ليکونکی: احمدولي اڅکزی

 چي وه يوه نانۍ انجلۍ وه. دغه نانۍ انجلۍ پر خپل مور او پلار بيخي ډېره ګرانه وه. پلار به يې هميشه ورته ويل: « آ زما خوږکۍ لوري، راسه خپل بابا ته راسه.» مور به يې ورته ويل: « آ زماپستکۍ لوري، راسه خپلې مور ته راسه.» پر نانۍ انجلۍ هم خپل مور او پلار بيخي ډېر ګران ول. هغې به هميشه واوا چمونه کول او مور او پلار به همېشه ورڅخه خوشحاله ول. خو د دغې نانۍ انجلۍ خواږه شيان ډېر خوښ ول. مور به يې ويل: « آ زما خوږکۍ لوري، ډېر خواږه شيان مه خوره، غاښونه به دي خراب سي.» خو نانۍ انجلۍ به هميشه د پلار څخه خواږه شیان غوښتل او هغه به يې بالاخره مجبوره کړ چي خواږه شيان ور رانيسي.

  يوه ورځ دغه نانۍ انجلۍ ناجوړه سوه. د هغې زړه نه غوښتی چي لوبي (بازۍ) وکړي. د هغې زړه نه غوښتی چي د کلکين څخه دباندي د آسمان ښايستو وريځو ته وګوري. د هغې زړه نه غوښتی چي چاکلېټ وخوري. د نانۍ انجلۍ پر غاښ درد ؤ.

 پلار يې نانۍ انجلۍ ډاکټر ته بوتله. ډاکټر د نانۍ انجلۍ څخه پوښتنه وکړه: « اې نانۍ انجلۍ، نن دي څه شي خوړلي دي؟» نانۍ انجلۍ ورته وويل: « چاکلېټ» ډاکټر ورته وويل: «نن دي بل څه شي خوړلي دي؟» نانۍ انجلۍ ورته ويل: « پلمېټ» ډاکټر حيران سو، وويل: « پرون دي څه شي خوړلي ول؟» نانۍ انجلۍ ورته وويل: « چاکلېټ او پلمېټ»

 بيا ډاکټر ويل: « اې نانۍ انجلۍ، خوله دي خلاصه کړه چي زه يې وګورم.» نانۍ انجلۍ خوله خلاصه کړه. ډاکټر چي د نانۍ انجلۍ خولې او غاښو ته د څراغ رڼا برابره کړه، نو يې وويل: «وۍ وۍ وۍ!» اوس د ډاکټر خوله هم خلاصه سوه او سترګي يې پورته او کښته کش سوې. ډاکټر د نانۍ انجلۍ پلار ته مخ واړاوه، ويل: «وۍ وۍ وۍ!»

 ډاکټر وويل: « اې نانۍ انجلۍ، تا ډېر چاکلېټ او خواږه شيان خوړلي دي. ستا غاښونو چينجيان کړي دي. تک تور سوي دي. تا خپله خوله او غاښونه نه دي پاک کړي. تا سابه او مېوې نه دي خوړلي. تا تر اندازې زيات خواږه شيان خوړلي دي. ته بايد هميشه سهار او ماښام خوله په اوبو پاکه پرېولې. ته بايد په غاښو کلک شيان مات نه کړې.» بيا ډاکټر ولاړ سو او د المارۍ څخه يې د غاښو يو نانی او ډېر ښايسته برس او د نانيانو لپاره د غاښو کريم او يو نانۍ پوست مسواک راواخيستل. ډاکټر نانۍ انجلۍ ته وويل: « د غاښو دغه برس، کريم او مسواک واخله او هر سهار او ماښام خوله په مينځه. انشالله بيا به ژر نه ناجوړه کېږې.»

  بيا ډاکټر ولاړ سو او يوه لويه پېچکارۍ يې راواخيسته. د انجلۍ پلار ويل: « اې سپينه چپنه لرونکې ډاکټره، ايا غواړې چي زما پستکۍ لور ته داسي غټه پېچکارۍ ور ولګوې.» ډاکټر ويل: « اې د نانۍ انجلې پلاره، نانۍ انجلۍ ته تا ډير چاکلېټ ورکړي دي او بايد چي اوس تاته دغه غټه پېچکارۍ در ولګول سي.» د نانۍ انجلۍ پلار وويل: «وۍ وۍ وۍ!»

 د 2014م کال د نومبر 14 مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.