source of image: http://bit.ly/2lbksif
source of image: http://bit.ly/2lbksif

 

 یو باچا چې د مرګ پر حال پروت وو غوښتل يې، چې خپل ميراث خپل هغه زوی ته ورکړي چي تر ټولو ټنبل وي. لومړنی زوی يې وويل: «زه له زياتي ټنبلۍ چې وېدږم نو سترګي نه پوټه وم، که څه هم د اوبو څاڅکي مي په سترګوکي وڅڅي.»

 دوېم زوی يې وويل: «که مي پښې اور ته غځولي وي او دغه اور مي پښي هم وسوځي خپلې پښې به له دغه اوره، نه کم را ټولي.»

 درېم زوی يې وويل: «که زه غړه غړه کېدم له ټنبلۍ به دغه رسۍ له خپلې غاړې پرې نه کړم.»

 باچا خپل ميراث و دغه درېم زوی ته ورکړ چې په رښتیا ښه ټنبل وو. همدا ؤ چي د باچا دغه دريم او تر ټولو ټنبل زوی باچا سو. په رشتيا چي د ټنبل باچاهانو زامن هم ټنبلان وي.

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): 
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : د ۲۰۱۰ د اپريل مياشتي ۶مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.