ليکونکې : سليم عابد پيمان

 په يوه کلي کې يو سپين ږيری سړي ژوند کاوه هغه يو باغ درلود. دی ناروغ شو. له ځانه سره يې سوچوکړ چه نن وي که سبا له دې فاني نړۍ څخه به سترګې پټې کړي، نوبايد له خپلې مړينې څخه مخکې خپلوزامنوته يوګته وردرسې ورکړي. نوخپل زامن يې راوغوښتل او ورته يې ځينې لارښوونې وکړې. ددې لارښوونو په لړکې يې هغوته وويل : ما پخپل باغ کې دسروزروخزانه ښخه کړيده، تاسې دغه خزانه ولټوئ. پيدايې کړئ او ګټه ترې واخلئ .

 داسپين ږيری په حق ورسيد. زامنويې په ډير درناوي ښخ کړ. د خپل خدای بخښلي پلار له دعا اخيستلوڅخه وروسته يې د هغه په وينا عمل شروع کړ. پلارچې دخپلولارښونوپه لړکې زامنوته ويلي وچې ده په باغ کې د سروزرو خزانه ښخه کړيده هغه راوباسی او ګټه ترې واخلئ، زامنو يې هره ورځ د پلار له لارښونې سره سم ، بيل ، بيلچه ، کلنګ ، کهۍ او تسکوره را اخيستل ، باغ ته به ورتلل او د خزانې دموندلولپاره يې د باغ ځمکه اړوله. دوی ټول باغ په بل مخ واړاوخودسروزروخزانه يې مونده نکړه. دوی ډيرخواشينی شول. بيرته يې دباغ پولې، لښتي ، هډۍ اوپټۍ جوړکړل او دپخواپه شان يې دباغ ساتنې ته دوام ورکړ.

 داچې دباغ دونو بيخونه دځمکې په اړولورااړولوډيرنرم اوپاسته شوې و ونويې ډيرقوت وکړ. ډيره ميوه يې ونيوله. ميوه يې وروورو پخه شوه ، د بزګر زامنودباغ ميوه راټوله او ويې پلورله. دبزګر زامنو چې په دې کال دخپل باغ دحاصل حساب وکړ، له پخواڅخه يې حاصل څوچنده زيات وو.

 په دې وخت کې هغوی ته د پلارخبره ورپه ياده شوه اوپوه شول چې دسروزروله خزانې څخه ددوی د مرحوم پلار مطلب په باغ کې ښه کارکول وو.

 که په باغ کې ښه زياروويستل شی ډيرښه حاصل ورکوي. دبزګر زامن چې دخپل پلاردخبرې په هدف پوه شوي وتل يې هغه په يادساتله. هرکال به يې په باغ کې همغسی زيارايستلواوښه ګټه به يې ترې اخيستله.

 

منبع: د خيبر وېبپاڼه http://bit.ly/2D7iFq7

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.