لیکوال:  Hans Christian Andersen 

ژباړه: عبدالملک پرهیز ژباړه

د سمندر اوبه له ورایه لکه د غنمو د وږي پرشاوخوا شنې پاڼې، ښکلي اوشنې او لکه د ښيښه ی لوښي رڼې اوپاکې ښکاري ، خو هلته سمندر ډېر ژور دی که د کلیسا څو برجونه سر پرسر کېښودل شي ایله به د سمندر سر له تل سره ونښلي. هلته لاندې سمندري وګړي ژوند کوي.

 اوس خلک داسې فکر نه کوي چې هلته یوازې سپينې شکې پرتې دي، نه، هلته ډېر عجیبه ښکلې ونې او بوټي هم شته چې ډېرې تنکۍ پاڼې ، ډډ او ډنډر لري، او د اوبو په ډېر لږ خوځښت سره دوی هم خوځېږي بيخې لکه ژوندي حیوانات. ټول لوی او کوچني کبان کولې شي د ونو او بوټو ترمنځ تېر را تېر شي ، داسې لکه مرغان چې دلته د ونو دپاسه آلوزي او پر ونوکیني. د سمندر په ډېره ژوره برخه کې د سمندر د پاچا ماڼۍ  ده چې دېوالو يې د مرجان او کړکۍ يې له رڼو الماسو او چتونه يې له صدفو جوړ شوي چې  د اوبو له بهیر سره خلاصې او تړل کېږي ، ماڼۍ ډېره ښکلي او ښایسته ښکاري، په زیاتو ځلېدونکو غميو سینګار شوي او د الماسو یو لوی غمی د ملکې په تاج کې اېښودل شوی.

 هلته کوز د سمندر لاندې پاچا ډېر کلونه کونډ ؤ او ښځه يې مړه شوې وه ، خو د هغه زړۍ مور د کور چارې تر سره کولې  ، هغه یوه هوښیاره ښځه وه، هغه پر خپل کار وياړېدله، نو ځکه هغې د صدفو دولس غمي پر خپله لکۍ لرل، خو نورو لوړپوړو يوازې شپږ غمي لرل . ټولو تل د هغې زیات صفت  کاوه، دا ځکه هغې د کوچنیو شهزادګیو ، د خپل زوی له لوڼو سره، زیاته مینه کوله . شپږ ښکلي ماشوان ول، خو کوچنۍ يې تر ټولو ښایسته وه، د هغې پوستکی دومره ښکلی او نازک ؤ لکه د ګلاب پاڼه، سترګې يې لکه د ژور سمندر په څېر آبي وې، خو هغې هم لکه د نورو ټولو په څېر پښې نه درلودې، د بدن وروستۍ برخه يې د کب د لکۍ په څېر وه.

 کرۍ ورځ دوی د ماڼې په لوی تالارکې لوبې کولې ،هلته چې  د تالار په دیوالونو کې ژوندي ګلان شنه شوي ول. کله چې لويې کړکۍ به خلاصې  شوې نو کبان به ددوی په لور راتلل ، لکه دلته زموږ په څېر کله چې  کړکۍ خلاصې کړو نو توتکۍ خونې ته راننوځي ، خوکبان به د کوچنیو شهزادګیو خواته تژدې راتلل او د هغوی له لاسه به يې خواړه خوړل.

  له ماڼۍ بهر لوی بڼ ؤ چې ونو يې سره اور بخنه او آبي توربخنه پاڼې لرلې، مېوې لکه د سره زرو او  ګلان لکه د سرو سکروټو ځلېدل ، د ونو او بوټو، ډډ، څانګې او پاڼې تل ښورېدل. ځمکه له شګو او کوچنیو کاڼو جوړه شوې وه، خو آبي رنګ يې درلود. ددې هر څه سربېره هلته یوه عجیبه غریبه آبي رنګه منظره وه، سړي ګومان کاوه د اوبو په تل (ژوره) کې نه بلکې پورته په آسمان کې ولاړ دی او هره خوا یوازې آبي آسمان ویني. کله چې اوبه آرامه وي هلته لمر هم تر سترګو کېږي، ته به وايې پیاله ډوله بنفشه ګل دغه ټوله رڼا خپروي. 

 په دغه بڼ کې هرې کوچنۍ شهزادګۍ یو کوچنۍ  پټی یا بڼ ګوټی درلود،  هغوی کولی شو په خپله خوښه په پټي کې څه چې يې زړه غواړي وکري، یوې خپل د ګلانو پټی د نهنګ (لوی کب) په بڼه جوړکړ، بلې خپل پټي ته د کوچنۍ ښاپېرۍ بڼه ورکړه او کوچنۍ ښاپېرۍ بیا  خپل پټي  ګرد لکه لمر جوړ کړاو یوازې هغه ګلان چې سره ځلېدل يې غوره کړل. هغه بېخي عجیبه ماشومه ؤه، غلې او فکري. کله چې نورو خویندو يې  په هغه عجیبه شیانو چې د سمندر د غاړې له بېړۍ څخه يې تر لاسه کړي ول ، خپل بڼ ګوټي سینګاروه ، ده د هغه لمر په څېر چې په آسمان کې ځلېږي ګلان غوره کړل او د مرمرو یوه ډېره ښکلې ډبرینه تخته چې یو ښکلی هلک پرې انځور شوی ؤ دخپل بڼ ګوټي د سینګاردپاره غوره کړ. هغې ددغه ډبرې ترڅنګ ، ژړا ډوله د سرو ګلانو وله وکرله چې څانګې يې د ځمکې پر لور ځړېدلي وې او سیوری يې پر آبي رنکه ځمکه یاسمني رنګ غوره کاوه او لکه د څانګو تل  خوځېدله،  داسې ښکارېده لکه څانګې او  بيخ ، چې سره لوبې کوي او یو بل سره ښکلوي.

 تر دې بله لویه خوښي به نه وه کله به چې هغې د انسانانو د نړۍ په هکله چې هلته بهر په وچه کې ژوند کوي ، څه واوري. زړې نیا به د بېړیو، ښارونو، خلکو او حیواناتو په اړوند هرڅه چې پوهېدله  دوی ته کېسې کولې، په تېره بیا کله به چې هغې واوریدل چې د ځمکې ګلان ښه عطر لري په داسې حال کې چې دلته لاندې د سمندر ګلان يې نه لري او داچې ځنګلونه شنه دي او په ځنګله کې د ونو د څانګو په منځ کې کوچني کبانو چغېږي او ښکلي آوازونه باسي ، ډېر په زړه پورې ول، زړې انا به مرغانو ته کبان ویل ، ځکه هلته لاندې په سمندر کې مرغان نه  ول او چا نه پېژاندل او که هغې مرغان ویلي وای نو څوک نه پوهېدل چې دا څه دي.

 «کله چې تاسې پنځلس کلنه کېږې»، نیا دا سې وویل، نو تاسې ته اجازه درکول کېږي چې د اوبو سر ته بهر هم ووځئ ، هلته د سپوږمۍ تر رڼا لاندې پر ډبره کینئ ، لویې بېړۍ چې د ځنګلونو او ښارونو له څنګه تېريږي باید ووینئ!»  په دغه کال کې ډېر ژر یوه خور ۱۵ کلنه کېده ،خو نورې خویندې هریو په ترتیب سره یو کال له بلې کوچنۍ وې ،په دې ډول کشرۍ خور ته لا پنځه کاله پاتې ول څو پنځلس کلنه شي او د اوبو سر ته د لامبو اجازه تر لاسه کړي او په خپلو سترګو وویني موږ خلک دلته څنګه ژوند کوو. خو هرې یوې چې اجازه تر لاسه کوله، خویندو ته يې ژمنه کوله چې هر هغه  څه چې هلته وویني دوي ته به يې کېسه و کړي، لومړۍ ورځ ډېره په زړه پورې وه هلته ډېر څه ول چې نیا دوی ته د هغو په هکله څه نه وو ویلي. 

 هيڅ یوه لکه کوچنې ښاپېرۍ دومره هیله منه او د زیات زغم لرونکې نه وه، هغه به تل آرامه او په فکر کې ناسته وه . ډېر کله به د شپې له خوا پاڅیده او د پرانیستو کړکیو څنګ ته درېده او د تیاره او آبي اوبو سیل به يې کاوه، چېرې چې کبانو به خپلې وزرې او لکۍ خوځولې.

 هغې به سپوږمۍ او ستوري لیدل ، ځنې يې زیات ځلېدل او ځنې يې کمرنګه برېښېدل، خو زموږ د سترګو په برتله دوی د اوبو له منځه ډېر لوی لیدل ، هلته د هغې  پر سر لکه د وريځ یو لوي سیوري تېرېده، خو هغه پوهېده چې دا یا د سمندري نهنګ سیوری دی چې د هغې د سر دپاسه تېريږي یا خو له خلکو ډکه بېړۍ ده ، خوهغوی نه پوهیدل چې هلته لاندې یوه ښکلې ښایسته کوچنۍ ښاپېرۍ ولاړه ده اوځپل سپین لاسونه له مایوسۍ پورته کوي.

 اوس تر ټولو مشره شهزادګۍ ۱۵ کلنه وه، او د اوبو سرته ووتله.

  کله چې هغه بېرته راستنه شوه په سل ګونو شیانو وو چې په هکله يې باید خبرې کړي وای ، خو تر ټولو په زړه پورې یې د یو انسان په هکله ؤ چې د آرام سمندر غاړې ته نژدې د شګو د یوې غونډۍ دپاسه ناست ؤ ، هلته رڼا لکه سلګونه ستورو په څېر ځلېدله ، د موسیقی غږ ، د موټرو او خلکو غالمغال، د کلیساګانو او ماڼیو برجونه ، او داچې څنګه زنګونه کړنکېدل!  خو هغې نه شو کولی هغه ځایونه ته ولاړه شي خو زړه يې زیات غوښتل دا هر څه له نژدې وویني.

  اوه! کوچنۍ خور غوږ نه ؤ نیولی او د شپې په تیاره کې يې د تورو آبي اوبو سیل کاوه او د هغه ټول غالمغال او ګڼې ګوڼې په اړوند يې فکر کاوه او فکر يې کاوه چې که وشي له دې ځایه د کلیسازنګ واوري.

 یوکال وروسته بلې خور هم اجازه تر لاسه کړه د اوبو سر ته راووځي او هره خوا  چې يې زړه غواړي هغه خوا لامبو وکړي. هغه همدا چې لمر ولوېده راپيدا شوه، هغې فکر کاوه دا هر څه ډېر په زړه پورې وؤ. هغې ویل، اسمان لکه د سره زرو داسې ښکارېده ، وريځې، هو ، د هغې ښکلا يې نه شوه بیانولی! په سره او یاسمني رنګ زما دپاسه ګرځېدلې، خوتر وريځو ډېر چټک ، لکه یود اوږد سپین څادر لکه د سپينوهېلیو لویه ډله د اوبو دپاسه آلوتله ، هغې د لمر په لور چې ډېر روښانه ځلېده، لامبو وکړه چې کله به ډوب او کله د وريځو سره لګېده .

 یو کال وروسته د بلې خور وار را ورسېد، هغه تر نورو بې زړه وره  وه، نو ځکه د پراخ سمندر په زړه کې په لمبو شوه. هغې ویل: له انګورو ډکې غونډۍ يې و لیدلې. د کورونو او ځنګلونو له منځه تېره شوه او د مرغانو خواږه غږونه يې واورېدل، د لمر ډېرې تودې وړانګې يې احساس کړې، نو ژر بېرته اوبو ته ننوته څو خپل مخ چې  د وړانګو له امله سوزېده لږ سوړ کړي. په یو ځل د انسانانو د ماشومانو له یوې ډلې سره مخامخ شوه، غوښتل يې له هغو سره لوبې وکړي، خو هغوی و ډار شول او وتيښتېدل او بیا یو تور  کوچنی حیوان راغی، دا یو سپی ؤ ، خو هغې هيڅکله هم پخوا سپی ليدلی نه ؤ ، سپي په ډارونکي بڼه په هغې پسې غپل، نو هغه وډار شوه او سمندر ته ښکته شوه، خو هيڅکله هغه شین ځنګل ، د انګورو غونډۍ او پاک او منظم کوچنیان چې په اوبو کې يې لامبل هير نه کړي، په زړه پورې وه هغوی هيڅ  یو هم د کب ډوله لکۍ نه لرله.

 څلورمه خور لږ ډارنه وه، هغه د مست سمندر په منځ  کې پاتې شوه، او ویل يې دا ډېر ښکلی ځای ؤ، شا او خوا تر ډېر لرې واټن ليدل کېده، او آسمان د ساعت دښيښې په شانې ښکاريده بېړۍ يې وليدې خو له ډېر لرې واټن څخه چې د سمندري مرغانو په څېر ښکارېدل، د دولفینو خندنې لوبې يې و ليدې، او داچې لویو لویو نهنګانو له خپلو سپېږمو څخه اوبه شیندلې ، ته به وايې هره خوا په سل ګونه فوارې روښانه وي. 

 اوس وار پنځمې خور ته ورسېدلی ؤ ، دهغې د زوکړې ورځ په ژمي کې وه نو ځکه کوم څه چې هغې وليدل نورو په لومړۍ ورځ  نه وو ليدلي ، بحیره ډېره شنه ښکارېدله او شا او خوا په اوبو کې د کنګلو غونډۍ روانې وې هره  یوه يې لکه د مرواریدو داسې ښکارېده، دا د کلیسا له برجونوڅخه چې خلکو جوړکړي، ډېر لوی ښکارېدل. بیخي عجیبه منظره وه  د الماسو په شان ځلېدل. هغه د ګنګلو  په یو لوی غونډاري کیناسته، د کنګلو غونډاري د اوبو پرمخ په ډارونکي بڼه د یو بل شا او خوا تاو راتاو او د حرکت په حال کې ول، د هغې اوږده ويښتان په شمال کې پورته پورته آلوتل،د ماښام په مهال یو ناڅاپي  پر آسمان وريځې خورې شوې، تالنده او بريښنا پیل شوه ،خو تور سمندر د ګنګلو غونډاري پورته پورته غورځول چې د تالندې او بريښنا  تر رڼا لاندې سره ځلېدل. په بېړیو کې د سپاره کسانو په زړونو کې ډار خپور ؤ ، خو هغه د روان  کنګلې پر غونډاري بېغمه او آرامه ناسته وه او د کږې وږې آبي بريښنا د لګېدو ننداره يې کوله.

 لومړی ځل چې هر یوه  خور بهر  د اوبو سر ته راوتله ، د نویو څيزونو او منظرو له ليدو به ډېره خوښه او هک حیرانه وه. ځکه نوي او ښکلي څيزونه يې لیدل ، خو اوس  د ځوانو انجونو په توګه چې اجازه لري د اوبو سر ته را ووځي ، دا هر څه ورته  عادي او بې توپیره شوي دي او تل زړه يې غواړي په کور کې اوسي، اوس تر یوې میاشت وروسته دوی وايي چې لاندې هرڅه ډېر ښکلي او ښایسته دي، په کور کې هرڅه په زړه پوري دي.

 ډېر کله د شپې له خوا خويندو یو بل له لاسه نیول او په کتار کې به د اوبو سر ته راوتل، ډېره په زړه پورې او ښکلې ننداره وه، د خلکو په پرتله ډېره ښکلې، په تېره بیا کله چې به دوی د توفان په لور تلل ، دوی فکر کاوه چې بېړۍ کېدی شي ډوبه شي نو د بېړیو مخې ته يې لامبو کوله او په دې هکله يې ښکلې سندرې ویلې چې لاندې د اوبو تل څومره ښکلی دی، اود بېړۍ  سپرلیو ته يې ویل چې هلته ښکته له تلو و نه ډارشي ، خو هغوی ددوی په خبرو نه پوهېدل، هغوی ګومان کاوه دا د  توفان غږونه دي ، خو کله چې هغوی هلته لاندې ورسېدل دا وخت يې پیدا نه کړ چې د هغه ځای ښکلا وویني ، اوف، کله چې بېړۍ چپه شوه په بېړۍ کې ټول ناست کسان ډوب شول او د سمندر په تل کې د پاچا ماڼۍ  ته مړه ورسېدل. 

 کله چې خویندې د شپې له خوا لاس په لاس په سمندر کې د لامبو دپاره د اوبو سرته را ووتلې، کوچنۍ خور يې بیخي یوازې پاتې کېده اود دوی لاره يې څارله، نژدې ول وژاړي، خو د سمندر ښاپېرۍ اوښکې نه لري چې تويې يې کړي نو ځکه زیات کړېدله.  هغې ویل:« کاشکې  زه هم پنځلس کلنه وای!» زه پوهېږم چې زما به خلک او د خلکو نړۍ چې هلته پورته ده ، کومه چې خلکو جوړه کړې او په کې اوسېږي ، ډېره خوښه شي!» په پای کې هغه هم پنځلس کلنه شوه.

 «ګوره، ته اوس نور له موږ څخه واټن اخلې» نیا ، زړې ملکې دا خبره وکړه. « راځه ، چې  د نورو خويندو په څېر تا هم سینګار کړم!» هغې د نیلوفر له سپينو ګلونوڅخه  جوړ شوی تاج ، چې د ګلانو دهرې پاڼې نیم يې له مرغلرو جوړ شوی ؤ دهغې پر سر کېښود ، همدارنګه زړۍ ادې د صدفو اته لوی غمي  د شهزادګۍ پرغاړه واچول څو د هغې لوړ دريځ څرګند کړي. 

 کوچنۍ ښاپېرۍ وویل : درد کوي! 

 « هو ، خو ګاڼې به دې خوښې وي!» زړې انا دا خبر وکړه.

 اوه! د هغې زړه غوښتل ټول سینګار ګډوډ کړي او دروند تاج ایسته وغورځوي، هغې ته د خپل بڼ سره ګلان تر دې هر څه ډېر ښکلي او ښایسته ول، خو زړه يې نه شو کولی دې هر څه ته بدلون ورکړي. « خدای په امان» هغې دا خبره وکړه او غلې پاڅېده او لکه د ځګ پوکاڼۍ د اوبو سر ته را ووتله.

 مازیګر ؤ، چې هغې خپل سر د سمندر له اوبو وایست، خو وريځې لا تر اوسه لکه د ګلاب او سره زرو په شان ځلېدلې او ستوري د ماښام د کمرنګه سرې فضا له منځه ښه او روښانه ځلېدل، هوا په زړه پورې او تازه وه او سمندر آرام . هلته یوه بېړۍ یوازې د بادبانونو او درې ماڼوګانوسره ولاړه وه ، د طناب شا اوخوا هيڅ شمال نه ؤ او ماڼوګان ناست ول. د موسیقي او سندرو غږ راتله، هر څه لکه شپه تور او تیاره شول، سل رنګه څراغونه روښانه شول، داسې ښکارېده لکه د ټولو هیوادونو بېرغونه په هوا کې رپېږي. کوچنې ښاپېرۍ د بېړۍ د خونې کړکۍ ته نژدې ولاړه ، هر ځل به چې اوبو هغه پورته  ارتوله، هغې به د کړکۍ له منځه دننه کتل ، هلته سینګار شوي کسان ولاړ ول، تر ټولو ښکلی یو ځوان شهزاده ؤ چې غټې سترګې يې لرلې، هغه تر ۱۶ کلونو زیات عمر نه درلود، د هغې د زوکړې ورځ وه نو ځکه ټولو سینګار کړی ؤ . ماڼوګان د بېړۍ په انګړ کې نڅېدل او کله چې ځوان شهزاده بهررا ووت ، په سل ګونه توغندي وویشتل شول، توغندیو فضا روښانه کړه بیخي لکه ورځ شوه. کوچنۍ ښاپېرۍ و ډار شوه او د اوبو لاندې يې ځان غوپه کړ، خو ډېر ژر يې بیا سر له اوبو را و ایست،  داسې ښکارېده لکه د آسمان ټول ستوري ښکته شوي او پر هغې ورېږي. داسې اور لوبه هغې هيڅکله هم نه ؤه ليدلې. په آبي رنګه فضا کې لوی لمر ګرد را چورلېده او پر اوبو د اور لوی کب ټوپونه وهل، په آرامه سمندر کې هرڅه روښانه ځلېدل. بېړۍ هم ډېره روښانه  وه او ډېر کوچني څيزونه ليدل کېدل، په تېره بیا خلک. اوه، ځوان شهزاده څومره ښکلی ؤ ، هغه د ټولو لاسه کېمانډه ، موسکی ؤ او خندل يې ، په داسې حال کې چې په دغه ښکلي شپه کې خوندوره موسیقۍ غږېدله.

 ټپه تياره شوه، خو کوچنۍ ښاپېرۍ له بېړۍ او ښکلي شهزاده سترګې نه شوې اړولی. ټول رنګارنګه څراغونه مړه شول ، نور هوا ته توغندي نه توغول کېدل، د توپونو ډزې چوپې شوې¸ په داسې حال کې چې هغه د اوبو دپاسه وه او له کړکۍ څخه يې دننه بېړۍ ته کتل ، لاندې په سمندر کې غالمغال جوړ شو ، بېړۍ سرعت واخیست، بادبانونه یو په بل پسې و غوړېدل، څپې پياوړې شوې ، لویې تورې وريځې راپورته شوې ، سخته تالنده او بريښنا پيل شوه، ډېره ډارونکې او خرابه هوا وه ! نو ځکه ماڼوګانوبادبانونه ښکته کړل . لویه بېړۍ لکه آلوتکه د توفاني سمندر دپاسه روانه وه ، څپې لکه د سترو غرونو پورته کېدلې ، بېړۍ د زورورو څپو په منځ کې، لکه هيلۍ ډوبه ډوبه کېدله، د بېړۍ چټکتیا کوچنۍ ښاپېرۍ ته په زړه پورې وه خوپه بېړۍ کې ناستو کسانو ته نه. د بېړۍ په لور د سمندري څپو یرغل ،سخت ټکانونه رامنځ ته کړل، بېړۍ له خپل منځه لکه د لاس د امسا په شان ماته او یو اړخ ته کږه شوه، بېړۍ ته اوبه ننوتې. اوس کوچنۍ ښاپېرۍ لیدل چې دوی له خطر سره مخامخ دي ، هغې باید د بېړۍ له ماتو ټوټو نه چې په اوبو کې جاري ول، خپل ځان هم ساتلی وای. یوه شیبه داسې ټپه تیاره شوه، چې هغې هيڅ هم ليدل، خو کله چې بريښنا شوه بیا هر څه ښکاره شول، او هغې ټول کسان و لیدل چې د بېړۍ دپاسه ول، هر یو د وس تر بریده د ځان د ژغورنې هڅه کوله، هغې په ځانګړي توګه د ځوان شهزاده لټون کاوه ، ، کله چې بېړۍ ماته شوه، هغې يې ولیدل چې په سمندر کې د ډوبېدو په حال کې ؤ. کله چې هغه  د ډوبېدو په حال کې د ښاپېرې تر څنګه و رسید، هغه خوشحاله شوه ، خو ډېر ژر يې پام شو چې انسانان تر اوبو لاندې ژوند کولی نه شي، او هغه به د هغې د پلار تر ماڼۍ  ژوندی و نه رسېږي. نه هغه باید مړ نه شي، نو د لرګیو او ټوټو ترمنځ په لامبو يې هغه ته ځان ورسوه، بیخې هېر يې کړه چې د بېړۍ ټوټې هغې ته  هم زیان رسولی شي، هغې د اوبو لاندې ژوره غوټه ووهله او بیا د څپو په منځ کې را ووتله، او په پای کې د ځوان شهزاده خواته چې نور يې د توفاني سمندر په منځ کې لامبو نه شوه کولی، ځان و رسوه، د هلک پښې د بې حسه کېدو په حال کې وې ، ښکلې سترګې يې پټې وې، که کوچنۍ ښاپېرۍ نه وای راغلې نو هغه کېدی شو مړ شوی وای.هغې  نوموړي له اوبو را و ایست ، او پریښود اوبه دوی دواړه سره یوځای یوسي، خو په کومه خوا هغه هم نه پوهيده. سهار وختي بده هوا پای ته رسېدلې وه، د بېړۍ یو ټوټه هم نه ترسترګو کېده، لمر د اوبو دپاسه سور ځلېده، دې ته ورته ؤ لکه شهزاده د ماشوم په څېر له سره را ژوندی شوی، خو سترګې يې لا تړلې وې، د سمندر ښاپېرې د هغې پراخ تندی ښکلولو او د هغه لانده ويښتان يې په خپلو ګوتو ګومنځولې، هغې ګومان کاوه چې شهزاده د مرمرو هغه انځور چې هلته لاندې د هغې په بڼ ګوټي کې ؤ،  ورته دی، هغې بیا هغه ښکل کړ، او هيله يې کوله چې هغه ژوندی پاتې شي. اوس هغې خپلې مخې ته ځمکه ليدله چې د آبي غرونو پر سوکو يې سپينې واورې لکه د سپينو قازونو ځلېدل، د سمندر غاړې ته نژدې یو شین ځنګل ؤ او تر خوایې يې یوه کلیسا یا عبادتځای ؤ، خوهغه په دې نه پوهېده چې دا څه دی ، خو هلته یوه ودانۍ وه. هلته په بڼ کې د نارنجو او لیمو ونې او د بندر مخې ته د خرما لوړې ونې وې. دلته یو کوچنی ډنډوکی له سمندرڅخه را بیل شوی ؤ، دا یو آرام ځای ؤ خو ډېر ژور ؤ ، د ډبرې تر څنګ هلته پړندې خاورې او پاکې سپینې شګې او کاڼي ترسترګو کېدې، هغې شهزاده دغه ښکلي ځای ته راوست، شهزاده يې پر شګو سملاوه، اوهڅه يې وکړه سره يې جګ او تاده  لمر ته مخامخ وي.

 په دې وخت کې له سپنې لويې ودانۍ څخه د زنګ غږ اوچت شو، او له بڼ له لورې یو شمیر ځوانې انجونې راغلې. نو سمندرې ښاپېرۍ د هغو لويو ډبرو شاته چې د اوبو په منځ کې ولاړ ول، پټه شوه او  پر خپلو ويښتانو او سینه يې د سمندر ځګ وواهه، اوس چا د هغې کوچنی مخ ليدلی نه شو ، هغې لیدل چې د بې وزلي شهزاده څنګ ته یو څوک راځي.

 دې زیات وخت ونه نیوه څو یوه ځوانه انجلۍ هلته ځان ورساوه، ګومان کېده  هغه به  زیاته  وډار شي خو لږه شیبه وروسته هغې نور زیات کسان هلته له ځانه سره راوستل، سمندري ښاپرې لیدل چې شهزاده ژوندی شوی ؤ او ټولو ته موسکیده ، خو هغې ته موسکی نه شوه، هغه هيڅ نه پوهېده  چې د سمندر کوچنۍ ښاپېرۍ هغه وژغوره، کله چې هغوی شهزاده ځانه سره لويې ودانۍ ته یوړ ، هغه ډېره پریشانه شوه او بېرته په اوبو کې د خپل پلارني کور په لور روانه شوه.

 هغه پخوا هم تل غلې او چرتي وه ، خو اوس هغه تر پخوا زیات غلې او فکري شوې وه. خویندو ترې وپوښتل چې په لومړی ورځ يې هلته څه ولیدل ، خو هغې هيڅ و نه ویل.

 سهار او ماښام به هغه هماغه ځای ته راتله چيرې چې يې شهزاده پرې ايښی ؤ . هغې لیدل چې د بڼ مېوې پخې شوي او د ټولولو دي، هغې لیدل چې د لوړو غرونو دپاسه واوره د اوبه کېدو په حال کې ده، خو هغې نور شهزاده و نه لید، نو ځکه هر ځل ډېره خپه کور ته ستنېدله. دا د هغې یوازنۍ هيله وه چې د مرمري مجسمې تر خوا کښېني کوم چې شهزاده ته ورته و او لاس ترې تاو کړي ، خو خپلو ګلانو ته يې نورپام نه کاوه، ګلان لوییدل او د لارو او ونو د څانګو ترمنځ يې خپلې څانګې او پاڼې غځولې نو ځکه هلته  ډېره ګڼ ګوڼه جوړه وه.

 په پای کې هغې نور خپل زغم له لاسه ورکړ، او دا هر څه يې خپلې یوې خور ته وویل، او ډېر ژر نور هم له خبرې خبر شول، خو نه ټول ، یوازې دوی او یو شمیر نورې ښاپېرۍ، چې  له خپلو نژدې ملګرو پرته يې بل چا ته څه نه ویل. یوه له هغوی پوهیده چې شهزاده څوک دی ، له کومه ځایه دی اودهغه پاچاهي چيرته ده.

 «راځه خورې!» نورو شهزادګیو دا خبره وکړه، دوی چېرې چې د شهزاده ماڼۍ وه د سمندر د اوبو سرته را ووتل.

 ماڼې له ژېړ بخنه روښانه ځليدونکو ډبرو جوړه شوې وه اوله مرمرو جوړې شوي لويې د زینو لارې يې لرلې، چې یوه يې د بڼ په لور غزیدلې وه ، د بام او ځمکې ترمنځ د سرو زرو ښکلې معماري شوې کټارې وې چې له ټولې ودانې نه ګردچاپيره را تاو ول. دننه په سالون کې د مرمرو لوی انځورونه ول چې د کړکیو له روښانه ښيښو څخه ښکارېدل، هلته وريښمینې پردې او ارزښتناکه غالۍ هم ترسترګو کېدې، ټول ډېوالونه په لویو او ښکلیو انځورونو ښکلي کړی شوي ول، ددې هر څه لیدل ډېر په زړه پورې ول. د لوی سالون په منځ کې د اوبو یوه فواره وه چې اوبه ترې تر یو ښيښې چته آلوتلې او د لمر وړانګې د ښيښې له منځه پر اوبو او پر ښکلیو بوټو چې هلته کوز په ډنډ کې شنه ول،  لګېدلې.

 اوس هغه پوهيده چې هغه چېرته ژوند کوي، سهار او بېګاه  هلته راتله او تله او شپه د اوبو دپاسه بې له دې چې د چا ورته پام شي ډېره نژدې راتله او د هغه تنګ کانال له منځه د مرمرو تر برنډې را تلله، هلته د اوبو دپاسه پراخه سیوری خپور ؤ ، هغه دلته کیناستله او د شهزاده سیل يې کاوه، هغې ګومان کاوه چې هغه په دې نړۍ بې جوړې دی.

 هغې څو شپې پرله پسې هغه ولید چې په خپله ښکلې کوچنۍ بېړۍ کې کېني،موسیقۍ آوري او په چکر وځي، کله چې هغې  د شنو بوټو له شانه ورته  کتل، شمال د هغې سپین څادر والوزوه چې د کوم چا ورته پام شو، خوهغوی د سپين قاز (لویه هېلۍ) ګومان پرې وکړ چې خپل وزرونه يې  رپول.

 ډېرې شپې به هغې د کب نیونکو  خبرې آورېدلې چې د شهزاده صفت به يې کاوه، او دا د هغې د خوښۍ سبب کېده ،کله چې شهزاده په نیم ژوندی حالت کې څپو را مخته کړی ؤ ، هغې له مرګه ژغورلی ؤ. هغې فکر کاوه چې د هغې سر يې څومره ټينګ په غېږ کې نیولی ؤ او څومره زیات يې ښکل کړی ؤ، خوهغه له دې هر څه بې خبر ؤ، او ان د هغې فکر يې هم کولی نه شي.

 له خلکو سره د هغې مینه پرله پسې زیاتېده ، تل يې غوښتل د هغوی منځ ته لاړه شي، هغې فکر کاوه چې د خلکو نړۍ د هغې تر نړۍ ډېره ستره ده، دوی په بېړۍ کې د سمندر دپاسه ځي، د لوړو غرونو سر ته پورته کېږي، د وريځو، ځنګلونو او غونډيو دپاسه ، ډېرو لرې سیمو ته څومره د هغې سترګې کار کوي، آلوزي. زیات څه ول چې هغې غوښتل ځان پرې پوهه کړي خو د هغې خوېندې هم پرې نه پوهېدلې، نو ځکه هغې له خپلې بوډۍ نیا څخه پوښتنه وکړه ځکه هغه د پورته نړۍ په هکله په زیات څه پوهېدله، کوم چې هغې د سمندر دپاسه ځمکې په نوم  یادول.

 کوچنۍ سمندري ښاپېرۍ پوښتنه وکړه :«کله چې خلک ډوب نه شي، کولی شي تل ژوندي پاتې شي، دوی خو لکه زموږ په شان  دلته په سمندر کې ، داسې نه مري؟»

 «هو» زړې انا وویل«دوی هم مري، ددوی ژوند زموږ په پرتله لنډ دی. موږ ۳۰۰ کاله ژوند کولی شو ، خو کله چې زموږ شتون دلته پای ته رسېږي، موږ یوازې د اوبو په ځګ بدلېږو، موږ د خپلو عزیزانو کومه هديره دلته نه لرو. موږ تل ژوندۍ ساه نه لرو، موږ بیا هيڅکله بیرته نه را ژوندي کېږو، موږ لکه د جبې د شنو لوخو په شان یو، ، لا د کمېدو په حال کې یو، موږ بیا نه شنه کېږو! خلک زموږ خلاف داسې ساه لري چې تل ژوندي وي، ژوندي وي ، ان کله چې بدن يې په خاورو کې ښخ هم شي، ددوی اروا د هوا له منځه پورته ځي، ډېر پورته ، تر هغه ځلېدونکو ستورو پورې! لکه څنګه چې موږ له اوبو څخه په نا مالومو سیمو کې راوځو، موږ دوی بیا هيڅکله نه وینو.»

 ولې زموږ ساه (اروا» تل ژوندۍ نه ده؟» زه چمتو یمه خپل ټول درې سوه کاله ژوند ورکړم څو يو ځل لکه انسان و اوسم او د آسماني ژوند یوه برخه تر لاسه کړم.»

 « ته په دې هکله هيڅ فکر هم مه کوه،!» زړې انا دا خبره وکړه، «موږ دلته د خلکو په پرتله چې هلته ژوند کوي،  دېر ښه او نیکمرغه ژوند لرو!» 

 « زه باید مړه شمه او د سمندر ځګ  شمه، د څپو موسیقي وا نه ورمه، دا ښکلي ګلان او دا سور لمر ونه  ګورمه!  ایا زه هيڅ هم نه شم کولی چې یو تل پاتې ژوند تر لاسه کړمه!»

 «نه!» زړې انا وویل، یوازې که کوم انسان له تا سره مینه وکړي او ته ورته له خپل مور او پلاره  هم ګرانه اوسې، کله چې د هغې فکر او مينه ټوله له تاسره غوټه وي، او کله چې د کلیسا ملا د هغه ښي لاس ستا په لاس کې درکړي او هغه دلته له تا سره د ابدي ژوند او وفادارۍ ژمنه وکړه ، او کله چې د هغه ساه ستا په بدن کې وګرځي او تا د خلکو د نېکمرغۍ څخه ونډه تر لاسه کړه. هغه تاته ساه درکړي او خپله هم وساتي. خو دا هيڅکله هم نه پېښېږي! نو ځکه  زموږ دپاره یوازې همدلته په سمندر کې تر هر ځایه ښه او په زړه پورې  ده، ستا د کب ډوله  لکۍ څخه هلته پرځمکه هغوی کرکه کوي، دوی نه غواړي ځان په دې خبره پوه کړي. سړی باید دوه بې ګټې ستنې چې دوی يې د پښو په نامه یادوي ولري او دا دوی ته د ښکلا نښه ښکاري!»

 په دې وخت کې د سمندر ښاپېرۍ په ډېر تاسف سره خپلې لکۍ ته وکتل.

 «پرېږده خوشحاله ژوند وکړو» زړې انا داخبره وکړه، درې سوه کاله پسرلې او مستي، دا زموږ ژوند دی، دا په کافي اندازه اوږد ژوند دی، مخکې له دې چې په قبر کې وېده شو له دې ژونده باید خوند واخلو. نن شپه په  انګړ کې د توپ لوبه ده!»

 دا هم خورا په زړه پورې وه، پر ځمکه به يې هيڅکله څوک و نه وینې. د نڅا په لوی هال (خونه) کې دېوالونه او چت د پېړې (ډبلې) او روښانه ښيښې څخه جوړ شوي دي. په سوونو لوی، ښکلي، شنه حلزونونه د آبي رنګه اور لمبې دواړه خواو ته کتار ول، او ټول هال يې روښانه کولو او له دېوالونو بهر يې ځلا لیدل کېده، بهر سمندر روښانه ؤ ، سړي کولی شو بې شمېره  لوی او واړه کبان وویني چې د ښيښه ای دېوال په لور تله راتله، ځنې يې ياسمني ځلېدل، ځنې نور يې نقره ای ، ژېړ او طلايي. د هال په منځ کې یو پراخ بهير  جریان درلود ، دلته سمندري نرینه او سمندري ښاپېریو خپلې ښکلې سندرې ویلې او  ګډېدل . پر ځمکه  خلک دومره ښکلی حالت نه لري! د کوچنۍ ښاپېرۍ سندره تر ټولو ښه او ښکلې وه، دوی هغې ته لاسونه پړه کول، یوه شيبه هغې په زړه کې د خوښۍ احساس وکړ، هغه پوهېده، چې د هغې غږ په ځمکه  او سمندر کې تر ټولو ښه غږ دی! خو بیا د سمندر دپاسه نړۍ په فکر شوه، هغې ښکلی شهزاده هېرولی نه شو، هغه دې پريشانوله چې نه شي کولی هغه تر لاسه کړي او تل پاتې ژوندۍ ساه ولري. نو ځکه هغه په پټه له ماڼۍ ووتله ، په داسې حال کې چې هلته لا سندرې ، خوښي او نڅا دوام درلود، په خپل کوچني بڼ ګوټي کې خپه او پريښانه ناسته وه، په دې وخت کې د اوبو له منځه يې یو غږ واورېده، له ځانه سره يې وویل اوس هغه هلته پورته په بېړۍ کې روان دی، هغه چې له پلار او موره زیات پر ما ګران دی، هغه چې هيڅکله زما له فکره نه وځي، زما د ټول ژوند نیکمرغۍ د هغې په لاس کې دي. د هغه او د یو تل ژوندې ساه د تر لاسه کولو دپاره هر څه ته چمتو یمه! لا ترڅو خویندې مې د پلار په ماڼې کې نڅېږي، زه د سمندر کوټګرې ته ځمه.، هغه چاته چې تل ترې ډارېدمه، شاید هغه کومه مشوره راکړي او مرسته راسره وکړي.» په دې وخت کې کوچنۍ ښاپېرۍ د ګرد اوبې ( چېرې چې اوبه څرخي) په لور ولاړه چې لږ ها خوا ترې د کوډګرې کور ؤ. 

 هغه پخوا هيڅکله هم په دغه لاره نه وه تللې، هلته د ګرد اوبې په لاره هيڅ ډول ګلان نه زرغونېدل، هيڅ ډول سمندري واښه نه ول، یوازې خړه شګلنه ځمکه وه ، ګرد اوبی لکه د ژرندې پل تاويده او هرڅه يې له ځان سره جارو کول، ددې سبب څه ؤ چې هغه د ګرد اوبي په ژورو کې چې هرڅه يې مات او خرابول، اوسېدله.، د کوډګرې د کور په لاره چې هغه يې لیدو ته تله، بې له تودو خټو او خړو اوبو بل څه نه ول، کوډګرې دې ته د تورو سګرو پلندی ( باتلاق) ویل. د کوډګرې کور د هغې شاته د یو عجیبه ځنګل په مڼځ کې ؤ . ټولې ونې او بوټې د پولیپ (سمندري بوټي دي) له ډوله ول چې نیم حیوان او نیم نبات په څېر ښکارېدل  او لکه سل سر لرونکي ماران، له ځمکې را وتي ول ټولې څانګې يې اوږدې وې لاسونه يې سریښناک ول او ګوتې يې لکه سريښناکه چينجیان ول، دوی له بېخه تر سوکې بند په بند خوځېدل. دوی کولی شول په سمندر کې هر څه ونیسي او بیا يې خوشې نه کړي. کوچنۍ ښاپېرۍ ډېره و ډارشوه او هلته بهر ودرېدله، زړه يې له ډاره درزېده، نژدې ول پښېمانه او بېرته ستنه شي، خو د شهزاده او د انساني اروا  په اړوند يې فکر وکړ ، نو پریکړه يې وکړه. خپل اوږده ويښتان يې په خپل سر پورې ټينګ وتړل څو پولیپان يې له ويښتانو ونه نیسي ، دواړه لاسونه يې پر خپل ټټر پورې ونیول، او روانه شوه، د اوبو په منځ کې لکه کب تلله ، کله کله کړغېړنه او ناوړه پوليپانو خپل سريښناک لاسونه او ګوتې د هغې په لور غځول. هغې کتل چې چيرته  هغوی څه لري، هغوی هریو په سل ګونه کوچني لاسونه او پنجې غښتلي  لکه د اوسپنې پټلۍ، لرلې.هغه خلک چې په سمندر کې مړه شوي ول او مړي يې تر دې ځایه راغلي ول ، د پوليپانو منګولو ته رسېدلي ول. د بېړۍ نلونه او تختې يې ټينګ نیولي ول، د حیواناتو او د کوچنیو سمندري ښاپيریو هډوکې چې دوی نیولي ول، تر هرڅه ډارونکي ول.

 «زه پوهېږمه ته څه غواړې،وایه څه غواړې!» کوډګرې دا خبره وکړه، ته يې بې عقله کړې يې! خو ته ټينګه اراده لرې، او دا تا له بدمرغي سره مخامخوي، زما ښکلې شهزادګۍ. ته غواړې د کب له لکۍ ځان بېغمه کړې او پر ځای يې دوه ستنې تر لاسه کړې څو لکه د خلکو په لاره تلی وشې، او چې هغه ځوان شهزاده پر تا مین شي او ابدي اروا یا ساه تر لاسه کړې!» په دې وخت کې کوډګرې دومره په لوړ غږ وخاندل چې ماران او لړمان پر ځمکه ولوېدل  او همالته پرېوتل. « ته په ښه وخت کې راغلې يې» کوډګرې داسې وویل، «سبا، کله چې لمر را وخېژي، بیا زه تر بل نوي کاله پورې ،له تا سره مرسته نه شم کولی. زه تاته یو شربت جوړوم، او ته ددې شربت سره مخکې له دې چې لمر را وخېژي ، پورته ځمکې ته ځان ورسوه، هلته پرځمکه پرېوځه او دا شربت وڅکه، نو په دې وخت کې به ستا د کب لکۍ ورکه شي او تر یوڅه تاوېدو را تاوېدو وروسته به لکه د انسانانودوه پښې تر لاسه کړې، خو دا زیات درد او عذاب لري، داسې چې تېره چاړه دې بدن څيرې کړي. هر څوک چې تا وویني و به وايي ته د انسانانو تر ټولو ښه او ښکلی ماشوم يې ، کوم چې هغوی تر اوسه ليدلی! خو ته د لامبو وس له لاسه نه ورکوې او هيڅ نڅا ګره نه شي کولی لکه تا غوندې حرکتونه ترسره کړي، خو چې ته هر قدم پورته کوې لکه د تېرې چړې دپاسه قدم ږدې او وینې دې بهېږي، آیا دا هر څه دې خوښ دي ، باید زه در سره مرسته وکړم؟»

 «هو!» کوچنۍ ښاپېرۍ  په دوستانه لهجه وویل، او د شهزاده او د ابدي ژوندۍ ساه د تر لاسه کولو په اړوند يې  فکر کاوه.

 « خو په یاد ولره،» کوډګرې وویل،«کله چې تا د انسان بڼه تر لاسه کړه نور به هيڅکله هم بیا د سمندري ښاپېرۍ بڼه تر لاسه نه کړې! ته بیا هيڅکله هم د خپلو خویندو وروڼو او پلار او مور ليدو ته لاندې ماڼۍ ته به راتلی ونه شې، او د شهزادګۍ مینه به  بیا تر لاسه نه شې کړی، او هغه به هم ستا دپاره خپل مور او پلار هېروي او بیخي خپل ځان او خپل اند او مینه په تا پورې اړوند بولي، پرېږده د کلیسا ملا د هغه ښي لاس ستا په لاس کې درکړي. تاسې به ښځه اومېړه شئ ، خو که هغه بله ښځه وکړي ، ته به ابدي ژوندۍ ساه له لاسه ورکړې او په لومړي سهار کله چې هغه بل واده وکړي نو ستا زړه به وچاودي ، ته به مړه شې او د اوبو ځګ به در څخه جوړ شې! » کوچنۍ ښاپېرۍ وویل : « هو زه پوهېږم!» د هغې رنګ بیخي لکه مړي سپین آوښتی ؤ.

 «خو ته باید  ما ته هم  ددې بیه راکړې!» کوډګرې دا خبره وکړه،« او دا کوم  لږ څه نه دي چې زه يې غواړم، خو زه څه غواړم؟ ته دلته تر اوبو لاندې تر ټولو ښکلی غږ لرې، ته په خپل غږ کولی شې پر هغه کوډې اوجادو کړې، خو دغه غږ باید ماته راکړې. دا تر ټولو ښه څيز دی چې ته يې لرې ، زه يې د شربت په بدل کې له تل غواړم! زه به تاته خپلې وینې درکړم، کله چې شربت لکه دوه سرې تېره چاړه ستا له پښو تېرېږي!» 

 « کله چې ته زما غږ اخلې ،» کوچنې ښاپېرې داسې وویل، «نو ما ته څه پاتې کېږي؟»

 «ستا ښکلی بدن» کوډګرې داسې وویل، ستا لامبووزمه حرکتونه ، خبرلوڅې سترګې، ددوی په مرسته هم ته د انسان زړه خپلولی شې. اوس نو تا خپله اراده له لاسه ورکړه! ددغه قوي شربت په بدل کې اوس نو خپله کوچنۍ ژبه  را وباسه،چې غوڅه يې کړم!»

 «همداسې به وشي!» کوچنۍ ښاپېرۍ وویل، کوډګرې کټوه کېښوده څو جادويي شربت جوړ کړي . «پاکي ښه څيز دی!» دا خبره يې وکړه او کټوه يې خلاصه کړه اوپه خپله سینه کې يې خراشکي جوړ کړه، څو یو څوڅاڅکي توره وینه په کټوه کې ور زیاته کړي، له کټوې یو عجیبه بخار راپورته شو، چې سړی يې په ډار کې اچوه. هره شیبه کوډګرې په کټوه کې څه نوي څيزونه ور ګډول، کټوه اېشېدله، بیخي د کروکودیل ژړا ته ورته ؤ. په پای کې شربت چمتو شو، د رڼو اوبو په څېر ښکارېده!»

 « واخله چمتو دی!» کوډګرې داسې وویل او د کوچنۍ ښاپېرۍ ژبه يې غوڅه کړه، نور هغه ګونګۍ وه، نه يې سندرې ویلی شوې او نه يې خبرې کولی شوې.

 « کله چې بېرته ځې ، زما پوليبان به ستا د نیولو هڅه وکړي، نو کله چې هغوی خپل لاسونه او ګوتې ستا په لور غځوي ، پرهغوی له دغه شربت څخه یو یو څاڅکې اچوه تر څو له دغه ځایه ووځې » کوډګرې داسې وویل ، کوچنۍ ښاپېرۍ همداسې وکړل کله چې هغوی خپل لاسونه او سل ګونه ګوتې د هغې په لور غزول ، هغې یو یو څاڅکی پر هغوی اچوه ،خو دې کار کوچنۍ ښاپېرۍ نه بې حسه کوله، پوليپونه ډارېدل او په شا کېدل، د کوچنۍ ښاپېرۍ په لاس کې شربت لکه سپین ستوری ځلېده  ، په پای کې له ځنګله تېره شوه.

 اوس هغې د خپل  پلار ماڼۍ ليدله، د نڅا په لوی سالون کې ډېوې مړې  وې، کېدی شي دوی ټول هلته ویده وي، خو هغې د هغوی د لټون هڅه نه کوله، اوس هغه ګونګۍ وه اوباید تل له هغوی ځان لرې وساتي. د هغې زړه نژدې ؤ له غمه وچاودي. هغې سمندر کې ځان غوپه کړ، د خپلې هرې خور له بڼ څخه يې یو یو ګل واخیست. ، په خپلو ګوتو يې د ماڼۍ په لور په زرګونو مچې واستولې ، او د تور آبي سمندر په لور پورته  شوه.

 کله چې هغې د شهزاده ماڼۍ و ليدله لا لمر نه ؤ ختلی، او هغې د سوزېدونکي درد احساس کاوه، خو مخامخ هغې ته هغه ښکلی شهزاده ولاړ ؤ ، هغه خپلې تورې سترګې پر هغې نښلولې وې، هغې ځان ښکته پر ځمکه واچوه او د کب لکۍ ورکه شوه، او هغې اوس نوي کوچنۍ سپینې پښې لرلې، لکه کوچنۍ انجلۍ، خو هغه بیخي لوڅه وه نو ځان يې په خپلو اوږدو ويښتانو کې نغاړه. شهزاده پوښتنه وکړه، ته څوک يې ، او له کومه ځایه راغلې يې، هغې په مهربانه او پریشانه تورو آبي سترګو هغې ته کتل، خو خبرې يې نه شو کولی. شهزاده  هغه له لاسه ونیوله او  ماڼۍ ته يې بوتله . هر قدم چې به يې اخیسته هماغسې ؤ لکه کوټګرې چې ویلي ول،  په تېره چاړه قدم ږدې، خو هغې غوښتل دا هر څه وزغمي، د شهزاده په لاس کې اسان تېر شو، لکه د ځګونو پوکاڼۍ، ټول د هغې په مکیز تلو ته حیران ول. هغې د ورېښمو ښکلی ټوکر پر ځان کړ، په ماڼۍ کې هغه تر ټولو ښکلې وه، خو هغه ګونګۍ وه نه يې خبرې کولی شوې او نه يې سندرې ویلی شوې. یوه ښایسته وینځه چې په وريښیمنو جامو او سرو زرو سینګار شوې وه راغله او شهزاده او د هغه شاهي کورنۍ ته يې په  سندرو پیل وکړ، یوه ډېره ښکلې سندره يې وویله چې له نورو ټولو سندرو ډېره ښکلې وه، شهزاده لاسونه و پړکول او هغې ته په موسکا شو، په دې وخت کې کوچنۍ شهزادګۍ پریشانه شوه، هغه پوهیده چې دمخه هغې تر هر چا ښې سندرې ویلې! هغې فکر کاوه، «اوه، هغه باید یوازې دومره پوه شي، چې ما ددې دپاره چې له هغه سره واوسم  د هغه په خاطر مې د تل دپاره خپل غږ له لاسه ورکړ!»

 اوس وينځې د یوې ښکلي موسېقۍ سره ښکلې لامبويې نڅا پیل کړه، کوچنۍ ښاپېرۍ خپل سپین ښکلي لاسونه پورته کړه، د پښو د ګوتو په سر پورته شوه او په لامبويې نڅا يې پیل وکړ، تر اوسه چا داسې ښکلې نڅا نه وه کړې، په هر حرکت او خوځون سره د هغې ښکلا نور هم زیاته راښکار کېده، د وينځې د سندرې په پرتله ، د هغې سترګو د زړه له تل سره خبرې کولې. 

 ټول هک پک حیران ول په تېره بیا شهزاده ، چې هغې يې د خپل د لارې د ماشومې په نامه یادوله، خو هغه بې له ځنډه نڅېدله، که څه هم، هر ځل چې هغې پر ځمکه پېښې  اېښودلې زیات درد يې کاوه، ته به وايې په تيره چاړه پښه ږدي. شهزاده وویل، چې هغه باید د تل دپاره له ده سره وي، او هغې ته يې اجازه ورکړه چې د کوټې له ور بهر پر یوه بخملين بالښت ويده شي. هغه له ښاپېرۍ وغوښتل څود نرینه  کمیس او پتلون واغوندي څو د آس سورلۍ په وخت کې د هغه سره ملګرتیا وکړي. دوی د یو ښه عطر لرونکي ځنګل په منځ کې ، چيرې چې شنې لښتې د هغې پر اوږو لګېدلې، او د پاڼو له شانه کوچنیو مرغانو سندرې ویلې، د آس سورلي وکړه. هغه د شهزاده سره د لوړ غره سرته پورته شوه، د هغې تنکۍ پښې زخمي او وینې شوې، نورو دا ليدل، خوهغې خندل او د شهزاده پسې روانه وه، دومره لوړ پورته شول چې وريځې له دوي ښکته روانې وي، داسې لکه د مرغانو لويه ډله د نورو ملکونو په لور روانې وي.

 د شهزاده په ماڼې کې، کله چې نور کسان ويده شول، هغه بهر د مرمرو له پراخې زينې پورته ولاړه، او کله چې پښې يې د سمندر په یخو اوبو کې کېښودې  د هغې سوزېدونکي پښې  سړې شوې، هغې د خپلو خپلوانو په اړوند چې د سمندر په تل کې اوسېدل فکر کاوه.

 یوه شپه د هغې خويندې په لامبو لاس په لاس په داسې حال کې چې غمجنه سندره يې ویله هلته راغلې ، ده هغوی ته لاس وخوروه، او هغوی هم هغه وپېژاندله، هغوی ویل چې هغوی يې ډېر پریشانه کړي دي، هره شپه د هغې لیدو ته راتلل او یوه شپه زړې انا هم چې ډېر کلونه د اوبو سرته نه وه وتلې تر ډېره لرې سیمو په سمندر کې په هغې پسې وګرځېدله، او د سمندر پاچا هم تاج په سر په ده پسې ګرځېده، هغوی خپل لاسونه د هغې په لور اوږده کړل ، خو لکه د هغې د خویندو په څېر يې  زړه  نه کاوه وچې ته ځان نژدې کړي.

 د هرې ورځ په تېرېدو هغه نور هم پر شهزاده ګرانېدله، هغه پر شهزاده لکه د خپل ماشوم ګرانه وه، خو هيڅکله هم هغې په دې هکله فکر نه ؤ کړی چې له هغې خپله ملکه جوړه کړي . خو که هغه د هغې مېرمن نه شي نوابدي ژوندۍ ساه  به تر لاسه نه کړي، او د واده په سهار به د سمندر د اوبو ځګ ترې جوړ شي.

 کله چې به شهزاده هغه په غېږه کې نیوله او له تندي به يې ښکلوله ، هغې به په سترګو کې ویل:« آیا له دې ټولو زه در باندې زیاته ګرانه نه یم!»

 « هو ، ته زما معشوقه يې» شهزاده وویل، «ته تر هغو ټولو ډېر ښه زړه لرې، ته پر ما ډېره مهربانه يې، ته یوې ځوانې انجلۍ ته ورته يې چې ما یوازې یو ځل په ژوند کې لیدلې، ممکن بیا هيڅکله يې پیدا کړم. زه په یوه بېړۍ کې سپور وم، چې پیاوړي څپې راغلې او زه يې را واخیستم او د سمندر غاړې یوې کلیسا ته يې راوستم، هلته زیاتو انجونو زما خدمت وکړ، خو هغه تر ټولو ځوانه  انجلۍ چې زه يې پیداکړم او زما ژوند يې وژغوره، ما یوازې دوه ځله وليدله، هغه یوازنۍ انجلۍ ده چې په دې نړۍ کې زه ور سره مینه کوم، او ته هغې ته ورته يې، ته بیخي د هغې څېره زما په ذهن کې را ژوندۍ کوۍ!» هغه په سپېڅلي عبادت ځای پورې اړه لري، نو ځکه زما ښه بخت ته ماته واستولې، موږ به هيڅکله سره بېل نه شو!«اوف، هغه نه پوهېږي چې ما د هغه ژوند ژغورلی دی» دا زه ومه چې هغه مې تر ځنګله پورې ، چېرې چې کلیسا ولاړه ده، ورسوه ، زه د ځګ شاته پټه وم، او لیدل مې، چې یو څوک راځي. ما هغه ښکلې انجلۍ و لیدله چې تر ما زیات پر ده  ګرانه ده! » کوچنۍ ښاپېرۍ ژوره ساه واخیسته، هغې یوازې نه ژړل.« هغه انجلۍ چې ده وویل په هماغه سپېڅلي عبادت ځای پورې اړه لري، هغه به هيڅکله هم بهر را ونه وځي، دوی به بیا هيڅکله یو بل و نه ویني، زه له ده سره یم، هره ورځ دی وینم، زه به له ده پالنه وکړم، له ده سره مینه کوم، خپل ژوند تري ځاروم!»

 خو اوس باید شهزاده د ګاونډي پاچا له ښایسته لور سره واده وکړي!، نو ځکه هغه په یو ښکلې بېړۍ کې سپور شو . شهزاده په بېړۍ کې ناست دي څو د ګاونډي پاچا  پاچاهۍ وګوري، خو په دې بهانه غواړي د ګاونډي پاچا لور وویني، د ملګرو لویه ډله ور سره مل وه، کوچنۍ ښاپېرۍ د سر په خورولو سره وخندل ، ځکه هغه د بل هر چا په پر تله د شهزاده په فکرونو ښه پوهيدله. « کېدی شي زه اوس ودرېږم  شهزاده داسې هغې ته وویل، » زه باید هغه ښایسته شهزادګۍ ووینم، دا زما  د مور او پلار غوښتنه ده، څو هغه دخپلې ناوې په توګه کور ته راولم، ما اړ باسي نه!  زه له هغې سره مینه نه لرم!  هغه د عبادت ځای انجلۍ ته ورته نه ده ، ته  تر هر چا زیات هغې ته ورته يې. که زه کوم څوک د خپلې ناوې په توګه غوره کړم هغه به ته يې زما ګونګۍ ماشومې، چې سترګې دې خبرې کوې! او د هغې سرې شونډې يې ښکل کړې او د هغې له اوږدو ويښتانو سره لوبېده او خپل سر يې د هغې زړه ته نژدې کېښود، هغې د انساني نېکمرغۍ او ابدي ژوندۍ ساه په اړوند فکر کاوه.

 « کله چې دوی په هغه بېړې کې چې دوی د ګاونډي پاچا هیواد ته بوځي ، سپاره شول ، شهزاده وویل :له سمندره خو نه ډارېږي، زما ګونګۍ ماشومې!» ، هغه د توفان او د سمندر په ژورو کې د وحشي نهنګانو او د سمندر په ژورو کې يې چې نور څه لیدلي  ول خبرې کولې، او هغې به د شهزاده کېسو ته خندل، ځکه هغه د هر چا په پرتله  د سمندر د تل په اړوند ښه پوهيدله.  

 د سپوږمۍ په دغه روښانه شپه ، چې نور ټول د ماڼو څنګ ته چې د اشترنګ ترخوا ولاړ ؤ، ویده ول، هغه د بېړۍ د انګړ پر کټاره ناسته وه او د روښانه اوبو منځ ته يې په ځير ځير کتل، هغې فکر کاوه که وکړی شي د پلار ماڼۍ وویني. هلته بوډۍ انا چې نقره ای تاج يې پر سر ؤ د اوبو د بهیر له منځه يې پورته د بېړۍ په لور کتل.په دې وخت کې د هغې خویندې د اوبو سر ته را ووتلې ، هغوی په پريشانۍ  سره هغې ته کتل ، هغې خپل سپين لاسونه د هغوی په لور وخورول. خندل يې او غوښتل يې هغوی ته ووايې هر څه په سمه توګه او په نکمرغۍ سره تېريږي، خو د بېړۍ هلکی د هغې په لور د نژدې کېدو په حال کې ؤ نو خویندو ځانونه په اوبو کې غوټه کړل، هلک داسې ګومان وکړ چې کوم سپين څيز يې  لیدلي یا د سمندر د اوبو ځګ ؤ.

 سبا سهار بېړۍ د ګاونډي پاچا د ښکلي ښار له څنګه تېرېده ، د کلیساګانو زنګونه کړنګېدل، د لوړ برج نه ترمبون خپرېده، سر تیري له ښکلې دریشۍ او نیزو سره ولاړ ول. هره ورځ یو جشن و، زیاته ګڼه ګونه وه خو شهزادګۍ لا هلته نه وه راغلې، هغه له دغه ځایه لرې په یوه عبادت ځای کې روزل کېږي، دا خبره هغه چا وکړه چې هغې ته يې د پادشاهۍ ټول دودونه او رواجونه ښودلي ول. په پای کې هغه را څرګنده شوه.

 کوچنۍ ښاپېرۍ په زیاتې علاقه مندۍ سره ولاړه څو د هغې ښکلا وویني، او هغه يې باید تائید کړي، داسې لوړه بڼه هغې هيڅکله هم په خوا نه وه ليدلې. د بدن پوستکی يې خورا نازک او ظریف ؤ، او د سترګو د اوږدو بڼو شاته يې یوه جوړه ريښتني تورې آبي سترګې موسکېدلې!

 « دا ته يې!» شهزاده وویل، « ته، چې زه دې وژغورلم کله چې د مرګ په پوله د سمندر په غاړه پروت وم!» هغه پر خپل لاس خپلې تودې اوښکې پاکې کړې. « اوه زه څومره نیکمرغه یم!»  هغه کوچنۍ ښاپېرۍ ته دا خبره وکړه. « زما تر ټولو ښه او لویه هيله پوره شوه. ته باید زما د نیکمرغۍ له امله  خوشحاله اوسې، ته تر ټولو زیات پرما ګرانه يې!» کوچنۍ ښاپېرۍ د هغې لاس ښکل کړ، او هغې فکر کاوه چې زړه يې چاودي. د هغه د واده سهار به دده د مړیني سهار وي

 د ټولو کلیساګانو زنګونه وکړنګېدل، جارچي د ښار کوڅو ته راووت او د کوژدنې اعلان يې وکړ. له ټولو محرابونو څخه په څراغونو کې د ښه عطر لرونکي تيل په سوزېدو شول. ملا د اور لوښی په لاس د هلک او انجلۍ نه تاو را تاوول او دعا يې ورکوله، کوچنۍ ښاپيرۍ په وريښمینو جامو کې شاته ولاړه وه او د ناوې لمن يې نیولې وه، خو د هغې سترګو دغه جشني موزیک نه آورېده، د هغې سترګو دا سپېڅلي مراسم نه ليدل، هغې د خپل مړينې د شپې او د ټول هغه څه په اړوند چې په دغه نړۍ کې يې له لاسه ورکړي ول ، فکر کاوه، 

 لا په همدغه شپه، زوم او چينغله د بېړۍ په انګړ کې یو میز ته ولاړل، هلته بیرغونه رپيدل، د بېړۍ په منځنۍ برخه کې یوه ښکلې  طلايي ، نقره اي او یاسمني رنګه کېږدۍ  ولاړه وه ، دلته باید چینغله او زوم ، دغه سړه او آرامه شپه سره یوځای تېره کړي.

 بېړۍ رو او آرامه په آرام سمندرګي کې روانه وه.

 کله چې رنګه څراغونه روښانه شول ، خوشحاله ماڼو ګانو د بېړۍ په انګړ کې نڅا کوله. کوچنۍ ښاپېرې د هغه لومړۍ ورځې په اړوند فکر کاوه کله چې لومړی ځل د سمندر د اوبو سرته راوتلې وه، همداسې خوښي او نڅاګانې وي، هغې د موسیقۍ سره ځان لکه د قازانو خوځولو ټولو هغې ته کتل او د هغې ستاینه يې کوله، هغه هيڅکله هم داسې ښکلې نڅا نه وه کړې. هغه پوهيده چې دا به دده وروستۍ شپه وي چې هغه ویني، د چا دپاره چې يې له خپلو خپلوانو او خپل کور تېره شوه ، خپل ښکلي غږ يې له لاسه ورکړ او هره ورځ يې په پرله پسې توګه غم او اندیښنه کوله ، بې له دې چې شهزاده  يې په هکله پوه شي. دا وروستۍ شپه وه، هغې  په ورته توګه لکه د هغه هوا تنفس کړه، ژور سمندر او له ستورو ډک آبي آسمان ته يې کتل، هغه د يوې بې انده او بې هيلې ابدي شپې په تمه وه، داسې لکه اروا او ساه ونه لري ، او نور يې تر لاسه کولی نه شي. شپه تر نا وخته په بېړۍ کې خوښي او خوشحالي وه، خوهغې په زړه کې د مړینې له فکرونو سره خندل او نڅېدله . شهزاده خپله ښکلې چینغله مچ کړه، او هغه د شهزاده له تورو ويښتانو سره لوبېدله، دوی لاس په لاس ښکلې کېږدۍ ته ننوتل څو دمه وکړي.

 په بېړۍ کې چوپه چوپتیا خوره شوه، یوازې ماڼو د اشترنګ تر څنګ ولاړ ؤ، کوچنۍ ښاپېرۍ خپلې سپينې مټې د بېړۍ د کټارې دپاسه کېښودې او د ختيځ د سرو وړانګو په لور يې کتل، ، هغه پوهيده چې د لمر لومړۍ وړانګه به هغه ووژني. په دې وخت کې هغې ولیدل چې خویندې يې د اوبو سر ته را ووتلې ، د هغوی رنګ هم لکه د هغې  آلوتی ؤ، ، د هغوی ښکلي اوږده ويښتان په شمال کې نه آلوتل، لنډ کړي يې ول.

 «موږ دا کوټګرې ته ورکړل، څو ترې مرسته واخلو، څو ته نن شپه مړه نه شې! هغې موږ ته یوه چاړه راکړه، دا ده! وګوره څومره تېره ده؟ مخکې له دې چې لمر وخېژي، ته دغه چاړه د شهزاده په زړه کې ښخه کړه، او کله چې د هغه توده وینه ستا په پښو تویه شي ، نو سمدستي ته د کب لکۍ پیداکوې او بیا بېرته په سمندري ښاپېرۍ آوړې، نو بیا ځان سمندر ته ګوزار کړه او له موږ سره یو ځای شه ، ته به تر درې سوه کاله خپل ژوند ته دوام ورکړې، ژر شه مخکې له دې چې مالګین ځګ درڅخه جوړ شي.

 ژر شه! له لمر ختلو دمخه یو له تاسې باید هغه یا ته باید ومرئ! زموږ انا ډېره غمجنه ده خپل ټول سپین ويښتان يې له لاسه ورکړي، داسې لکه زموږ چې کوډګرې اخیستي. شهزاده ووژنه او بېرته راځه! ژر شه، مخکې له دې چې په آسمان کې هغه سره کرښه ووینې؟ څو دقیقي وروسته لمر را خېژي، او ته به مړه شې!» هغوی سوړ آسویلی و ایست او د اوبو په څپو کې ورګډې شوې.

 کوچنې ښاپېرۍ د کېږدۍ وريښمینه پرده ایسته کړه، او لیدل يې چې ښکلې ناوې ویده ده او سر يې د شهزاده سینې ته نژدې ایښی، هغې ځان ټيټ کړ، د هغه ښکلی تندی يې ښکل کړ، آسمان ته يې وکتل، په آسمان کې د سهار وړانګې ډېر او ډېرېدې، تېرې چاړې ته يې وکتل، بیا يې شهزاده ته وکتل، هغه په خوب کې د خپلې میرمن نوم واخیست، د هغه په فکر کې یوازې هغه وه، چاړه په هوا کې و ځلېده، خو په دې وخت کې هغې چاړه بهر څپو ته ګوزار کړه، په هغه ځای کې چې چاړه ولوېده ، هغه ځای سور شو، داسې ښکارېده چې  په اوبو کې ویني دارې وهي. یو ځل بیا يې شهزاده ته چټک وکتل، له بېړۍ څخه سمندر ته کوزه شوه، هغې داسې احساس کړه چې بدن يې په ځګ بدلېږي.

 اوس لمر د سمندر دپاسه ختلی ؤ . تودې وړانګې د سمندر په سړو ځګونو لګېدې ، کوچنۍ ښاپېرې د مړينې احساس و نه کړ، هغې د روښانه لمر په رڼا کې ، خپل شا او خوا ته په سل ګونه راڼه موجودات لیدل او هغې د هغو له منځه  د پېړۍ سيینې کټارې او د آسمان سرې وريځې لیدلې د هغوی غږ ډېره خوږه مېلودي لرله خو د هيڅ انسان غوږونو هغه اوريدلی نه شوه، او پر ځمکه هيڅ سترګو يې د لیدلو وس نه درلود، دوی بې له وزرونو د لږ وزن له کبله په هوا آلوتل. کوچنۍ ښاپېرۍ لیدل چې هغه لکه دوی داسې بدن لري، دوی د ځک دپاسه لوی او لوييدل.

 « زه چا ته ورته یمه !» هغې وویل، غږ يې لکه د نورو موجوداتو غوندې دومره ښکلی ؤ ، چې د ځمکې پر مخ هيڅ د موسیقي آلې نه شو کولی داسې غږ و باسي. « دهوا د لوڼو په شان! » هغو نورو ځواب ورکړ. د سمندر ښاپيرې تل ژوندۍ ساه نه لري! د انسان د مینې پرته يې هيڅکله  هم تر لاسه کولی نه شي! د هغې ابدي ژوند په یو پردي ځواک پورې اړه لري. د هوا لوڼې هم ابدي ژوندۍ ساه نه لري ، خو دوی په خپله کولی شي، د ښه چلند له لارې ځانته ابدي ژوندۍ ساه تر لاسه کړي. موږ تودو ملکونو ته آلوزو ، چېرې چې د تودې هوا ناورين خلک وژني، هلته موږ سړه ونکی اغېز لرو. موږ د ګلانو عطرونه په هوا کې خپروو  ، او د رغونې او روغتیا سبب کېږو. کله چې موږ درې سوه کاله هلې ځلې وکړې او ښه کارونه مو تر سره کړه، نو موږ تل ژوندۍ ساه تر لاسه کوو، او د انسانانو په ابدي نېکمرغۍ کې یوه برخه تر سره کوو.تا کوچنۍ سمندري ښاپېرې لکه موږ د زړه له کومې همدا هڅه وکړه  ، ته ډېره و کړېدې او غم دې وګاله چې اوس يې ته د هوا نړۍ ته راوستې، اوس ته کولی شې د درې سوه کالونو په موده کې د ښه کړنو له لارې ځانته ابدي ژوند وګټې.»  

 کوچنۍ ښاپېرۍ خپل سپین لاسونه د خدای د لمر په لور اوچت کړه، او د لومړۍ ځل دپاره يې د اوښکو احساس و کړ. په بېړۍ کې هيڅ ډول غالمغال او ژوند نه ؤ، هغې شهزاده د خپلې ښایسته ناوې سره لیده چې په هغې پسې ګرځېدل او د اوبو ځګ ته يې کتل، لکه دوی پوهېدل، چې هغې د څپو منځ ته ځان غورځولی دی. هغې په داسې حال کې چې نه لیدل کېده د ناوی تندی ښکل کړ، هغې ته موسکۍ شوه، او د هوا د اولادونو سره د ګلابي وريځو په لور چې په هوا کې د تلو په حال کې ول، والوته،  

 « په دې ډول موږ درې سوه کاله وروسته ، د خدای  پاچاهې ته لاره پيداکوو!» 

 « موږ دمخه هم ننوتلی شو! یو يې داسې پوسېده . « موږ د خلکو کورونو ته هلته چې ماشومان دي، ځو ، بې له دې چې څوک مو وویني، هره ورځ کله چې موږ یو ښه ماشوم چې د خپل مور او پلار د خوښۍ سبب کېږي او د هغوی د مينې وړتیا تر لاسه کوي،  پیدا کړو، خدای زموږ د آزمایښت موده کموي. ماشوم نه پوهېږي ، چې موږ په کوټه کې آلوزو، او کله چې موږ له خوښۍ هغوی ته موسکي کېږو ،زموږ  له درې سوه کلونو یو کال کمېږي، خو کله چې موږ یو بې ادبه او ناوړه ماشوم ووینو ، او کله چې موږ له غم او پريشانۍ اوښکې تویې کړو، د هرې اوښکې په بدل کې زموږ په ازمایښتې موده کې یوه ورځ زیاتېږي!»

 

 منبع: سپرغۍ وېبپاڼه http://bit.ly/2mu5UL7

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.