source of image: http://bit.ly/2AaguMV
source of image: http://bit.ly/2AaguMV

 

 په ډېره پخوا زمانه کې د فارس د خرد په ښارکې د علي بابا او قاسم په نومونو دوه وروڼه اوسېدل، دواړو یو ځای کار او ژوند کاوه. د دوی ترمنځ توپیر دا و، چې قاسم یو شتمن او مشهور سوداګر و، مګر علي بابا یو غریب او بېوزله شخص او ستونزمن ژوند یې درلوده، هغه به ځنګله ته، ته، ونې به یې وهلې او په بازار کې به یې خرڅولې .

یوه ورځ د ونو په وهلو بوخت و، ګوري چې یوه ډله غله له خپلو آسونو او جوالونو سره    د ده په لوري را روان دي، علي بابا پوهېده، چې غله ظالمان او بې رحمه دي، مګر هغه تر دې دمه غله نه و لیدلي. علي بابا ونې ته وخوت او د ونې په یوه ښاخ کېناست، غله ده ته ډېر نیږدې را غلل، له خپلو آسونو څخه را ښکته شول او خپل مشر پسې روان شول .     علي بابا ټول وشمېرل، هغوی پوره څلوېښت کسان وو، مشریې په لوړ غږ وویل: د  سمندر په  څېر پراخ شه، په ناڅاپي ډول د غره په منځ کې یوه دروازه پرانیستل شوه او ټول په هغه دروازه ننوتل، مشر یې تر ټولو وروسته ننوت، له ننوتو مخکې، خپله شاو خوا یې وکتله، چې څوک یې ونه ویني، له دې وروسته ننوت او دروازه دوی پسې وتړل شوه. علي بابا دا هر څه ولیدل، فکر یې وکړ، چې دوی ولې د غره دې سوري ته ننوتل، هغه په همدې فکر کې وو، چې په ناڅاپي ډول، یو ځل بیا دروازه پرانیستل شوه، ټول غله ترې را بهر شول او د سترګو په رپ سره له سیمې پناه شول .

کله چې غله د علي بابا له سترګو پناه شول، نو هغه له ونې را ښکته شو او په غره کې د هغه سوري په لور روان شو، کوم چې غله پرې ننوتلي وو، کومې کلمې چې غلو غره ته ویلې وې، ده هم هغه کلمې تکرار کړې، پراخ شه د سمندر په څېر، ناڅاپه غر په ویرونکي ډول سره جلا شو او د غره په منځ کې یو سوری را ښکاره شو، علي بابا په حیرانتیا ور وکتل، ګوري چې د څراغ رڼا د لمر د رڼا په څېر، سره او سپین زر او له پیسو څخه ډک جوالونه هلته  شتون لري، هغه د خپل توان په اندازه له هغه ځایه، الماس، سره او سپین زر را واخیستل، پر خپل خره یې بار کړل او د کور په لور وخوځېده. له ځان سره یې فکر وکړ، چې د دې په وسیله به د خپل ژوند ستونزې له منځه وړم او دا به زما د مېرمنې له پاره یو ښه خبر وي. کله چې مېرمنې یې دا خزانې ولیدې، په سترګو یې توره پرده وغوړېده، باور یې نه کاوه، خو بالاخره یې باور وکړ، چې هغه دا خزانه په خوب نه، بلکې په ویښه ویني، وې غوښتل چې وې شمېري، مګر علي بابا یې مخه ونیوله او خپلې مېرمنې ته یې وویل : لاړه شه زما د ورور له کوره تله راوړه، چې سکې پرې وتلو، د علي بابا مېرمنې وویل : کله چې زه له دې ځایه ځم، نو ته دا سکې په ځمکه کې خښې کړه.

د قاسم مېرمن یوه ډېره هوښیاره او چالاکه ښځه وه، هغه پوهېده، چې علي بابا یو بېوزله او غریب شخص دی او ترازو ته کومه اړتیا نه لري، حتماً څه کیسه شته، زه یې باید معلومه کړم، چې هغه په دې ترازو څه کوي؟ . د دې کار له پاره هغې د تلې په دواړو خواوو کې یوه سریښناکه مایع سریښ کړه، کله چې پیسې او سپین زر یې وتلل، د علي بابا مېرمنې تله بېرته د قاسم کورته راوړه، کله چې د قاسم مېرمنې هغه طلاوې، کومې چې د تلې لاندې سریښ وې ولیدلې، پوه شوه، چې هغوی طلاوې او سپین زر اوپیسې تللي دي، هغوی حسد وکړ او قاسم علي بابا ته وویل : که چېرې د دې شتو راز دې راته ونه ویل، نو زه به تا دولت ته وسپارم .

علي بابا یوه شېبه له ځان سره فکر وکړ او بالاخره چمتو شو، چې خپل ورور ته ټول راز ووایي، قاسم د هغې سیمې پته او د هغه سوري د خلاصېدو راز له هغه څخه واخیست او له څو خرو سره، چې مخکې یې چمتو کړي وو، په هغه لوري وخوځېده، کله چې هغه ځای ته ورسېده، نو غره ته یې وویل : پراخ شه د سمندر په څېر؛ غر په وېرونکي غږ پرانیستل شو، دا غږ په دې کچه وېرونکی وو، چې په لیدو یې قاسم بې هوښه شو، کله چې په هوښ راغی په بیړه سوري ته ننوت او د هغو خزانو او شتو په لیدو، کوم چې په سوري کې یې شتون درلوده، ډېر حیران شو، هغه له یوې خوا ډېر وارخطا شوی او له بلې خوا د ډېر حرص تر اغېزې لاندې راغلی وو، نو د لېونیو په څېر یې د طلاوو، سپینو زرو او قېمتي شیانو په ټولولو بوخت شو، کله چې هغه وغوښتل له سوري څخه ووځي، نو د ډېر تلوار او وارخطایۍ له کبله یې هغه کلمې هېرې شوې، په کوم سره چې هغه سوری پرانیستل کېده. پایله داچې په سوري کې د ننه بند پاتې شو .

کله چې بله ورځ غله راغلل او وې کتل، چې په مالونو کې یې لاس وهل شوی او چا هغه غیر منظم کړي دي، نو قاسم هڅه وکړه، چې له موقعې څخه په ګټه اخیستنې وتښتي، مګر بریالی نه شو، ځکه چې د غلو هغه ته پام شو او هغه یې ونیوه او په خپلو تورو یې د هغه بدن ټوټې ـــ ټوټې کړ او هغه یې په دروازه کې ځوړاند کړ. علي بابا د شپې له خوا راغی ترڅو خپل ورور وویني، کله چې هغه د قاسم ټوټې ـــ ټوټې بدن ولیده، نو د هغه جسد یې واخیست او د هغه د مېرمنې کور ته یې وروړ، کله چې علي بابا په انګړ کې له خرو څخه بارونه ښکته کول، نو د قاسم هوښیارې وینځې مارجینا ته یې نه یوازې لیدلی حال، بلکې د خپل ورور قاسم په اړه یې هم ټول حقایق وویلې .

مارجینا په ټولو ځایونو کې وویل، چې ارباب یې قاسم ډېر سخت ناروغ وو او د همدې ناروغۍ له امله مړ شو. خلکو د قاسم ټوټې ـــ ټوټې بدن لیده، څوک وو، چې د وینځې په خبرو باور وکړي، د همدې دلیل له مخې هغې یو سپین ږیری موچي، چې د دوی په ښار کې یې موچي توب کاوه، کورته راوست او د ډېرو پیسو په ورکولو سره یې له هغه څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د قاسم ټوټې ـــ ټوټې بدن وګنډي او له دې رازه څوک خبر نه کړي.

د قاسم د بدن د ګنډلو چارې بشپړې شوې او هغه یې د هغه وخت له دود و دستور سره سم خاورو ته وسپاره او هیڅوک پوه نه شول، چې قاسم وژل شوی دی، ټولو ګمان کاوه، چې نوموړی په خپل طبیعي مرګ مړ شوی دی . د جنازې له مراسمو څخه، څو ورځې وروسته علي بابا د خپل کور ټول مالونه د خپلې کونډې ورېندارې کورته ولېږدول، مګرد طلاوو او سپینو زرو هغه خزانه، کومه چې د غره له سوري څخه یې ترلاسه کړې وه، د شپې له خوا ولېږدوله .

اوس موږ د غلو په لور ورګرځو . بله ورځ کله چې هغوی خپل پټنځای ته راغلل، په ډېرې حیرانتیا یې ولیدل، د هغه چا جسد کوم چې دوی تېره ورځ وژلی وو، په سوري کې شتون نه لري او چا هغه له دې ځایه وړی دی، هغوی ډېر وېرېدلی وو او پوه شول، چې یو څوک شته، چې د دوی له رازه خبر دی او هغه کېدای شي وپوهېږي، چې دوی دغه مال او دولت له کومه ځایه تر لاسه کوي .

د غلو مشر په داسې حال کې، چې ډېر غوسه وو، خپلو سړیو ته وویل : موږ باید هغه کس، چې دلته راغلی وو او زموږ له رازه خبر شوی، ژر تر ژره پیدا او هغه له منځه یوسو . هغه زیاته کړه : د دې شخص د پیدا کولو او له منځه وړلو یوازینۍ لار داده، چې موږ په ښار کې یو تن جاسوس په دنده وګومارو او په دې باوري شو، چې هغه خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، که چېرې هغه د خپلې دندې په ترسره کولو کې پاتې راغی، نو وبه وژل شي .

د دې خبرې په اورېدو د غلو له ډلې څخه یوه غله خپل سر د خپل مشر پښو ته ټیټ کړ او له درناوي وروسته یې هغه ته وویل : ښاغلیه ! زه چمتو یم، چې دا کار ترسره کړم، د مهربانۍ له مخې پرما باور وکړئ او دا دنده ماته وسپارئ. ټولو غلو د هغه زړورتیا وستایله او مشر هم له هغه سره موافق شو. دا شخص د یوه بهرني سوداګر په جامه کې ښار ته ننوت او خپله دنده یې پیل کړه .

یاد جاسوس د هغه چا په لټه کې وو، کوم چې د دوی د پټنځای له رازه خبر وو او غوښتل یې هر څومره چې ژر کېدای شي هغه پیدا کړي. د یوې اوږدې مودې ستونزمنې څېړنې وروسته، بالاخره هغه د مصطفی په نامه د یوه موچي غرفې ته ورځي، د یو لړ هوښیارو، ځیرکو او ماهرو پوښتنو او ګرویګنو وروسته کولای شي، د مصطفی له خولې څخه ډېرې مهې او اړینې خبرې را بهر کړي او په اصطلاح د کلاوې سر پیدا کړي. بالاخره هغه په ډېر مهارت سره، وکولای شول چې دا معلومه کړي چې مصطفی هماغه شخص دی کوم چې د قاسم د بدن ټوټې یې ګنډلې وې .

د غلو جاسوس کله چې دا ټوله کیسه د مصطفی له خولې اورې، نو حیرانېږي او له موچي څخه غواړي ترڅو دی د هغه شخص کور ته ورولي، کوم چې ده د هغه له پاره دا عجیب عملیاتونه ترسره کړي دي . جاسوس ژمنه وکړه، چې د دې کار په بدل کې به موچي ته د طلاو ډېرې سکې ورکړي، موچي په بیړه هوکړه، وکړه، خپلې څېره یې بدله کړه او د غلو له جاسوس سره د قاسم کلي ته لاړ او د هغه کور یې ور وښوده .

جاسوس په ډېرې ځیرکتیا کور یې له نظره تېر کړل . مګر د هغه کلي ټولو کورونو ورته جوړښت درلوده . جاسو له ځان سره فکر وکړ : که چېرې یو ځل بیا راشم، کېدای شي ونه شم کولای، چې دا کور پیدا کړم، نو هغه د یوه سپین تباشیر په وسیله د قاسم د کور دروازه نښه کړه، له دې وروسته هغه یوه اندازه د طلا سکې او سپین زر موچي ته ورکړل او له هغه څخه یې مننه وکړه، چې له ده سره یې په دې کار کې مرسته وکړه، له دې وروسته هغه خپل پتنځای ته راغی، تر څو له دې مهم خبر څخه خپل مشر خبر کړي، کله چې د غلو مشر د خپل جاسوس د ښې دندې له ترسره کولو څخه خبر شو، نو ډېر زیات خوشاله شو، نو خپلو کسانو ته یې امر وکړ، چې د وخت له ضایع کېدو پرته په بیړه ښار ته ننوځي او هغه کس چې د دوی د پټنځای له رازه خبر دی ونیسي او له منځه یې یوسي .

سبا کله چې د قاسم د ځیرکې وینځې مارجینا تیزې سترګې د خپل څښتن په دروازه په سپنې لیکې لګېږي، نو پوهېږي، چې کومه خبره شته، ځکه دا ښځه ډېره هوښیاره وه، فوراً لاس په کار کېږي او دا علامه په ټولو هغو دروازو باندې رسم وي، کوم چې د دوی په چم ګاونډ کې شتون لري .

شېبه وروسته غله سیمې ته را رسېږي، ګوري چې هغه سپینه نښه، کومه چې د دوی جاسوس د قاسم په دروازه باندې کښلې وه، د کلي په ټولو دروازو باندې لیدل کېږي، هغه سر درګمه کېږي او د غلو مشر فکر کوي، چې جاسوس یې له ده سره خیانت کړی دی. پر هغه باندې په غوسه کېږي او خپلو کسانو ته امر کوي، چې جاسوس ووژني. حکم یې فوراً عملي کېږي او غله هغه ( جاسوس ) د تېغ له څوکې تېروي، په دې توګه د غلو د یوه تن جاسوس سر نوشت څرګندېږي . له دې سره سره، د غلو له ډلې څخه یو غل حاضرېږي، چې د جاسوسۍ دنده په غاړه واخلي او هغه شخص پیدا کړي، کوم چې دوی ته یې ستونزې جوړې کړې دي. دی تر ډېره هڅه کوي، چې د لومړي جاسوس په پرتله ډېر هوښیار      واوسي، نو هغه د دروازې پر ځای، چې په آسانۍ سره د لیدو وړ دی،  د قاسم د مېرمنې د کور د دېوال یوه څنډه نښه کوي، هغه د سپین رنګ پر ځای سور رنګ کاروي، مارجینا، چې یوه ډېره هوښیاره وینځه وه، ګوري چې دا ځل د دوی د دېوال سر په سورنګ نښه شوی دی، هغې د هغه شخص د غولولو له پاره کوم، چې د دوی په دېوال باندې یې سره لیکه کش کړې ده، ورته  لیکه یې د نورو کورونو په دېوالونو باندې هم رسم کړه .

غله دا ځل په دې کچه باوري وو، چې کولای شي د ټاکل شوي کس کور پیدا کړي، مګر هغوی د یاد کور په پېژند ګلوي کې بیا هم پاتې راغلل، ځکه چې د ډېرو کورونو دېوالونه، په همغه علامه باندې نښه شوي وو، کومه چې دوی د قاسم کور نښه کړی وو .

دا ځل د غلو مشر د لومړني جاسوس په پرتله پر دویم جاسوس ډېر زیات غوسه شو او حکم یې وکړ، تر څو دا هم ووژني. اوس نو د غلو مشر په خپلو سړیو کې په هیچا باور نه کاوه. بالاخره هوډ یې وکړ، چې دا کار په خپله ترسره کړي او د هغه کس کور پیدا کړي، کوم چې د ده د خزانې د پټنځای له رازه خبر دی . ده هم د موچي مصطفی په مرسته وکولای شول، تر څو د قاسم کور پیدا کړي، ده یو څو موده په هغه ځای کې تېره کړه، ترڅو د بلې ورځې له پاره د یاد کور نښه، ښه په یاد ولري .

وروسته خپل کمپ ته راغی او خپلو سړیو ته یې دستور ورکړ او وې ویل : د هغه په شاوخوا کلو او بانډو کې وګرځئ، ۱۹ کچرې، ۳۸ غټ بیلرونه، چې یو یې له تېلو ډک او پاتې نور یې تش وي برابر کړئ .

علي بابا له خپل کوره بهر ویده وو، چې د غلو مشر له خپل کاروان سره را ورسېد، هغه علي بابا ته وویل : زه د تېلو یو سوداګر یم او غواړم، چې مارکېټ ته لاړ شم، علي بابا هغه ته په ښو الفاظو ښه را غلاست ووایه او هغه ته یې بلنه ورکړه، ترڅو شپه له ده سره تېره کړي،  دا هغه څه وو، چې د غلو مشر غوښتل .

بیلرونه د علي بابا د کور په باغچه کې ځای په ځای شول. د غلو مشر د هریوه غله په غوږ کې، کوم چې په بیلرونو کې پټ شوي وو، وویل : کله چې تاسو د تیږې د غورځولو غږ چې له خپلې کړکۍ څخه یې غورځوم واورېده، نو فوراً له بیلرونو څخه را ووځئ او ماته راشئ، په دې ترتیب یې خپله دسیسه طرحه کړه .

په دې وخت کې د مرجینا د څراغ تېل ختم شول، هغه پوهېده، چې مېلمه یې د تېلو سوداګر دی، چې له تېلو ډک بیلرونه یې د بڼ ( باغ) په کنج کې ایښي دي، هغې له ځان سره وویل : ولې لاړه نه شم له هغو بیلرونو څخه تېل را وانخلم کوم، چې د باغچې په کنج کې شتون لري، کله چې هغه د بیلر سر پوښ ترې لرې کوي، په ډېرې حیرانتیا ګوري، چې یوکس دننه په بیلر کې پټ شوی دی، هغې چې هر بیلر کوت، نو یو کس به پکې پټ شوی وو او هر یوه به یې ویل : آیا هغه وخت را رسېدلی، چې رابهر شم ؟ مرجینا به ورو ځواب ورکاوه : نه لږ منتظر اوسه . په دې ترتیب د غلو د مشر پټ پلان څرګند شو، مرجینا وپوهېده، چې په بیلرونو کې خطر ناک کسان پټ شوي دي، نو هغې یو وړوکی دېګی له غوړویو څخه ډک او هغه یې ښه تود کړ، نو له دې وروسته هر بیلر ته ورغله او له پاسه یې یوه اندازه تادوه او سره غوړي پرې تویې کړل، په پایله کې ټول هغه غله، چې په بیلرونو کې پټ شوي وو مړه شول .

په سبا یې مرجینا دا ټوله کیسه علي بابا ته وکړه، چې د هغه د حیرانتیا سبب شوه، وې ویل: آه زما خدایه ! ما د غلو یوې ډلې ته په خپل کور کې ځای ورکړی وو، هغه د مرجینا له دې کړنې او عمل څخه مننه وکړه او له هغې سره یې ژمنه وکړه، چې نه یوازې هغه به آزادوي، بلکې ستر انعامونه او ډالۍ به هم ورکوي .

اوس  را ګرځو د غلو مشر ته او ګورو چې هغه چېرته دی ؟ هغه له یوه دېوال څخه په منډه واوښت او د خپل پټنځای په لور وتښتېده. هغه پرېکړه وکړه، چې خپل غچ به له علي بابا څخه اخلي. د دې کار له پاره هغه کوښښ وکړ، ترڅو د علي بابا زوی ته ځان نیږدې کړي. هغه د علي بابا زوی ته مېلمستیا وکړه او هغه ته یې بې شمېره ډالۍ ورکړې .

یوه ورځ علي بابا د خپل زوی نوی ملګری د ماښامنۍ ( ماښام ډوډۍ ) له پاره مېلمه کړ. اوس نو د دې وار را رسېدلی وو، چې د غلو مشر له علي بابا سره خپل حساب تصفیه کړي. هغه خپل نوم بدل کړ او دا ځل د (کوګیا حسین) په نامه د علي بابا کورته راغی بالاخره د علي بابا زوی د غلو مشر یانې خپل ملګری په ټاکلي وخت د خپل پلار کور ته وروست. له نېکمرغه، چې د هغوی هوښیاره وینځه تر هغه وخته پورې د دوی په کور کې شتون درلوده او هغې د غلو د مشر هر حرکت په ډېرې ځیرکتیا څاره. د شپې له ډوډۍ  څخه مخکې کوګیا حسین وویل، چې هغه ژمنه کړې، چې مالګې ته به لاس نه وروړي، د مېلمه له غوښتنې سره سم، علي بابا خپلې وینځې ته امر وکړ، تر څو د مېلمه په دېګي کې مالګه وانه چوي. مارجینا چې یوه هوښیاره ښځه وه او هیچا نه شو کولای، چې هغه په آسانۍ سره دوکه کړي، په همغه لومړي لیدو د مېلمه په اصلیت پوه شوې وه، چې د غلو له مشر پرته بل څوک نه دی، چې خپله بڼه یې بدله کړې ده او غواړي، چې بیا هم خپل کوم شریر عمل ترسره کړي، هغې له ځان سره وویل : زه باید خپل ارباب ته پام وکړم، که نه نو دروغجن مېلمه به یې ووژني، هغه خپلې شخصي کوټې ته لاړه او د یوې نڅا ګرې جامې یې واغوستې او یو ښکلی کمربند یې هم په خپلې ملا پورې وتاړه، چې په هغه کې یو تېره خنجر تړل شوی وو. هغه خپله څېره په نقاب وپوښله او عبدالله ته یې وویل : تنبور دې را واخله، موږ غواړو، چې د خپل مېلمه زړه په سندرو او نڅاوو سره خوشاله کړو .

مارجینا په تالار کې ښکلې نڅا وکړه، چې د حاضرینو د خوښې وړ وګرځېده، له دې وروسته هغې یو عجیب حرکت ترسره کړ او داسې یې څرګنده  کړه، چې ګواکې ځان یې په خنجر باندې ټپي کړی دی، مګر کله چې ځان یې کوګیا حسین ته نیږدې کړ، نو خپل خنجر یې د هغه په سینه کې ډېر ژور ور دننه کړ، درواغجن مېلمه ځای په ځای مړ شو.

علي بابا او زوی یې له هغه څه څخه کوم، چې د دوی په وړاندې پېښ شول، ډېر وډار شول، له دې وروسته وینځې خپل نقاب له څېرې څخه لرې کړ او حاضرینو ته یې د کوګیا حسین د شریرانه نیت ټوله کیسه وکړه، وروسته له دې هغې د کوګیا حسین کوټ پرانیسته او هغه خنجر یې له هغه څخه را بهر کړ، کوم  چې د علي بابا د وژلو له پاره یې پکې پټ کړی وو . د علي بابا له سترګو د خوښۍ او خوشالۍ اوښکې روانې شوې او هغه د ډېرې خوشالۍ له کبله خپله هوښیاره وینځه په غیږ کې ونیوله او له هغې څخه یې ډېره زیاته مننه وکړه، چې د غلو د مشر له شره یې وساته .

علي بابا د خپلې وینځې له هوښیارۍ او زړورتوب څخه دومره خوشاله وو، چې فوراً یې هغه له خپل زوی سره د واده کولو له پاره وټاکله .

د وخت په تېرېدو علي بابا د غلو د پټنځای ټول رازونه خپل زوی ته افشا کړل، هغوی ډېر شته په هغه پټنځای کې ترلاسه کړل او پاتې عمر یې په خوندونو او مزو کې تېر کړ . 

منبع: د لومړيتوب وېبپاڼه، http://bit.ly/2z1Jo3C

د کتاب نوم (عربي) : الف ليلی
ژباړونکی : عطا محمد مياخيل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.