source of image: http://bit.ly/2jQZUf2
source of image: http://bit.ly/2jQZUf2

 د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ

ليکوال: ع.شريف زاد


يو لېوه په يوه ځنګله کې ډير وږی شوی و او هرېخواته ېې منډې وهلې. کله دلته او کله بيا هلته خو د خوړلو لپاره ېې هېڅ ونه موندل بالاخره د يو غټ هډوکي په پيدا کولو بريالی شو، ډير ورته خوښ شو د هډوکې په خوړلو ېې پيل وکړ په دې وخت کې ېې د هډوکي يوه وړه برخه په ستوني کې ونښته.

هر څومره ېې چې کوښښ وکړ د دې ستونزې علاج وکړي خو په علاج ېې پوه نه شو او له بلې خوا ېې په ځنګله کې حکومتي عملې او فعلې لکه شال او مارشال، ارشد او لوی پاسوال، چاکر او نوکر او داسې نور د سترو القابو ډلې ټپلې او د کاسې خلکو له واکه هم په دې لاره کې څه پوره نه وه. طبيعى خبره ده چې د ده ظاهري دريځ هم له خنډ سره مخامخ کيده.

لېوه ډير په بيړه کې و او له غرور، ګواښونو، شان او شوکت څخه هم يو څه راټيټ شو. د ځنګل ټولو ژويو ته په عامه توګه د هډوکي د ويستلو په تکل کې شو او ټولو ته ېې خبر ورکړ. ليوه ټولو ژويو څخه وغوښتل که هر څوک دا هډوکی زما له ستوني څخه وباسي زه به په زړه پورې انعام دغه غړي ته ورکړم.

سره د دې چې دلته د ليوه دريځ په مشورتي او لامشورتي غونډې پورې د تړلو کارنه و خو بيا هم په تدبير کې ډير سست، دوه مخی، نا پوه، سازش کار، او په تيره بيا ټولو ژويو ته ېې د هر ډول انتقاد يا نيوکونه ډډه وکړه او ټولو ته ېې په يوه سترګه... وکتل.

د ژويو په ډله کې يوازې مکاره او چل بازه زاڼه چې د مرستې کولو خبره ېې واوريده خو هغې ته له مرستې مخکې د انعام خبرې ډير اهميت درلود. زاڼه رامخکې شوه او خپله اوږده مښوکه يي د ليوه ستوني ته ور ښکته کړه او د ليوه له ستوني ېې د هډوکي اغزی راوويست او لېوه ېې د جنجال څخه وژغوری.

کله چې د ليوه خپل ژوند ته تمه پيدا شوه او پوه شو چې اوس بيا د چړچو زمينه برابره شوه او سياست ېې د څنګل څخه بهر راپيل کړ. په دې وخت کې زاڼه ورغله او ورته ېې وويل چې زما انعام څه شو؟ ليوه ورته په ډاګه وويل بې له دې څخه چې خپل د ځنګله له رعيت سره يوې پريکړي ته ورسيږي او د دې مسلې لپاره يوه پوزه وټاکي نو ورته ېې وويل دا چې ماته ونه خوړلې او تر څنګ مې روغه رمټه ناسته ېې دا ستا پاره يو ستر انعام دى! نوره ځه او په مخه دې ښه!

منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2sU3hGS

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.