source of image: http://bit.ly/2qo9eM7
source of image: http://bit.ly/2qo9eM7

 

 يو وخت په يو ليري ختيځ هيواد کي يو پاچا اوسېدی. کله چي دغه پاچا زوړ سو نو پوه سو چي بايد خپل ځايناستی ونوموي. پاچا نه غوښتل چي خپل زوی يا د خپلي کورنۍ بل څوک خپل ځایناستی کړي. يوه ورځ پاچا د خپل هيواد ځوانان ځان ته وغوښتل او هغوی ته يې وويل: «اوس وخت رارسېدلی دی چي زه د پاچهي چوکۍ پرېږدم او بل چا ته دغه چوکۍ وسپارم. ما فيصله کړې ده چي له تاسو څخه يو ځوان د راتلونکي پاچا په توګه وټاکم.»

 

کله چي راغلو ځوانانو د پاچا دا خبري واورېدلې نو ډېر حيران سول. خو پاچا خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ويې ويل: «زه به نن له تاسو څخه هر يو کس ته يو يو تخم درکړم. تاسو به دغه تخم د ځان سره خپل کور ته يوسئ او هغه به راشين کړئ. کله چي يو کال پوره سو نو تاسو به بېرته راسئ او هغه څه به د ځان سره راوړلی چي د دغه تخم څخه تاسو راشنه کړي او حاصل کړي وي. زه به دغه ستاسو له خوا راوړل سوي شيان وګورم او بيا به فيصله وکړم چي په تاسو کي څوک راتلونکی پاچا کړم.»

 

د پاچا نوکرانو ټولو ځوانانو ته يو يو تخم ورکړ او ځوانان هم بېرته خپلو کورونو ته ستانه سول. په دغو ځوانانو کي د يو ځوان هلک نوم لينګ ؤ. لينګ هم د نورو هلکانو په ډول يو تخم ترلاسه کړی ؤ. کله چي هغه کور ته راورسېد نو يې خپلي مور ته ټول نکل وکړ. مور لينګ ته د تخم د راشين کولو له پاره يو لوښی يا ګلدانۍ او خاوره ورکړه. لينګ په دغه ګلدانۍ کي خاوره واچوله او بيا يې په ډېر احتياط په خاوره کي تخم پټ کړ. هغه به هره ورځ تخم ته اوبه ورکولې. خو د درو اونيو تېرېدو وروسته لا هم تخم راشين نه سو. لينګ د نورو هلکانو څخه واورېدل چي د هغوی تخمونه راشنه سوي او پاڼي يې کړي دي.

 

لينګ د خپل تخم زيات مراقبت کاوه او پر هغه يې پام کاوه خو د درو، څلورو او پنځو اونيو وروسته بيا هم تخم راشين نه سو. دا په داسي حال کي چي نورو هلکانو د خپلو تخمونو څخه د راشنو سوو بوټو په هکله خبري کولې. کله چي نيم کال تېر سو او تخم لا راشين نه سو، نو لينګ داسي فکر وکړ چي ښايي نور دغه تخم نه راشين کيږي. لينګ داسي فکر کاوه چي خپل تخم يې مړ کړی دی. د شپږو مياشتو د تېرېدو وروسته نورو هلکانو د خپلو ونو په هکله يو بل ته معلومات ورکول. کله چي به لينګ دا خبري واورېدې نو لا به ډېر زهير سو ولي چي د ده تخم لا نه ؤ راشين سوی. خو لينګ بيا هم انتظار کاوه چي تخم يې راشين سي.

 

يو کال پوره سو او د لينګ تخم لا نه ؤ راشين سوی. نورو هلکانو تياری نيوی چي پاچا ته ورسي او خپلي ونې ورته ښکاره کړي. خو لینګ خپلي مور ته وويل چي نه غواړي په خالي لاسونو پاچا ته ورسي ولي چي شرميږي چي تخم يې نه دی راشين سوی. خو مور يې ورته وويل:«خپله ګلدانۍ دي د ځان سره يوسه. که چا پوښتنه درڅخه وکړه چي څه شی دي راشين کړی دی نو ورته رشتيا ووايه.» لينګ د خپلي مور خبره ومنله او پر ټاکلې ورځ پاچا ته ورغلی. پاچا ته نور ټول هلکان هم راغلي ول چي د ټولو سره بېلابېل بوټي او وني وې. دغه بوټي او ونې په رنګ او لويوالي کي جلا جلا وې او فرق يې درلود. لينګ د خپلي خالي ګلدانۍ سره د هلکانو شاته ودرېدی او خپله ګلدانۍ يې پر يوه کټار خپل مخ ته کښېښودله. کله چي نورو هلکانو د لينګ له بوټي خالي ګلدانۍ وليدله نو بعضو پر هغه وخندل او ټوکي يې ورباندي وکړې.

 

پاچا د هلکانو د بوټو او ونو څخه کتنه کوله چي له ليري يې د لينګ له بوټي خالي ګلدانۍ وليدله. پاچا خپلو نوکرانو ته وويل چي لينګ ورته راولي. نوکران لينګ ته راغلل او ورته ويې ويل چي پاچا غواړي چي دی نژدې ورسي. لينګ هم خپله ګلدانۍ د ځان سره واخيستله او پاچا ته ورغلی. پاچا پوښتنه وکړه: «اې ځوانه ستا ونه چيري ده؟» لينګ ورته وويل:«پاچا صاحب، زما تخم راشين نه سو. له دې کبله د خپلي خالي ګلدانۍ سره ستاسو دربادر ته حاضر سوی يم.» پاچا وپوښتل: «ځوانه ستا نوم څه شی دی؟» لينګ ورته جواب ورکړ: «زما نوم لينګ دی.» کله چي پاچا د دغه هلک نوم زده کړ نو يې اشاره وکړه چي تول خلک خاموشه سي. کله چي خاموشي سوه نو پاچا په جګ آواز وويل: «زه غواړم چي تاسو ته ستاسو نوی پاچا دروپېژنم. هغه زما تر څنګ ولاړ دی او نوم يې لينګ دی.» کله چي لينګ د پاچا دا اعلان واورېد نو ډېر حيران سو. 

 

پاچا د خپلي وينا پر وخت زیاته کړه: «يو کال تر مخه ما دغو راغلو ځوانانو ته داسي تخمونه ورکړی ول چي تر مخه ایشول سوي ول، معنی دا چي ټول تخمونه چي ما وویشل هغه مړه ول او ورڅخه د يو شي د راشين کېدو هيڅ امکان نه ؤ. خو نن ټول هلکان د بيلو ونو او بوټو سره حاضر سوي دي او ادعا کوي چي دغه بوټي او ونې يې زما له خوا د ورکول سوو تخمونو څخه راشنه کړي دي. خو په دغو ټولو هلکانو کي يوازنی ريښتونی همدغه لينګ دی چي په پوره جرات سره د خپلي خالي ګلدانۍ سره نن حاضر سوی دی. همداسي يو باجراته او ريښتونی کس ستاسو له پاره غوره پاچا دی.»

 

ګرانو کوچنيانو، د دغه نکل څخه څوک دا زده کوي چي بايد څوک هميشه او په هر حال کي رشتيا ووايي او دا چي صرف رشتيا ويونکي بريالي کيږي. رشتيا ويونکی هم د دنيا او هم د آخرت ګټه په لاس راوړي.

 

ژباړه: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۹مه نېټه، بون

اصلي نکل: The Emperor and the Seed

د نکل اصلي ليکونکی: نامعلوم

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.