په يوه کور کي ډيرو موږکانو ژوند کاوه. اما د دوی ژوند ډېر په تکليف تېرېدئ. ځکه په هغه کور کښي يوه ډېره غښتلې پيشي هم اوسېدله او موږکانو نه سوای کولای چي د دې پيشي له ويري (بيري) د خپلو غارونو څخه را ووزي. که چيري کومه ورځ يو موږک د خپل غاره څخه راوتئ نو پيشو به يو دم ټوپ ورباندي وواهه، هغه به يې ونيوئ او وبه يې خوړئ.
موږکانو يو څه وخت پدې شان په تکليف تېر کړ. په پای کي مجبوره سوه چي په کوم ځای کي مجلس سره وکړي او کومه چاره وسنجوي څو ځانونه د دې پيشي له شره خلاص کړي. هغه وو چي د دغه کور ټولو موږکانو ته يې خبر ورکړ چي يوه ورځ د دې د پاره چي د هغې پيشي د شره څخه د ځان خلاصولو په سبب يو مجلس جوړوي.
مجلس په ډېر شوق او خوښي سره جوړ سو او ټول موږکان مجلس ته راغله. د مجلس په پيل کي لوی موږک د ټولو نورو موږکانو څخه غوښتنه وکړه چي خپلي نظريې دي ووايي.
لومړی کوچنی موږک ولاړ سو او خپله نظريه يې داسي بيان کړه: «موږ بايد لومړی يوه کوچنۍ زنګوله (زنګ) پيدا کړو او د پيشي په غاړه کي يې و واچوو. کله چي پيشي راووزي نو ټول موږکان به وتښتي دا د خلاصون يوازنۍ لاره ده.» په لومړي سر کښي ډېر موږکان پدې نظريه خوشاله سوه او چک چکي يې پر وکړې.
پسله دې څخه هغه لوی او هوښيار موږک د ځايه ولاړ سو او ويې ويل: «کوم يو زموږ او ستاسي څخه کولای سي چي د پيشي په غاړه کي زنګوله ور واچوي؟»
د لوی موږک د دې خبري په اورېدو سره ټول موږکان په فکر کي ولوېدل، د ډاره و رېږدېدل او وپوهېدل چي هيڅ يو د دوی نه سي کولای چي زنګ پيدا کړي او د پيشي په غاړه کي يې ور واچوي.
ترتيب کوونکی : عبدالعلي رسولزاده
منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.
**************************************************
غوره ټېګونه:
**************************************************
هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.