source of image: http://productivemuslim.com/sincere-repentance-a-sure-path-to-forgiveness/
source of image: http://productivemuslim.com/sincere-repentance-a-sure-path-to-forgiveness/

 

خدای چي جوړ کله زموږ نيکه بابا آدم (ع) کړ

نو ملايکو ته يې حاضر او مقدم (.) کړ

امر بيا وسو چي آدم (ع) ته په سجده سي

ساجد (۱) ملکي او جنات (۲) باقاعده سي

بېله کوم ځنډه په سجده سوې ملائيکې

تابع د امر د خالق سوې دا لايقې

بهتر زما جنس دی تر آدم (ع) ويل ابليس

او نافرمان (۳) سو له خپل کبره جن رئيس

د کرکې وړ دا نافرمان سو ډېر بې حده

ابليس کافر سو او لعين (۴) سو تر ابده

خدای بيا آدم (ع) ته جنت ورکړ لوی نعيم (۵)

هلته يې کړ هغه حوا سره مقيم (۶)

له ممنوعه ونې چي يې وخوړله شيان

هله آدم (ع) هم د خالق سو نافرمان

خو آدم (ع) ومنله ژر چي نافرمان سو

توبه يې وکړه پر خطا خپله پښېمان سو

عفوه آدم (ع) سو دی نبي او خليفه سو

ټول انسانانو ته بابا او نمونه سو

که يو خطا کوي او بل وي نافرمان

وايه فرق څه دی د انسان او د شيطان؟

د دې سوال جواب مهم دی زما وروره

دغه مهم فرق ته ځيرتيا پکار ده نوره

شيطان پر بدو خپل کوي ټينګار پرېمان تل

که انسان وي خطا مني پر وي پښېمان تل

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲۰مه نېټه، بون

 ۰) مقدم: مشر (آدم ع پر مځکه د الله خليفه ؤ)

۱)ساجد: سجده کوونکی

۲) جنات: د جن جمع

۳) نافرمان: امر نه منونکی

۴) لعين: ترټل سوی، لعنت پر سو

۵) نعيم: آرام او له خوشالۍ او نعمتونو ډک

۶) مقيم: اوسېدونکی

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.