یوې ملکې غوښته، چې یوه لور ولري. د ژمي ورځي وي؛ دا د کړکۍ پر خرن ناسته وه یو شی ئي ګانډه. واوره اورېده؛ دې د واورو پاغوندو ته کتل، چې په ګوته ئي ستن جګه سوه او ویني ئي لاندي په واورو کي څڅېدلې. په دا سپینه واوره کي دا سرې ویني ښکارېدې. د کړکۍ چوکاټ ئي د تورچندڼ لرګي څخه جوړ سوی وو. ملکه په دې اندېښنه سوه که خدای (ج) لور راکړه، چې سپینه وي لکه واوره او سره ښونډان ئي وي لکه ویني او وېښتیان ئي دغسي تور وي لکه دچندڼ لرګی. خو د ملکې د غوښتني سره سم خدای(ج) دغسي یوه ښایسته لور ورکړه. ملکه وروسته تر یو څه مهاله مړه سوه.
یو کال وروسته د ملکې له مرګه باچا بله ښځه وکړه. دغه ښځه ښایسته مغروره او ډېره ځانغوښتونکې او بده ښځه وه. دې ښځي نسو زغملای، چې تر دې دي بله ښایسته هم وي. کله چې ملکه و خپلي پوهي هنداري ته ورغله او ځني وې پوښتل : په دې باچاهۍ کي څوک ښایسته ده؟ هنداري ورته وویل : په ټول ملک کي „شنې ویتچشن» ښایسته ده. ملکې خپل یو ښکاري را وغوښت او ورته ئي وویل : („شنې ویتچشن» بوزه په ځنګله کي ئي مړه کړه او د ثبوت لپاره د دې زړه او سږی راوړه)! ښکاري دغه شازدګۍ بوتله خو مړه ئې نه کړه. دا ئي په ځنګله کي ایله کړه. خو د ثبوت لپاره ئي د یوه ځوان ژوی زړه اوسږي ورله راوړه.
„شنې ویتچشن» په ځنګله کي راغله پر یو ووړ کور باندي پېښه سوه. په کور ننوتل که ګوري، چې پرمېز د اوو «۷» کسانو لپاره ډوډۍ پر مېز جوړه سوې ده. دې له هره غابه څه وخوړه او له هره ګلاسه ئي څه وچیښل. کله چې تیاره سوه؛ اووه «۷» کوچنې وړوکي سړي چي ورته څوک لنډکيان يا لوېشتکيان هم ويلای سي راغلل. دوی په یوه معدن کي کار کاوه او په دغه وړوکي کور کي اوسېدل. دوی چې مېز ته کښېناستل هک پک پاتي سول، چې د دوی له غابو نه چا ډوډۍ خوړلې ده، د ګلاسو څخه ئي اوبه چيښلي دي او د اووم لوېشتکي په بستره کي یوه انجلې ويده ده. په دا سهار „شنې ویتچشن» خپله کیسه دوی ته وکړه. کوچنيو وړوکو سړو ورته وویل : ته زموږ سره په کور کي ژوند کولاي سې او زموږ کار به هم کوې! تاته هیڅ څوک هم ږغ نه کوي. ملکې بیا د خپل پوهي هنداري څخه و پوښتل : څوک په دغه باچاهۍ کي ښایسته ده؟ هنداري ځواب ورکی : „شنې ویتچشن» د دغو غرو وشاته د اوو «۷» کوچینې وړوکوسړیو سره چې ځان ئي پټ کړی !
درې واره ملکې هڅه وکړه، چې „شنې ویتچشن» مړه کړي. ملکه د سوداګر کالي اغوندي راځي ؛ یو وار د بوټو په ندو، بیا په ږمنځي او په پای کي په یوې مڼې سره زیار باسي، چې „شنې ویتچشن» ووژني ! په لومړي دو ځلو کي دغه اووه کسه مرسته ورسره کوي دغه انجلې له مرګه خلاسوي. خو په دريمه پلا ميره د يوې زړي ښځي په جامو کي و «شنې ويتچشن» ته راځي او هغې ته داسي مڼه ورکوي چي پکښي دغې ښځي تر مخه زهر اچولي ول. کله چي دغه انجلۍ مڼه په خوله کي اچوي نو سمدلاسه راچپه کيږي. کله چي لوېشتکيان کور ته راسي نو ويني چي «شنې ويتچشن» پر مځکه لوېدلې ده او داسي معلوميږي لکه هغه چي مړه وي. هغوی «شنې ويتچشن» د ګلاس په يو تابوت کي اچوي او په ځنګل کي يې ايږدي چې داسي ښکاره سي، چې دا ويده ده.
د یو باچا زوی پر دغه لاره تېریږي او ويني چي „شنې ویتچشن» په تابوت کي پرته ده. د پاچا زوی تابوت را اخلي او د کور خوا ته ځي چي نابوبره ئي پښه په یو ریښه کي اړیږي او لویږي. پر دغه مهال د « شنې وینچششن» له ستوني نه زهري مڼه رالویږي. سمدلاسه „شنې ویتچشن» را کښېني. د باچا زوی او „شنې ویتچشن» واده سره کوي او د واده په مېله کي دغه بده ښځه هم خبره وي او دا راځي. د دغي ملکې د بدو کارو په وړاندي دې ته د اوسپوني ډېري تودې څپلۍ ور په پښو کوي، چې په دغو سرو تودو اوسپېنیزو څپليو کي نڅا کوي ، دا د مرګي ستړې کېږي او لوېږي.
منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني):
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي: برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته): محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای: المان د بوناتال ښار : د ۲۰۰۹ کال د نوامبر ۲۶مه نېټه