يوه سړي يو ډېر وفا داره او چالاکه سپی درلو . سپي ډېر کلونه په ډېره وفا داري او رښتيا سره د خپل څښتن سره هم په ښکار او هم د کور په ساتلو کي خدمتونه کړي وه . سپی د وخت په تېرېدو سره ډېر کمزورئ سوئ وو او غاښونه يې لوېدلي وه .
يوه ورځ چي څښتن په ښکار پسې وتئ نو سپی يې هم د ځانه سره و ايست . تر لږ ګرزېدو وروسته يې يوه هوسۍ و ليده . سپي په هوسۍ پسې په ډېره تيزي و ځغستل ، هوسۍ يې و نيول خوڅرنګه چي هوسۍ ډېره زوره وره وه او سپی ډېر کمزورئ نو هوسۍ ور څخه ولاړه .
ښکاري پدې پېښه ډېر خواشينی سو نو يې د سپي په وهلو شروع و کړه او سپی يې ډېر کلک و واهه . سپي د وهلو په وخت کي خپل څښتن ته وويل : ” ما مه وهه ، زه اوس زوړ يم او غاښونه مي هم لوېدلي دي . ما په خپل ټول ژوند کي ستا سره هم د کور په ساتلو او هم په ښکار کي ډېر ښه خدمتونه کړي دي .
څښتن د دې خبري په اورېدلو سره سپی د ژوند تر پايه پوري ښه ساتئ او خواړه يې ور کول .
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.