source of image: http://bit.ly/2rNO3QX
source of image: http://bit.ly/2rNO3QX

 

 په یو وخت کي یو زوړ خر وو . دغه خر چې زوړ سوی وو د څښتن ئي هم بالا په کار نه وو. خر د جرمني د برېمن ښار خوا ته رهي سو، چې هلته د موسيقۍ هنر مندي وکړي . د لاري په اوږدو کي یو زوړ ښکاري سپی په مخه ورغی، چې هغه هم د خاوند بالا په کار نه وو . ښکاري زوړ سپي هم تېښته غوره کړه د خره سره ملګری سو او د برېمن ښار خواته روان سو، چې د برېمن د ښار موسیقي هنرمند سي . په لار کي یوه پشي چې ډېره زړه سوې وه او د موږه کانو د نیولو نه وه، د دوی مخي ته راغله او دې هم وغوښتل ، چې له دوی سره یو ځائ سي او برېمن ته ولاړه سي . په پای کي یو زوړ خورس چې دغه وو ځان ئي د مرګ څخه راخلاس کړی وو ، په لار کي وليد . څلور سره را رهي سوه او د یو بل سره ئي ووېل : تر مړه کېدو خو سل په سلو کي دغه کار چې موږ تاسو اندېښلی دی ډېر ښه دی . پر لاري په ځنګله کي ئي د غلو یوه کوډله په سترګه سوه ، چې غله هلته پکښې خوښ ناست وه . دغو څلور وږو ژوو له ځان سره وویل، چې څرنګه به دا غله پسي واخلي .سپی پر خره سپور سو ، پیشي پر سپي سپره سوه او خورس پر پيشي سپور سو . يو پر بل سره سپاره سوه . خره ریل، سپي غپل، پيشو میاو میاو کاوه او خورس اذانو ته ملا وتړل او د کوډېلي د لوی کړکۍ له لیاري کوډېلي ته ورننوتل . غلو چې دا هال وليد وه وېرېدل منډي ئي کړې په ځنګله ننوتل ځانونه ئي پټ کړه . دغو څلور وږو ژوو پر هغه خوړو چې په کوډله کښې وو ځانونه پرا واچول اوتر مړتیا ئي و خوړل او چې ماړه سوه څلور سره کرار پرېوتل ویده شوه . په نیمه شپه کي غلو غوښته بېرته خپلې کوډلي ته راسي او وګوري، چې دا څه شی وو، چې دوي ئي وه وېرول . کله چې دوي کوډلي ته رنږدې سوه ، بیا دوغو څلورو ژوو پخپلو ږغوو سره غله وه وېرول او غله و تښتېدل . نو بیا د برېمن د ښار موسییقي هنرمندانو پخپلو کي سره وویل : موږ په ګډه ځواکمن یو . په دغه څېر ئي ځانو ته د اوسېدلو ځائ وموندی.

محمدسرور وکیلي
نېټه ۴.۸.۲۰۰۹ ۳
د « برودر ګریم » د لنډو کیسو څخه ( ۱۸۵۷ ) ژباړه دانترنت څخه 

 منبع

د نکل اصلي نوم (په آلماني): Die Bremer Stadtmusikanten
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي :
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته) :
محمدسرور وکیلي
د ژباړیني ځای :
المان د بوناتال ښار : نېټه ۲۰ . ۴ . ۲۰۱۰ ز ک

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.