په يوه کلي کې يوه چرګه اوسيده، دغې چرګې درې بچي درلودل، دوه چرګوړو به هر وخت د مور خبره منله، هيڅکله د مور له څنګ نه ليرې نه تلل خو دريم يې بيا داسې نه و د مور خبرو ته به يې غوږ نه نيوه او هر کله به له موره ليرې ګرځيده.

مور: تاسو دواړو ته وايم، يو ځای په خوړو پسې وګرځئ او تاته وايم شوخ چرګوړيه ته ام ليرې لاړ نه شې.

شوخ چوګوړی: سمه ده مورې.

دوی همداسې په شنه ځای کې خوراک کاوه، کرار کرار وړاندې روان و هلته يې مور جوار وليدل چې لاندې رالويدلي وو.

مور: غوږ شئ بچيانو، دغه ځای کې ډير جوار پراته دي، هيڅکله يې ونه خورۍ چې په ستوني کې مو بنديږي.

سره له دې چې مور يې شوخ چرګوړی د جوارو خوړلو له خطر نه خبر کړی و خو بيا هم هغه د مور خبره ونه منله او کرار کرار د جوارو خواته ورغی.

چرګوړی: مور خو مې اوس نه ويني، اوس به يو څو دانې جوار په مزه مزه وخورم(خوړل).

همداسې وشول د جوارو دانه يې په ستوني کې بنده شوه او توخي پسې واخيست(د چرګوړي ټوخيدل).

مور: (وارخطا) وی ولې دې دا جوار وخوړل ما خو يې له خطر نه خبر کړی وې، صبر وکه چې زه اوبه درته راوړم چې ويې څښې.

مور يې په منډه د کوچني حوض په خوا روانه شوه ترڅو له هغه ځايه اوبه راوړي.

مور: ای د اوبو حوضه، خير دی لږ اوبه راکه چې د زوی په ستوني کې مې د جوارو دانه بنده شوې ده هله.

حوض :  ولې نه خو ته يو ګيلاس راوړه زه به اوبه درکم هله منډه که، ددغه کلي يوې زړې ښځې ته ورشه او له هغې نه وغواړه چې يو پياله  درته جوړ کي.

مور :  سمه ده اوس به يې په منډه راوړم.

چرګه په منډه هغې زړې ښځې ته ورغله، هغه د ونې لاندې ناسته وه.

مور : خير دی ماته يوه پياله جوړه که خير دی.

چرګې زړې ښځې ته ټوله کيسه وکړه چې زوی يې د جوارو دانه خوړلې ده اوس يې ستوني کې بنده ده.

زړه ښځه:  سمه ده ماته د کيلې يوه پاڼه راوړه چې پياله ترې جوړه کم، خو مخکې له هغې مانه ستنه ورکه شوې هغه راته پيدا که.

چرګه په همغه ځای کې په ستنه پسې ګرځيده، شيبه وروسته يې هغه پيدا کړه زړې ښځې ته يې ورکړه بيا يې منډه واخيسته ترڅو د کيلې پاڼه راوړي.

مور :  ای د کيلې ونې خير دی ماته يوه پاڼه راکه چې حوض ته يې يوسم او هغه اوبه پکې راکي خير دی.

چرګې د کيلې ونې ته ټوله کيسه وکړه.

کيله :: افففف ډير خفه شوم، مه خفه کيږه زه به پاڼه درکم خو له هغې مخکې به د هقان ته ورځې او ورته وايې به چې زما نه څو څانګې يا شاخونه ووهي دروند بار بيخی وړلی نه شم وی وی.

مور : ولې نه همداسې به وکم.

هماغه و چې چرګې منډه واخيسته او باغوان ته يې ځان ورساوه.

دهقان : څه خبره ده چرګې هه؟.

مور :  زه راغلم چې تا ووينم او له يوې خبرې دې خبر کم.

دهقان : څه خبره ده چرګې؟.

مور : زما زوی د جوارو دانه خوړلې ده او هغه يې په ستوني کې بنده ده، خير دی د کيلې د ونې اضافي څانګې پرې که هغه به ماته پاڼه راکي چې اوبه پکې يوسم.

دهقان :  زه به مرسته درسره وکم، خو ته بايد دشپږو ورځو هګۍ ماته راکوې.

مور  : وايم بيخي سمه ده.

دهقان لاړه او د کيلې د ونې شاخونه يې په تبر ووهل.

کيله : هوووو ډير ارامه شوم، دغه پاڼه درسره واخله.

مور : تاسو دواړو نه مننه.

چرګې په منډه هغه پاڼه زړې ښځې ته ور وړه، زړې ښځې هغه پاڼه واخيسته او يوه ښکلې پياله يې ورته جوړه کړه.

چرګه : خير يوسې چې پياله دې راته جوړه کړه.

چرګې پياله ورسره واخيسته او په منډه د اوبو حوض ته لاړه، حوض پياله له اوبو ورته ډکه کړه.

چرګه : خير يوسې حوضه.

چرګې له اوبو ډکه پياله خپل بچي ته ور وړله، بچي يې هغه اوبه وڅکلې او ښه شو.

چرګه: و بچيه ما نه و درته ويلي چې دغه جوار مه خوره؟.

شوخ چرګوړی: مورې ډيره بښنه غواړم، ما ستا خبرې ته غوږ نه و نيولی په دې حال شوم، وروسته تر دې  دې چې هره خبره راته کوله زه به يې په سر سترګو منم.

مور : مور هر وخت د بچيانو په ګټه خبرې کوي، د مشرانو خبرې منل انسان له لوی جنجال نه ساتلی شي..

ترتيب کوونکی: نصرت الله صميم

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.