لیکوال: سليم سليمان

 كله چې پړانګ پرګيدړ حمله وكړه، ګيدړ چيغې كړې:  ته  د ځنګل پر پاچا باندې څنګه د يرغل زړۀ كوې؟

 پړانګ په تعجب ورته وكتل، ويې ويل: چټې مه غږېږه، ته چا پاچا كړى يې!

 ګيدړ ورته وويل: كه يې نه منې، دا ګز او دا ميدان، راځه راسره لاړشه، په خپلو سترګو وګوره چې حيوانات رانه څومره وېرېږي!

 پړانګ ورسره روان شو. ګيدړ مخكې و او دى ورپسې. چې څه لاره لاړل د هوسيو يوه ډله په مخه ورغله. هوسيو چې په پړانګ سترګې ولګېدې، منډې يې كړې، په ځنګل كې پټې شوې. لږ وروسته د بيزوګانو يوه ډله راښكاره شوه. بيزوګانو هم چې د ګيدړ تر شا پړانګ وليد، منډه يې كړه. دغه وخت ګيدړ پړانګ ته مخ واړاوۀ، ورته ويې ويل: څنګه دا دوه مثاله بس دي او كه نور مثالونه هم غواړې؟ 

 پړانګ ورته وويل: زۀ ډېره بخښنه غواړم چې ستا له پاچا كېدو خبر نه وم. بل دليل ته هيڅ ضرورت نه شته. ته پاچا يې او مونږ دې صاحب رعيت يوو!

 

منبع: سمسور وېبپاڼه http://bit.ly/2AWdHGM

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.