source of image: http://bit.ly/2C2M7d5
source of image: http://bit.ly/2C2M7d5

 

 یو باچا چې پخپل بزرګۍ سره نامتو وو؛ ده وروسته د هري غرمې تر ډوډۍ پټ د یو دیګ تر سر لاندي یو شی وو د هغه څخه به يې هم څه وخوړل. دغه سرپوښ ده هغه مهال را پورته کوی، چې دی څوک و نه ویني. د باچا یو چوپړه يعني مزدور چې ډېر متجسسه وو يعني غوښتل يې په هر شي ځان خبر کړي، هغه يوه ورځ پټ د باچا د دېګ سرپوښ پورته کی. که ګوري چې سپین مار د خوړلو لپار تر لاندي پروت دی. ده له دغه خوړو څخه څه وخواړه. وروسته له هغه نه دی د ژوو يعني حيوانانو په خبرو پوهېدی.

کله چې باچا دی په غلا تورن کی او ورته وې ویل ‏، چې تا د ملکې ګوتمۍ غلا کړې. خو چوپړه خپل نه ګرمتوب يعني بېګناهي ثابته کړه. هغه په دې توګه چې هغه له یوې هېلۍ اورېدلي ول چي ګوتمۍ هغې تېره کړې ده. چوپړه يا مزدور هغه هيلۍ حلاله کړه او ګوتمۍ يې ځني را وایستله. باچا ده ته په بدل کي لوړ مقام ورکړ. چوپړه د باچا څخه په بدل کي یو آس وغوښت چې په نړۍ کي سفر وکړي. باچا هم دغوښتني سره سم یو آس ورکی. چوپړه پر آس سپور سو او ولاړ.

 چوپړه پر لاري درې کبان وليد چې په نیانو کي بند پاتي ول. هغه درې سره کبان له دغه بنده وژغورل. په لار کي د مېږیانو پر ډله پېښ سو، چې د خپل مندوښا سره پر لار روان دي. دې سړي دغه لار پرېښوده بله لار يې واخيسته نه چې مېږیانو ته کوم تاوان پېښ سي.دغسي راتلی پر لاري يې درې تنکي وږي کارګان وليدل چې تازه پر الوتو راغلي ول خو د لوږي له کبله يې نسوای کولای چي والوزي. دا سړي خپل آس ورته حلال کی او و دې تنکي کارګانو ته يې ورپرېښود. دا سړی یوې بلي باچاهۍ ته راغی، چې د باچا لور په شرطو وه. يعني که چا ايښودل سوي شرطونه پوره کړي وای نو د باچا لور د هغه سره واده کاوه خو که يې شرطونه منلي خو بيا يې نه وای پوره کړي نو بيا هغه څوک وژل کېدلی.

 چوپړه باچا ته وویل، چي غواړي د شهزادګۍ له پاره ايښودل سوي شرطونه پوره کړي. باچا خپل د لور شرط داسي ورته بيان کړ: «زه د شهزادګۍ ګوتمۍ په سمندر کي غورځوم او ته به يې راباسې.» باچا ګوتمۍ په سمندر کي وغورځوله او هغو درې کبانو ګوتمۍ دا سړي ته راوړه. د باچا لور وویل: «زه نه غواړم چي د چوپړه سره واده وکړم.» همدا ؤ چي چوپړه ته بل شرط کښېښودل سو. هغه دا چي دی به درې بورۍ ایږدن له وښونه په یوه ورځ راټولوي. کله چې مېږیانو دا شرط ور پوره کی نو د باچا لور بل شرط ورته کښېښود: هغه دا چې د ژوند له وني نه به یوه مڼه راوړي! دی رهي سو خو هغه درې کارګانو هغه مڼه ورته راوړه. د باچا د لور ټول شرطونه دغه سړي ور تر سره کړل او د باچا لور هم د دغه سړي سره واده وکړ.

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): 
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : د ۲۰۱۰ کال د مارچ ۲۵مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.