اسلم يو شتمن سوداګر و، يوه ورځ سهار وختي يې كومې خواته د تلو نيت درلود، نوكر پر مېز باندې ناشته او چاى ورته ايښي وو او د دۀ د راتلو په تمه و، چي په دې حال كې يو سپين ږيرى سوالګر ورته را ننووت:
- سوداګره وروره! له درېوو ورځو وږى يم، كه څه وي د خداى پر نامۀ يې راكړئ چي ويې خورم.
اسلم په ډېرې غوسې ور ږغ كړل:
- اې كم عقله سپين ږيرې، ځه دا د نانوايي دوكان نۀ دى
سپين ږيري بيا سوال ورته وكړ:
- كه يو څۀ پيسې راكړئ چي زه له بازاره ډوډۍ په واخلم
اسلم سوداګر ورته وويل:
- بس ځه ورك شه ډېر تقريرونه مه راته كوه ګنې اوس به دي د سپيو تر كلي تېر كړم.
سپين ږيرى سوالګر پټه خولۀ ناهيلى او په مات زړۀ ترې رهي شو، خو سوداګر چي څنګه پر مېز پرتې ناشتې ته كښېنوست، د تېلو بوى يې حس كړ، لكه په چايو، كوچو او ډوډۍ چي د خاورو تېل ګډ شوي وي، له هر شي څخه د تېلو بوى لټېدۀ، سوداګر هم كار ته د بيړې له امله دستي ولاړ شو او په تلو- تلو كې يې نوكر ته وويل چي يوې بجۍ ته ډوډۍ تياره كړي، دى چي يوې بجې ته كور ته را ستون شو، نوكر نۀ و، تر درېوو بجو لا نوكر نۀ و راغلى، سوداګر له لوږې ډېر ناكراره و، په همدې حال كې د دۀ يو ګران دوست ورته راغى او ورته ويې ويل:
- ستا نوكر پر يوه بجه ډوډۍ راوړله، ناببره زما له موټرسايكل سره ټكر شو، ډوډۍ خو له لوښو ولوېدله، مګر نوكر غريب دي هم سخت ټپي شو، ما دستي روغتون ته يووړ او پټۍ مو ور ولګوله، بيا دا دى راغلم، ډاكټر وايي نوكر به په څو ورځو كې ښه شي، زۀ د دې ناببره ټكر له امله بخښنه غواړم، اسلم دوست رخصت كړ كور ته راغى او اشپز ته يې وويل چي د ماښام ډوډۍ دي تر نور كله يو څۀ وختي تياره كړي، خو اشپز ماښام سر ټيټ وځړاوۀ او سوداګر ته يې وويل:
- ما ډوډۍ تياره كړه خو په يوۀ كار پسې دباندې ووتلم چي راتلم نو ستا سپي ټول خواړۀ خراب كړي وو.
سوداګر ته سخته غوسه ورغله، خو اوس كار تر كار تېر و، مېوه يې چي را غوښتې وه هغه هم ورته بوينه و ايسېدله، له ناچارۍ وږى ويدۀ شو، دويمه ورځ سهار چي را ويښ شو بيا هماغسې له ناشتې څخه د تېلو بوى ورتۀ، د غرمې د يوې بجې ډوډۍ يې هم بيا په څۀ سبب خرابه شوه، اخير د دغو جنجالونو د پرله پسې پېښېدو له امله سوداګر چورت وواهه چي كېداى شي دا د هماغه سپين ږيري سوالګر د بد دوعا نتيجه وي، سوداګر له ناچارۍ د يوۀ ملګري كور ته ورغى او له هغۀ سره يو ځاى ډوډۍ ته كښېنوست، د هغۀ نوكر چي ډوډۍ پر مېز ښوله نو پښه يې و ښويېده او سالن پر اسلم سوداګر ور توى شو او سوداګر د خپل ملګري پر مېرمنه- چي څنـګ ته ناسته وه- ور ړنـګ شو او لاندې پسې ولوېد، خوږ هم شو او خواړۀ هم سره ګډ وډ شول، سوداګر خړ شو او له ولاړېدو سره يې وويل:
- زه نۀ غواړم تا هم په خپله بدبختۍ را ګډ كړم.
دا دويمه شپه هم چي سوداګر په لوږه تېره كړه، درېيمه ورځ سهار د لوږې له امله په بد حال و او اريان دريان ناست چورت يې واهه چي څۀ وكړي او څۀ ونۀ كړي، دى لا په همدې چورت كې و چي ناببره يې هماغه سوالګر د كور تر مخ تېر شو، سوداګر سمدستي ورپسې ږغ كړل، را ويې باله او له خپل ټول حاله يې خبر كړ، سوالګر ورته وويل:
- صاحبه! بېشكه ما چي ستاسې ستوخ ځواب واورېد نو ما هم له خدايه وغوښتل چي اې خدايه! ستا دغه شتمن بنده د لوږې له مصيبته- چي پر بېوزلو خلكو تېرېږي- بېخي خبر نۀ دى، له هغۀ وروسته دستي ما يو څه پيسې پيدا كړې خو دلته خداى ګل تاته هم د خپلې بې دردۍ خوند در وڅاكۀ، خير ته اوس راشه له ما سره ډوډۍ وخوره كېداى شي خداى تر خطا در تېر شي.
د سپين ږيري د خبرې له اورېدو سره وږى شتمن دستي را ولاړ شو او د سوالګر څيرې پيرې كيږدۍ ته ورسره لاړ، ښې ډېرې كولچې يې وخوړې او تر چاى څښلو وروسته يې له ځانه سره ژمنه وكړه:
- بيا به زۀ هيڅكله كوم سوالګر ته داسې په غوسه ځواب ور نۀ كړم.
منبع
د كتاب نوم : مغرور مېږى (د كوچنيانو كيسې)
ژباړن : باركوال مياخېل
خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل
چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال
كمپوز : كريم لوراند
چاپ ځاى : كابل
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.