لیکوال: دسمسور ويبپاڼي اداره

يو سړي  يو توتي درلود. کله چي به د کوره واته (وتئ ) توتي به يې  هم له ځانه سره يووړ او په يوه ځای کښي به يې ځوړند کړ. سړی به چي په کار بوخت شو، توتي به په خبرو پيل وکړ  او ورته ويل به يې ( ورځ مو په خير.)

 يوه ورځ دې سړي ته ضروري کار پېښ شو توتي يې  کور پرېښود او ولاړ. پدې وخت کښي د سړي ګاونډی راغئ، توتي يې واخيست او خپل کور ته يې

 يووړ. کله چي د توتي خاوند کور ته راغئ ګوري چي توتي نه سته. نو ډېر خواشينئ شو او د ګاونډي کور ته ولاړ او ورته ويې  ويل: ( وروره زما توتي چا وړئ دئ ته خبر نه يې؟

ګاونډي ورته وويل. يه.  پدې وخت کي توتي د خپل خاوند اواز واورېد او نارې يې کړې: ما يوسه. د توتي خاوند کوټې ته ننوت او توتي يې واخيست. پر ګاونډي باندي خولې را ماتي سوې او له ځانه سره يې وعده وکړه چي بيا به غلا نه کوي.

 

منبع: سمسور وېبپاڼه http://bit.ly/2qZvVHv

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.