source of image: http://bit.ly/2q3QY7U
source of image: http://bit.ly/2q3QY7U

 

 چي ؤ يو نه ؤ يو پاچا ؤ

ډېر ښه انسان او ډېر دانا ؤ

کله چي سو هغه ډېر زوړ

بدن يې سو ورته کمزور

پاچا ويل پلاز بايد پرېږدم

زه خپل دا تاج پر بل سر کښېږدم

هغه اعلان وکړ چي راسي

د هيواد ټول ځوانان دي راسي

کله چي راغلل ټول ځوانان

له ټول هيواده هلکان

پاچا ويل اې زما بچيانو

راغلو ګرانو اې ځوانانو

غواړم له تاسو انتخاب کړم

ځان ته ځايناستی څوک با آب کړم

پاچا بيا ووېشل تخمونه

پر دې هلکانو په زرګونه

پاچا ويل کور ته يې يوسئ

تخم راشين کړئ په دې پوه سئ

چي يو کال وروسته به راځئ بيا

حاصل د تخم به راوړئ بيا

فيصله هله بيا کوم زه

تاج چي و چا ته ورکوم زه

حاضر سول ټول دغه ځوانان بيا

کال يو چي تير سو هلکان بيا

هغوی راوړي ګلدستې وې

ونې لوی لوی او هم وړې وې

پاچا په دوی کي وليد ځوان

چي ډير زهير ؤ دی په ځان

يوازنی بس دا هلک ؤ

چي خالي لاس و ځان ته هک ؤ

پاچا راوغوښت دی و ځان ته

بيا سو ګويان و دغه ځوان ته

کوم دي د تخم حاصلونه

غواړم زه ژر ژر جوابونه

هلک ويل علحضرته

هر څه می وکړل په حسرته

خو تخم نه سو راته شين

زړه مي ازار زه يم غمګين

پاچا ويل واوره نکلونه

خونثی ول ټول هغه تخمونه

راوړي چا چي حاصلونه

وايي دوی ټوله درواغونه

يوازينی ريښتونی ته يې

پاچا راتلونکی به هم ته يې

رشتيا چي وايي تل کامياب وي

درواغ ويونکی تل بې آب وي

 

احمدولي اڅکزی، د 2017 کال د می 9مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.