د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ
 

لیکوال: عبدالملک پرهیز

د ورېښمو د چېنجي په غوزه کې کوچنی سوری پېدا شو، یو سړي څو ساعته له غوزې څخه د وتلو دپاره د پتنګ هلې ځلې، څارلې، خو پتنګ له هلو ځلو لاس واخیست. داسې ښکارېده چې ستړی شوی او نور د هلو ځلو وس نه لري.

هغه وپتېله له دغه کوچني موجود سره مرسته وکړي نو د بیاتي (قیچي) په مرسته يې سوری لوی کړ. پتنګ بې له ستونزې له غوزې څخه را ووتلو. خو بدن يې کوچنی او وزرونه يې ګونجې ول. سړی لا هماغسې پتنګ ته کتل، هیله مند ؤ چې پتنګ به د خپل بدن د ساتنې لپاره خپل وزرونه پرانیزي. خو داسې و نه شول. په حقیقت کې پتنګ نور چاره نه لرله بې له دې چې خپل ټول پاتې ژوند پرمځکه د ښوېدو په حال کې تېر کړي ځکه نور يې د آلوتلو وس نه درلود.

مهربانه سړی پوه نه شو چې خدای پتنګ ته داسې حالات رامنځ ته کړي چې له غوزې څخه د وتلو دپاره باید زیاتې هلې ځلې وکړي. په دې حالات کې د هغې له بدنه داسې مایع راوځي چې هغې ته د آلوتلو وس ورکوي.

کله ناکله هلې ځلې یوازنی څيز دی چې باید ترسره يې کړو. که خدای موږ ته بې له هلو ځلو آرامي رابښله نو موږ ټول به فلج وای او د آلوتلو وس به مو نه درلود.

منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2topg9o

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.