ژباړن : اتل ترين - لندن

 

یوه ورځ یو خرس پر لاره روان وو، لاري ته ئې نه کتل، پوه نه سو چي د ملخ پر کور وختی. ملخ ته درد ورغی نارې یې کړې:

– ته ودرېږه خرسه! زه به ستا سره جوړ سم.

خرس وخندل او وې ویل:

– څه چټیات وایې! دا دا معنی لري چي ته غواړې زما سره جنګ وکړې؟

ملخ وویل:

– ولي نه! ته خپل کسان راټول کړه او زه به خپل، سبا به د ځنګله سره نژدې جنګ وکړو!

خرس وویل:

– سمه ده.

نو سبا دوی دواړه ځنګله ته ولاړه. د خرس کسان ۱۵ شرموښان، ۱۰ ګیدړي، ۵ آسان او ۲ غټ سپیان وه. د ملخ کسان ۱۰۰ غالبوزي، ۱۰۰ غوماشي، ۱۰۰ کیکي، ۱۰۰ زهري غڼې او ۱۰۰ لړمان وه. خو خرس د ملخ ملګري نسوای لیدلای. وې ویل:

– ستا کسان چیري دي؟ لکه چي تښتېدلي دي!

ملخ په جواب وویل:

– نه. دغه دي.

 

له دې سره ئې خپلو کسانو ته وویل:

– پر راځی ملګرو!

سملاسي د ملخ ټول کسان د پټو ځایونو څخه راووتل او پر خرس او د هغه پر کسانو ئې یرغل وکړ. ملخ نارې کړې:

– جنګ کوی. جنګ کوی! دوی تر موږ غټان دي خو موږ تر دوی ډېر یو.

رښتیا ئې ویل. خرس تر ټولو ډېر بد زخمي سو ځکه چي غالبوزو دی خوښ کړی وو چي وئې چیچي. کله چي ده نور طاقت نسوای کولای نو ئې نارې کړې:

– وتښتی! اوبو ته ورننوزی!

خرس او د هغه کسان ټوله په ویالې کي وغورځېدل. خرس نژدې وو چي ډوب سي. تر هغه راوروسته خرس چي پر لاري ځي، مځکي ته ګوري.

موږ د دې نکل څخه زده کوو چي تر ځان وکوچینیانو ته په سپکه سترګه ونه ګورو.

(د فرانسوي سرچینې څخه)‎

منبع: http://larawbar.net/35247.html

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.