يوه ورځ يو مارنيوونكى د مار نيولو لپاره ځنګلۀ ته لاړ، له سهاره تر ماسپښينه د مار په لټه په ځنګلۀ كې ګرځېدۀ خو يو مار يې هم ونۀ موند، په ډېرو ګرځېدو ستړى شو، تنده او لوږه يې هم ډېره شوې وه، څنـګ ته يوه ګڼه ونه ولاړه وه، مارنيوونكى هم د ارام كولو لپاره تر ونې لاندې كښېنوست، له كوره يې په يوۀ خاورين دېګ كې مستې او ډوډۍ ورسره را اخيستي وو، د دېګ له سره يې سرپوښ ايسته كړ او په خوند- خوند يې له مستو سره ډوډۍ وخوړله، له ډوډۍ خوړلو سره يې په بدن كې سېك پيدا شو خو د ستړيا له امله خوب پر زورور شو، دېګ يې څنګ ته كښېښوو او سترګې يې پټې كړې، لا يې سترګې نۀ وې سره ورغلې چي د مار پوښهارى يې تر غوږ شو او په بيړه را كښېنوست، يوې بلې خواته يې په مار پسې سترګې وغړولې، وروسته يې څنـګ ته په ولاړو ځوزانو كې مار وليد، ډېر خوشاله شو، كه څۀ هم مار كوچنى و، خو دا چي ژيړبخون و، زهرجن ورته ښكاره شو، مارنيوونكي په شپېلۍ ږغولو پيل وكړ، په لوڅو پښو د ځوزانو خواته ورغى او د مار تر خوځېدو مخكې يې د هغۀ مخ ته په ځنګېدو سره شپېلۍ و ږغوله، مار چي دى د ځنګېدو په حال كې وليد هغه هم له شپېلۍ څخه په خوند اخيستلو سره تاو را تاو شو او په لږ وخت كې مست غوندې شو. د مارنيوونكي څېره هم له خوشالۍ وغوړېده، شپېلۍ يې څنـګ ته كښېښووه او د مار سر يې- چي پلن غوندې و- ټينګ ونيو، مار د هغۀ پر لاس د را تاوېدو كوښښ وكړ خو ويې نۀ نيو، مارنيوونكي يوې بلې خواته وكتل، د مارانو ساتلو سندوخ لرې پروت و، د مار د چيچلو او خلاسون له ډاره يې هغه ژر د خپلې ډوډۍ په خاورين دېګ كې واچاوه او سرپوښ يې پسې بند كړ. وروسته كرار تر ونې لاندې وغزېد او د ستړيا له امله په درانۀ خوب ويدۀ شو.
لږ ګړۍ وروسته يوه بيزو په ټوپونو- ټوپونو راغله او همدغې ونې ته وختله، چي مارنيوونكى تر لاندې پروت و، بيزو د ونې يوۀ بل ښاخ ته ټوپونه ووهل او بيا پر يوۀ ښاخ باندې له كښېنستلو سره يې لاندې وكتل. مارنيوونكى يې وليد او د هغۀ څنـګ ته پروت په مستو ككړ دېګ ته ځيره شوه، خولۀ يې اوبۀ- اوبۀ شوه، نيت يې ورته خراب شو او په دېګ كې د موجودو خوړو او مستو د خوړلو لپاره پټ په پټه له ونې را كښته شوه، مارنيوونكى په درانۀ خوب ويدۀ و، بيزو په بيړه دېګ پورته كړ او د سترګو په رپ كې له دېګ سره بيرته ونې ته وختله، له دېګ څخه اوس هم د مستو بوى لټېدۀ، بيزو خوشاله وه چي نن ډېر ښۀ خواړۀ په لاس ورغلل، خوړلو ته يې دومره ناكراره وه چي په زور سره يې له دېګه سرپوښ پورته كړ، مار چي سخت غوسه و، په تېزۍ سره يې پلن سر له دېګه را پورته كړ او بيزو ته يې ټك وركړ. د بيزو په بدن كې ډېر ژر زهر خپارۀ شول، لاسونو يې كار پرېښوو او له دېګه سره يو ځاى لاندې پر مارنيوونكي را ولوېدله، مارنيوونكى يې له خوبه را ويښ كړ، هغۀ په اريانوونكې توګه په خوبوليو سترګو مړې بيزو او د دېګ شيندليو ټوټو ته وكتل او بيا يې پاس وكتل، د دېګ سرپوښ تر اوسه پر يوۀ ښاخ را ځوړند و، د مار هيڅ درك ونۀ لګېد چي كومې خواته تللى و، مارنيوونكى پوه شو چي څۀ خبره ده، يو ځل يې بيا مړې بيزو ته وكتل او بې ارادې يې تر خولې ووتل:
- د غلا او غلاجن پاى تل خراب وي.
د کوچنی ټکی کام د ادارې وړانديز: که د بيزو د وژل کېدو پر ځای هغه په دغه نکل کي ژوبل سي نو ښايي ماشومان غمجن نه سي او بيا هم عبرت واخلي.
منبع
د كتاب نوم : مغرور مېږى (د كوچنيانو كيسې)
ژباړن : باركوال مياخېل
خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل
چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال
كمپوز : كريم لوراند
چاپ ځاى : كابل
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.