source of image: http://www.freestockphotos.biz/stockphoto/9343
source of image: http://www.freestockphotos.biz/stockphoto/9343

 

پیشو

دا زما پشکه ده

ښکلې خو بې شکه ده

دا راباندې ګرانه ده

زېړه او سپین چکه ده

په منډه موږکان نیسي

له پښو څخه چابکه ده

ټوپ د بل کور بام ته کړي

سمه الوتکه ده

پر مېز ایښې نانځکه ده

دا لاندې پر ځمکه ده

منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.