source of image: http://bit.ly/2kOpVsT
source of image: http://bit.ly/2kOpVsT

 

 يو غریب بزګر چې چونګاښ نومېده ؛ د خپل دوغوایانو د ګاډۍ سره چې لرګي پر بار وه د پلورلو لپاره ښار ته رهي سو. دغه بار لرګي يې پر یوه ډاکټر په دوو دانو طلا وو وپلورل. کله چې ده د ډاکټر ژوند ولیده، چې ډاکټر څرنګه ښه ژوند لري؛ نو د هم هوډ وکړ، چې دی هم ډاکټر سي.

چونګاښ ځان ته د «الف، بې، تې» کتاب رانیوی او ځان يې راتلونکی په هر شي پوه ډاکټر وباله. کله چې د یوه بډای سړي ډېري روپۍ غلا سوي؛ نو دی يې را وباله، چې د دغي غلا څرک وباسي! دا په هرشي پوه ډاکټر د خپلې مېرمني سره د دغه بډای سړي چې روپۍ يې غلا سوي وې په کورکي د ډوډۍ پر سترخوان ناست وو. لومړي خدمتګار يا چوپړه د لومړي ځل ډوډۍ پر سترخوان ایښودله. په هرشي پوه ډاکټر و خپلې مېرمني ته وویل : « دغه لومړنی دی.» د ده مقصد د ډوډۍ د لومړي ځل څخه وو. خو چوپړه داسي ومنله چې دی يې لومړنی غل دی. دا ځکه ده هم په دا غلا کي ګډون لاره. خو درې چوپړه ګان چې راتله په وار يې ډوډۍ پر سترخان اېښووله دغه ډاکټر به دغه خبره کوله، چې دا دوېم دی او دا درېم دی. په پای کي درې سره چوپړه ګان پټ ډاکټر ته راغلل او خپله غلا يې ومنله. دوی دغلا سوو روپو ځای و ډاکټر ته وښود او غوښتنه يې ځني وکړه، چې دوی رسوا نه کړي. ډاکټرروپۍ و بډای سړي ته بېرته ورکړې. په دې ډول يې له دواړو خوا څخه خپله درنه برخه واخستله او په خلکو کي ډېر نامتو سو.

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): 
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : د ۲۰۱۰ کال د مارچ ۲۸مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.