د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ
 


صرف آوډيو:

منبع: دسمسور ويبپاڼي اداره

دوې وزې (بزې) په يوه ډېره تنګه لاره کښي داسي سره مخامخ سوې چي هيڅ د تېرېدو ځای نه وو. نو يوه وزه په لاره کي پرېوته او بلي وزې ډېر ورو پښه ورباندي کښېښوده او پدې توګه دواړي تيري سوې.

په بل ځای کښي دوې وزې د يوه لوړ او تنګ پله د پاسه سره مخامخ سوې. دوی د دې پر ځای چي يوه پرېوزي او بله ورباندي تېره سي دواړو په جګړه  پيل وکړ. په پای کي دواړي له پله څخه کښته را ولوېدې او ډوبي سوې.

پند: هر څوک چي د سولي او سلام څخه کار نه اخلي او خپل مشکلات د نرمۍ او ورورګلوۍ او خبرو اترو له لاري نه حل کوي عاقبت (آخر) به يې وران او ويجاړ وي.

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.