source of image: http://amzn.to/2kxKFK1
source of image: http://amzn.to/2kxKFK1

 

 واوا (۱) انجلۍ يوه کوچنۍ وه

د خپلې مور نانۍ (۲) جوجۍ وه

دا خوږکۍ وه پستکۍ وه

د خپل بابا د زړه زړګۍ وه

زياته انجلۍ وه بېرندونکې (۳)

بې جرأته شرميندوکې

مور ويل سه ته دلاوره

پلار ويل سه راته زړه وره

خو انجلۍ تل ويل بېرېږم

له اوخۍ مور (۴) څخه ډارېږم

انا ويل هيڅ اوخۍ نسته

نيکه ويل بلاګۍ نسته

خو انجلۍ نه تله و خپل کټ ته

اوخۍ به راسي ويل څټ ته

ماما يو ورځ راغلی و کور ته

بيا يې ويل د انجلۍ مور ته

راوړې ما يوه اوخۍ ده

له وړۍ جوړه ناوکۍ ده

ډېره کوچنۍ ده پستکۍ ده

بې خوېندکۍ (۵) دا خوارکۍ ده

انجلۍ ته ورکړه دا اوخۍ

دا پستکۍ دا تورکۍ

مور هم خوشاله په دې کار سوه

و خپلې لور ته په ګفتار سوه

ويل دا واخله زما لورکې

د خپل بابا د زړه خوږکې

انجلۍ چي واخيسته اوخۍ

پر ګرانه سوه دغه ګوډۍ

همدا ؤ وويل انجلۍ

په کټ کي غواړم تل اوخۍ

زما خوندکۍ زما خوږکۍ

دا ټنډکۍ دا تورکۍ

ژړاوي نه وې د انجلۍ

اوښکي يې نه وې نه سُلګۍ

نانۍ انجلۍ سوه زوروره

په اوخۍ جانې دا زړه وره

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۱۷مه نېټه

(۱) واوا: ښه

(۲) نانۍ : کوچنۍ، وړه

(۳) بېرندونکې: ژر ډارېدونکې، وېرندونکې

(۴) اوخۍ مور: باګره، بو، بلا، د ماشومانو ويرولو يوه کلمه، اوخ

(۵) خوېندکۍ: خوارخونده، د لوبو ملګرې، خورکۍ

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.