source of image: https://pixnio.com/objects/toys/plastic-toy-girl-doll-toy
source of image: https://pixnio.com/objects/toys/plastic-toy-girl-doll-toy

 

ټکنده غرمه ده

انا سیوري ته ویده ده

مور مې لوشي زېړه غوا

خوسکی دی وارخطا

غواړي ژر وخوري شیدې

ورور مې هم غواړي مستې

خو زما نانځکه ښکلې

زما خواته ناسته غلې

نه شیدې خوري نه مستې

نه کوي راته پلمې

زه پرې تل لوبې کومه

هیڅ یې نه خپه کومه

منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.