Source of image: Abdul Ali Rasulzada
Source of image: Abdul Ali Rasulzada

 

«ا» انار او «ب» بانجڼ

بزه يې خوري پر ښکلي بڼ

«پ» پياز «ت» توت پر «ټ» ټغر

توتي يې خوري هم «ث» ثمر

«ج» جواري خوري په «چ» چرګ

د «ح» حلوا سره دی غبرګ

«خ» خټکی په «څ» څراغ

لټوي څوک د شپې په باغ؟

«ځ» ځالګۍ پر «د» دېوال

لاس مه ور وړه وايي کوټوال

د «ډ» ډوډۍ «ذ» ذخيره

باندي کوي ميږيان پيره

«ر» رېګ «ړ» ړوند کړ «ز» زمری

تېز باد چي راغلی لېونی

«ږ» ږيزه سپينه «ژ» ژاله کي

ده «س» سپوږمۍ په ورځ لنده کي

«ش» شفتالو «ښ» ښځه غواړي

«ص» صندوق ډک له ميوو غواړي

«ض» ضابط ځي «ط» طياره کي

«ظ» ظروف اخلي په خلته کي

په «ع» عينکي «غ» غوا غواړي

«ف» فيل چي کله «ق» قلم راوړي

«ک» کور دننه «ګ» ګل راشين سو

په «ل» لمر ښکلی آسمان شين سو

«م» مرچک تريخ «ن» ناک شيرين دی

«ڼ» مڼه سره او «و» وری سپين دی

«هـ» هوسۍ وليد چي «ي» يوم

له بيري هېر يې سو خپل نوم

راځئ دا نظم بيا تکرار کړو

زده به «ا» «ب» په تلوار کړو



احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۲۸مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.