ژباړه : اتل ترين - لندن

ګیدړه ډېره چالاکه او شیطانه وه. هغې له نورو حیوانانو سره هم چالاکي او شیطاني کول. ځکه نو پر هیڅ چا ښه نه لګېده. حتی پر بیزو لا ښ نه لګېده. بیزو په خپل بې کله وخت کي ټول عمر کوښښ کاوه، چي ګیدړي ته د جزا ورکولو یوه لار پیدا کړي. بیزو ډېر فکر کاوه، تندی به ئې ډېر وخت تروش نیولی وو، ځکه ئې نو تندی ډېر ګونجي سو، چي تر اوسه ګونجی دئ.

یوه وخرځ بیزو د ویالې سره ګرځېده چي یو بیده آس ئې ولیدی. آس ډېره ښایسته لکۍ درلوده. بیزو د لږ وخت لپاره ورته ودرېده، چي هغه ته وګوري. د دې کتو په وخت کي بیزو ته یو فکر ورپیدا سو. هغه ډېر ژر سوی ته ورغله، سوی په چمن کي بیده وو. بیزو نارې کړې:

– سویه، راویښه سه، هله، زما سره راځه، چي ګیدړي ته یوه جزا ورکړو!

بیزو، سوی ته خپل پلان تشریح کړ. پلان د سوی خوښ سو. دواړه د ګیدړي کور ته ورغلل. بیزو ګیدړي ته وویل:

– ته پوهېږي چي کومي غوښي ډېري خوندوري دي؟

ګیدړي وویل:

– نه، نه پوهېږم. کومي غوښي دي؟

سوی وویل:

– د آس د پښې غوښي، خو دا ډېر ګران کار دئ، چي وې خورې.

بیزو وویل:

– ته باید اول خپله لکۍ د آس له لکۍ سره غوښه کړې.

د ګیدړي دا خبره خوښه نه سوه، وې وویل:

– ولي؟

سوی وویل:

– یوازي په دې ډول کېدای سي. ځکه که ئې ته ونه تړې، نو آس کولای سي چي وتښتي.

ګیدړي وویل:

– ښه وایي. سمه ده، زه به فکر پر وکړم.

هغه بلي خوا ته ولاړه. کله چي مطمئنه سوه چي څوک نه ورته ګوري نو هغې ویالې ته ورغله، چي آس نژدې ورسره بیده وو. سوی او بیزو پټ په هغې پسي ورغلل، چي وویني په ګیدړي څه کیږي. ګیدړه کرار، کرار آس ته ورغله او په احتیاط ئې خپله لکۍ د آس د لکۍ سره غوټه کړه. چي دا کار ئې وکړ، نو د آس پښه ئې ورپه غاښ کړه. آس سملاسي راویښ سو، ګیدړي ته یې لغته ورکړه او وئې ځغستل. ګیدړه لکه زنګوله د آس په لکۍ ځړېده، او له هر شي څخه موښته. بیزو په وني کي ناسته وه، لاندي ئې کتل، دونده ډېر ئې وخندل چي له وني څخه پر شا لاندي راولېده او شا ئې سره سوه. اوس هم چي د بیزو شا ته وګورئ، نو سره معلومیږي. سوی دونده وخندل چي شونډه يې پرې سوه. خو ګیدړه تر ټولو بده زخمي سوه. په پای کي چي ئې غوټه خلاصه سوه، نو ګیدړه مرګ ته نژدې سوې وه، او د آس د غوښو خوند ئې هم ونه کتی. آس بیا له هغه وخت راهیسي په ولاړه بیدیږي.

د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي که یو څوک هرڅونه هوښیار وي، بیا هم امکان لري تر هغه نور هوښیاران پیدا سي. له دې امله باید په خپله هوښیاري بې ځایه غرور ونه کړو او پر غلطه لار ئې ونه کاروو.

(د امریکا له هیواد څخه)

  منبع: http://larawbar.net/33390.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.