د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ

 ژباړن : عطا محمد میاخېل


یوه ورځ یو ښکاري، یوه مرغۍ په خپل دام کې ونیوله. مرغۍ ښکاري ته وویل: اې ښاغلیه! تا د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې غوښې خوړلې دي او هېڅکله نه یې موړ شوی؛ زما د دې کوچني بدن په خوړلو هم نه مړېږې، که چېرې ما خوشې کړې، نو درې د پند خبرې درته کوم، تر څو سوکالي او نېکمرغي دې په برخه شي.

لومړۍ د پند خبره هغه وخت درته کووم چې ما خوشې کړې، د پند دویمه خبره به هغه مهال درته وکړم، کله چې ستا د کور په بام کېناستم او درېیمه د پند خبره به  هغه وخت درته کووم، کله چې په ونه کېناستم.

ښکاري ومنله، مرغۍ وویل: له امکانه لرې خبرو باندې به هېڅکله باور نه کوې. ښکاري پرته له کوم ځنډ څخه هغه خوشې کړه، مرغۍ والوته او د دوی د بام پر سر کېناسته او وې ویل: د پند دیمه خبره: په تېرو پسې هېڅکله مه ګرځه  او د هغه څه په باب اندېښنه مه کوه، چې مخکې دې له لاسه ورکړي وي، ځکه چې ګټه نه لري. 

مرغۍ والوته د ونې په یوه ښاخ کېناسته او وې ویل: اې ښاغلیه ! زما په خېټه کې یوه مرغلره ده، چې د لس درهمو په اندازه وزن لري، مګر له بده مرغه، چې ستا او ستا د اولادونو قسمت په کې نه وو، کنه نو په هغې سره به ډېر شتمن شوی وې.

ښکاري د دې خبرې په اورېدو سره ډېر خواشینی شو، چیغې یې پورته شوې او وې ویل، دا مې څه وکړل ؟

مرغۍ په خندا ورته وویل : ما څو شېبې مخکې تاته نصیحت وکړ، چې په تېرو پسې مه ګرځه، یا زما د پند په خبره نه یې پوه شوی او یا هم کوڼ یې ؟

مرغۍ وويل: د پند دویمه خبره مې دا ده، چې په هغو خبرو باور مه کوه، چې له امکانه لرې وي.

اې ساده ! زما ټول وزن له درې (۳) درهمو څخه لوړ نه دی،  دا نو څه ډول امکان لري، چې د لسو درهمو په وزن مرغلره دې زما په خېټه کې وي؟

ښکاري څو شېبې د فکرونو په سمندر لاهو شو، وروسته یې وویل:  اې ځیرکې مرغۍ ته ډېره قېمتي یې، د پند درېیمه خبره هم راته وکړه، مرغۍ وویل: آیا د پند په هغو دوه مخکنیو خبرو دې عمل وکړ، چې درېیمه هم درته وکړم؟

نا پوه او خوبه وړو کسانو ته د پند خبرې کول داسې دي، لکه په ښوره لرونکې ځمکې باندې د تخم شیندل.

منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2ulrnbB

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.