منی تېر سو او ژمی راغئ . هوا سړه سوه . کوچي مرغان تودو ځايو ته ولاړل . يوه عاجزه مرغۍ چي وزر يې مات سوئ وو او الوتلای نه سوه پاته وه .
دا مرغۍ د ونو يوه نژدې ځنګل ته ورغله د دې د پاره چي د ګرمۍ تر راتلو هلته د اوسېدو ځای پيدا کړي .
اول چنار ته ورغله د ځای خواهش يې ځني وکړ. چنار په ډېر غرور او تکبر ولاړ وو، ويې ويل : ” زما خوا ته نژدې مه راځه چي ستا بده ورځ ماته را و نه رسيږي.»
د زردالو وني ته ولاړه . هغې ور ته وويل : ” زما څخه دا غوښتنه مه کوه . ځه خپله لار دي وهه، دلته د بېګانوو د پاره ځای نه سته.»
ولي ته ورغله . هغې ورته وويل :” ځه نژدې مه راځه، زه چي ستا چټل مخ ته ګورم، ډارېږم نه چي ستا د دغه حالت تاوان ماته و نه رسيږي.»
مرغۍ عاجزي چي دا جوابونه واورېدل حيرانه سوه، نه پوهېده چي څه وکړي او چيرته ولاړه سي . پدې وخت کي نښتر د ليري وليده ور ږغ يې کړه ،
اې غريبي مرغۍ!” څه غواړې او چېرته ځې”؟
دې جواب ور کړ : ” وزر مي مات دئ الوتلای نه سم . نوري مرغۍ تودو ځايو ته ولاړې او زه پاته سوم . ټولو ونو ته ورغلم چي ځای را کړي، يوې هم زړه را باندي و نه سوځئ ( سېزه ) او نه يې ځای راکړ چي د ژمي دا ساړه پکښي تېر کړم”. نښتر ور ته وويل : ” راځه ماته راسه، هره څانګه چي دي خوښه وي ، هلته ځای خوښ کړه او کښېنه”.
مرغۍ د نښتر په يوه ښاخ کښي ځای خوښ کړ او پکښي کښېناسته . نښتر ته يې دعاوي و کړې .
يوه شپه سخت باد راوالووت ، د چنار، زردالو او ولي پاڼي يې توی کړې مګر د نښتر پاڼي چي د هغې خواري مرغۍ سره يې ډېر احسان کړئ وو ټولي شنې پاته سوې .
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.