يو سړی د سفر په نيت د کوره ووت . د ځانه سره يې خپل خر او آس هم و ايستل . دروند پېټی يې پر خره او سپک پېټی يې پر آس واچاوه . خر چي څه لاره و وهله ډېر ستړئ سو او د آس څخه يې داسي غوښتنه وکړه”ملګريه ! زه ډېر ستړئ سوئ يم ، پېټی مي دروند دئ ، نور د دومره ډېر بار وړلو توان په ځان کي نه وينم ، نو هيله کوم چي د ملګرتيا په لحاظ له ما سره مرسته و کړې او لږ پېټی را څخه واخلې ” .
آس د خپل ملګري خبره و نه منله . هغه يې تر درانه پيټي لاندي پرېښود . خر لا څو قدمه نه وه اخيستي چي پښې يې سره تاو سوې او پر مځکه و لوېد .
سړي د خره ټول پېټی را واخيست او پر آس يې واچاوه .
که چيري آس د خپل ملګري په خبره د لږ پېټي په وړلو راضي سوئ وای ، نو د يوې خوا به يې ملګرئ خوشاله وای او د بلي خوا به د دومره زيات پيټي په وړلو نه وای مجبوره سوئ .
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.