مېږیان ستړي او ستومان وو
په روزي پسې روان وو
دوی دانې را ټولولې
د خپل کور په لور یې وړلې
په دې منځ کې یو مېږی و
په ځنګله کې یې کورګی و
نور مېږیان به بوخت په کار وو
دی تمامه ورځ وزګار وو
نور به بوخت وو تل په کار
خو ده به تل خوړل تیار
نور به ستړي او ستومان وو
تل په کار پسې روان وو
کړل بې ټول غنم وربشې
دا خبرې ده ته خوشې
ده لیدلي چېرې شات و
بس زړګی یې پسې مات و
چې دا شات وخوري پخپله
دغه هیله یې کوله
له مچۍ سره اشنا شو
ورته دی داسې ګویا شو:
- له دانو مې زړه تور شوی
ترې نه ډک مې خپل کور شوی
غواړم وخورم تل خواږه
خواږه شات کړمه په خوله
مچۍ وې: په دې قناعت کړه
کار زما په نصیحت کړه
د هرچا برخې دي بېلې
هوښیارانو داسې ویلې
قناعت خو پاچاهي ده
حرص د هرچا بربادي ده
د عسلو مه کړه تمه
ځان ساته له هره غمه
که د شاتو ډنډ کې بند شې
په ارمان به ددې ژوند شې
خو مېږي کله منله
تل یې دا هیله کوله
چې په شاتو ښه ځان موړ کړي
او خپل کور شاتو کې جوړ کړي
مچۍ پورته په وزر کړ
پر صندوق یې برابر کړ
بس د شاتو ډنډ کې بند شو
او په غم یې ارام ژوند شو
څوک چې نه کوي قناعت
نه مني هم نصیحت
ورسره هم تمبلي کړي
وي، کوچنی خو دی لویي کړي
چې نه کار کوي نه زیار کړي
ځان پخپله باندې خوار کړي
منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی: علم ګل سحر
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.