source of image: http://bit.ly/2uZ4Apf
source of image: http://bit.ly/2uZ4Apf

 

 دا د «دورن روزشن » يا Dornröschen نومي انجلۍ کیسه ده. دغه د آلماني ژبي يو نوم دی چي معنی يې د ګلابو اغزی دی. که څه هم نومان څوک نه ژباړي، خو دا د کیسي نوم دی.

« دورن روزشن »

یو باچا چې ډېر د لور ارمان يې لاره ؛ تر ډېرو کلو وروسته ورته خدای (ج) یوه لور ورکړه، چې نوم ئي « دورن روزشن » پر کښېښود. باچا له ډېرې خوشالۍ څخه ښه مېله پر ونیوله. خپل د دربار ټول خلک او دولس (۱۲) شاپېرۍ ئي مېلمنې کړې. شاپېرۍ په اصل کي په شمېر ديارلس (۱۳) وې خو دا چي د ځای او د لوښو کمښت وو نو باچا ديارلسمه شاپيرۍ دعوت ته خبره نه کړه.

ديارلسمه شاپيرۍ چي باچا نه وه مېلمه کړې، هغه خوابدې سوه او دورن روزشن ته ئي داسي ښرا وکړه: «دا انجلې چې پنځلس «۱۵» کلنه سي خدای (ج) دي د یوه سپرخي په جګېدو سره مړه کړي.»

خو هغو نورو وولسو (۱۲) شاپيريانو د مرګ جزا په سل کاله خوب بدله کړه. هغوی وويل چي مري دي نه بلکي سل کاله دي بيد سي. باچا ټوله سپرخي چې هر چيري وه مات کړه او ويې سوځول. کله چې دا انجلۍ پنڅلس (۱۵) کلنه سوه د باچا په کلا کي یو زوړ برج وو، چې په هغه کي یوه زړه ښځه اوسېده او سپرخی ئي لاره او تارونه ئي پر ورېشل. د باچا لور دغه برج ته راغله او وېې لیده، چې یوه زړه ښځه تارونه ورېشي او شازادګۍ هم وغوښتل، چې وې ازموئي . څرنګه چې وسپرخي ته ئي لاس ورغی؛ سپرخی په جګ سو او په سمدلاسه توګه د باچا لور دورن روزشن او نو ټول خلک په درانه خوب بيده سول.

د دغي پيښي وروسته د باچا د کلا  شا او خوا غټو او ګڼو اوږدو اغزیو ونیوله، چې هیڅ چانه سوای کولای و کلا ته ورننوځي. کله چې سل کاله تېر سول؛ په یو واري د کلا پر شا او خوا ډېر ښایسته او تک سره د ګلګلاب ګلان را شنه سول. په دغه مهال کي د یو باچا زوی پر دغه لار تېرېدی او دغه ښایسته ځای ئې ولیدی. د باچا زوی وکلا ته ور ننووت، که ګوري چې یوه ډېره ښکلې انجلې پر پالنګ ويده ده. د باچا زوی ورنږدې سو او د هغې لاس يې ورمچ کړ او همدا ؤ چي دورن روزشن په سمدلاسه توګه له خوب څخه را ويښه سوه. وروسته د باچا زوی د دورن روزشن سره واده وکړ.

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): 
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : نېټه ۲۶ . ۱۱ . ۲۰۰۹ ز کال = ۵ . ۹ . ۱۳۸۸

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.