خبره واورېده نو يې د پړانګ تلاښ شروع کړ. کله چي يې پړانګ پيدا کړ نو يې پړانګ ته وويل: «سلام عليکم پړانګ جانه، لطفا زما دوستان مه خوره.»
خو د پړانګ سترګې سرې وې او په ډېر درد يې فيل ته وويل: «نه، زه يې خامخا خورم.»
کله چي فيل پوه سو چي پړانګ يې په خوله نه کوي نو مجبور سو چي پړانګ ته يوه لغته ورکړي. دا چي د فيل پښه ډېره درنه وه نو پړانګ ډېر خوږ سو او وتښتېدی. پړانګ له فيل څخه دومره بېرېدلی ؤ چي د تېښتي پر وخت يې شاته لا نه دي کتلي.
کله بيزوګۍ، سوی، چونګښه، ګيدړه او نور حيوانان خبر سول چي فيل د هغوی ژوند ژغورلی دی، نو له فيل څخه ډېر خوشال سول. ګيدړي وويل: «د هغه باوجوده چي موږ د فيل سره دوستي نه کوله او د هغه سره مو لوبي نه کولې، هغه بيا هم له پړانګ څخه موږ ته نجات راکړ. موږ ټول بايد له هغه څخه بخښنه وغواړو او د نن څخه هغه خپل دوست کړو. هغه د دوستۍ له پاره بالکل سم او پر ځای لوی والی لري.»
ټولو حيوانانو د ګيدړي خبره تائيد کړه او فيل يې خپل دوست جوړ کړ.
د دې نکل څخه موږ دا زده کړه کوو چي څوک بايد د چاغوالي يا ډنګروالي، د توروالي يا سپينوالي، د جګ والي او يا ټيټ والي او يا نورو ظاهري شيانو له کبله دوستان له ځان څخه ليري نه کړي. يعني ښه دوست هغه دی چي مهربانه وي او اخلاق يې ښه وي او دا چي څوک ښه چمونه ورڅخه زده کولای سي.
ژباړه: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اګست ۵مه نېټه، بون
منبع: 21 Most Famous Moral Stories For Kids, Sagari Gongala, NOVEMBER 22, 2017, momjunction.com
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.