ژباړونکې: ملالۍ بشير

يو وخت يو کونډ سړی له خپلې لور سره په يوه ښايسته کور کې اوسېدی. د لور نوم يې سنډريلا وو. پر ده خپله لور ډېره ګرانه وه خو غوښتل يې دا د مور مينه هم ولري. نو ده له لېډي ټريمېن سره واده وکړ. لېډي ټريمېن دوې نورې لوڼې درلودې.

له بده مرغه، د سنډريلا پلار ډېر ژر مړ شو. دا پوه شوه چې مېره يې له دې سره مينه نه کوي، ظالمه ده او د دې په ښکلا او ښايسته سخته سوځي.

څنګه چې کلونه تېرېدل، د سنډريلا ميرې د دې دوې مېرېزۍ خوندې ډېرې مضرې اموخته کړې. انسټېژيا او ډريزيلا په يوه غټه او ښايسته خونه کې اوسېدلې او سنډريلا ته يې د کور پر سر يوه کوچنۍ خونه ورکړې وه.

په سنډريلا خوارکۍ به يې ټول کالي پرېولل، ډوډۍ او دېګ به يې په پخول او کور به يې په زوره په پاکاوه.

سنډريلا بيا هم زړسواندې او ادبناکه وه. ټولو څارويو له دې سره مينه کوله. مرغانو به دې ته سندرې ويلې او مږکان به تل له دې سره وو. دې حتی کوچني کالي ورته جوړ کړي وو.

يوه ورځ سهار، سنډريلا په کړکۍ کې ولاړه وه. دې د يوې داسي ورځې هيله درلوده چې ښايسته کميس واغوندي او په يوه ښايسته مېلمستيا کې نڅا وکړي. سنډريلا له ځانه سره وويل: يوه ورځ به زما هيلې پوره شي.

د دې هيواد باچا بيا غوښتل چې زوی يې ژر تر ژره واده وکړي. خو شاهزاده غوښتل چې د خپلې خوښې نجلۍ پيدا کړي.

باچا يو فکر وکړ. ده خپل وزير ته وويل دوی به يوه لويه مېلمستيا وکړي او د هغه ځای ټولې پېغلې به ور مېلمنې کړي.

شاهي بلنې په هغه ورځ ولېږل شوې. انسټېژيا او ډريزيلا له خوشالۍ ټوپونه وهل کله چې مور يې د مېلمستيا خبر په زوره ولوست.

سنډريلا پوښتنه وکړه چې ایا دا هم مېلمستيا ته تلای شي؟

مېرې يې ورته وويل: ته کولای شې مېلمستيا ته ولاړه شې خو که خپل ټول کارونه وکړې او د اغوستلو يو ښه شی پيدا کړې.

سنډريلا خپلې خونې ته په ځغاسته ولاړه او هلته يې د خپلې مور يو پخوانی کميس پيدا کړ. دې له ځانه سره فکر وکړ چې کېدای شي دا کميس لږ د پخواني موډ وي خو سم به يې کړي.  

لومړی دې بايد خپل ټول کارونه کړي وای. سنډريلا ژر ژر خپل کارونه وکړل خو کله چې به دې يو کار پوره کړ، بل به ورته ورکړل شو. کله چې سنډريلا خپلې خونې ته ولاړه، اته بجې وې. دا ډېره خوابدې او ستړې وه. د کميس سمولو لپاره ورته هيڅ وخت نه وو پاته.

خو کله چې دا خپلې خونې ته ولاړه، د دې حيوانانو ملګرو د دې کميس ور سم کړی وو. کميس يې ډېر ښايسته وو.

سنډريلا له خپلو ملګرو مننه وکړه.

دا په خپل ښايسته کميس کې لاندي لاړه خو کله چې ډريزېلا او انسټېژيا دا وليده، د دوی سخت کست په وشو.

دوی سنډریلا ته په غصه شوې چې ولې دومره ښايسته ښکاري. د دې کالي يې ور څيري کړل.

د دې ميرې خپلو لوڼو ته وويل چې تر مېلمستيا مخکې خپل زړونه نه شنه کوي. دوی له کوره ووتې او سنډريلا په څیري کالو کې يوازي پاته شوه.

د دې زړه مات شو او باغچې ته په ژړا ولاړه. دا هلته ناسته وه چې ناببره يې يو ږغ واورېد. دې ورته وکتل او يوه زړه ښځه یې وليده. هغې ورته وويل چې د دې مرستې ته ورغلې ده.

زړې ښځې ورته وويل چې لومړی يوه کډو ته اړتيا لري او بیا يې يو څو مږکان په کار دي.

زړې ښځې د جادو لښته په هوا کې وڅرخوله، بي بډي بابډي بوُ-----کډو يې په بګۍ بدل کړ او له مږکانو يې سپين اسان جوړ کړل.

زړې ښځې سنډريلا ته وويل چې ژر د اس ګاډۍ ته وخيژي. خو سنډريلا ورته وويل چې کميس به يې څنګه کيږي؟

زړې ښځې ورته وویل چې ته دا کار هم ماته پرېږده او بیا يې وويل: بي بډي بابډي بوُ

د سنډريلا څيري کمیس په ښايسته ماکسي کميس بدل شو. د سيښې څخه جوړ شوي بوټونه يې لکه ستوري داسي ځلېدل.

خو زړې ښځې سنډريلا ته يو خبرداری ورکړ او هغه دا چې د شپې تر دوولسو بجو به بيرته خپل کور ته ځان رسوي ځکه هغه مهال د جادو تاثير ختميږي او د دې کالي او نور هر څه به داسي شي لکه مخکې چې وو.

سنډريلا زړې ښځې ته خدای پاماني وکړه او د اس بګۍ د ماڼۍ پر خوا روانه شوه.

په ماڼۍ کې دننه پاچا او د هغه وزیر شهزاده ته کتل چې له پيغلو سره یې سړې مشې کوله خو له هيڅ چا سره يې خبرو ته زړه نه غوښت.

کله چې سنډريلا د مېلمستيا سالون ته ور ننوته، ټولو خلکو دې ته کتل. د دې مېرې او مېرېزيو خويندو دا ونه پېژندله.

شهزاده پوه شو چې سنډريلا د ده د خوښې پېغله ده او غواړي ورسره واده وکړي.

شهزاده له سنډريلا سره نڅا وکړه او کله چې دوولس بجې کېدونکي شوې، د ماڼۍ ساعت ږغ وکړ.

سنډريلا وارخطا شوه او وې ويل: دا خو نيمه شپه شوه. زه باید لاړه شم.

کله چې دې د کور پر خوا ځغستل، شهزاده ورپسي نارې کړې چې ودریږي خو د دې تلوار وو. د سنډريلا د سيښې څخه جوړ يو بوټ په ځينو کې پاته شو او دا لاړه.

سنډريلا په د اس په ګاډې کې سپره شوه او اسان په چټکۍ سره د کور پر خوا په ځغاسته شوو.

جادو ماته شو، بګۍ کډو شوه، اسان بيرته موږکان شول او د سنډريلا کميس يو وار بیا شکېدلی او خراب شو.

بله ورځ پاچا ټولو کورو ته ليکلی امر ولېږه چې هره پېغله باید د سيښې بوټ پر خپله پښه وازمويي. او د هرې نجلۍ پر پښه چې دا بوټ اصل شو، هغې ته به شهزاده دواده لپاره مرکه لیږي.

سنډريلا خپله خوشاله نشوای پټولای او مېره يې په پوه شوه چې همدا د مېلمستيا په شپه د پاچا ماڼۍ ته ورغلې وه. دې سنډريلا په خونه کې بنده کړه.

سنډريلا زارۍ کولې چې بيرته یې را پريږدي خو چا یې نارې وانه ورېدې.

کله چې د پاچا وزير د سيښې بوټ راوړ، انسټيژيا او ډرزيلا دواړو غوښتل دا بوټ په دوی کې د يوې پر پښه اصل شي.

خو دا بوټ د دوی پر پښو اصل نشو.

د سنډريلا ملګرو موږکانو ډېرې هڅې وکړې چې د دروازې کيلي د دې د ميرې له جېبه راوکاږي او دروازه په خلاصه کړي.

دوی په ډېره خواري دا کيلي په ځينو کې وخېژوله او د سنډريلا د خونې دروازه يې په خلاصه کړه.

وزير پوښتنه وکړه چې ايا په دې کور کې نورې پيغلې هم شته خو د سنډريلا ميرې ورته وويل چې هلته بل هيڅ څوک نشته.

کله چې وزير نور روان شو، سنډريلا په ځغاسته لاندي ورکښته شوه او وزير ته يې وويل: کولای شم زه دا بوټ پر خپله پښه وګورم؟

کله چې وزير سنډريلا ته بوټ ورکاوه، د دې مېرې پښه ورته کېښوله، وزیر غوځار سو او بوټ مات سو.

وزير سخت اندېښمن شو. سنډريلا مسکه شوه او خپل جېب ته یې لاس کړ او د بوټ جوړه یې را وايستی.

ټول حیران پاته شول.

بوټ د سنډريلا پر پښه سم دم اصل وو.

سنډريلا د شهزاده د واده مرکه ومنله او په ټول وطن کې د دوی د واده خوشالۍ شوې.

د سنډريلا له کيسې موږ څه زده کوو؟

دا چې په نړۍ کې هر ډول ښه او بد خلک شته او يو څوک چې له بل چا سره څه ډول چلند يا سلوک کوي، هغه یې د شخصيت ښکارندويي کوي.

له دې کیسې مو دا هم زده کړل چې که هر څومره څوک له ستونزو سره مخامخ شي، زړه سوی او له نورو سره مينه ناک چلند بايد پرې نه ږدي. سنډريلا پر ډيرو ستونزو او محروميتونو  سربېره عقديي نشوه. ياني که له چا سره بد کيږي، بیا هم له نورو سره باید بد ونکړي.

موږ د لېډي ټريمېن، انسټيژيا او ډرزيلا له کرکټره زده کړل چې ټول مشران او ځيني همزولي مهربانه او عادل نه وي او هغوی چې ظالمان وي، د نورو په ژوند کې ستونزې جوړوي چې دا بد کار دی.

بيرته موږ دا هم زده کړل چې ځيني کسان د مهربانۍ او مينې په بدل کې بيرته مهربانه او مينه ناک وي لکه د سنډريلا حيوانان ملګري ځکه دوی په مينې او مهربانۍ سره ښه احساس کوي او غواړي دا احساس وساتي.

هغه زړه ښځه مو پياد ده چې سنډريلا ته یې په جادو نوي کالي ورکړل؟ د هغې له کرکټره مو زده کړل چې څوک باید له هر چا سره ښه وکړي او د بدل تمه يې ونه کړي. بله خبره دا چې له خلکو سره ښه کول د جادو غوندي د هغوی ژوند بدلولای شي.

له سنډريلا موږ دا هم زده کړل چې که څوک هر ډول کالي واغوندي، اصلي ښايست يې په دې کې دی چې له نورو سره څومره ښه کوي.

 

په پای کې تر ټولو لويه نتيجه دا ده چې څوک باید تل خپلې هيلې له لاسه ورنکړي او که هڅه وکړي، خپل ژوند بدلولای شي.

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.