د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ
 


صرف آوډيو:

 لیکوال: اجمل تورمان

و نه و په لرو پرتو سيمو کښې يو کلی و چې کال دولس مياشتې به په کښې کاغذبادونه الوځول کېدل او دغه کاغذ بادونه به ټول د سره رنګ کاغذونو څخه جوړيدل. تاسې ته به حتما پوښتنه پيدا شوې وي چې دا کاغذ بادونه نو ولې ټول د سرو کاغذونو نه جوړيدل؟ دا ځکه چې دغه کاغذ بادونه ټول يو سړي جوړول چې د سور اکا په نوم مشهور و او د سور ګل اکا سور رنګ ډير خوښ و.

يو ورځ د کلي ماشومانو د سورګل اکا نه پوښتنه وکړه چې سور ګل اکا ستا ولې سور رنګ ډير خوښيږي؟ سور ګل اکا ورته وويل: بچو! کله چې ستاسې په عمر وم نو هغه وخت مې لا د کاغذ باد الوځولو سره ډيره مينه وه ، مشر ورور مې ډير ښه کاغذ بادونه جوړول خو زما د کاغذ باد جوړول نه ول زده، يوه ورځ مې يو سور کاغذ راوړ او خپل ورور ته مې وويل چې ماته کاغذ باد جوړ کړه، خو ورور مې راته وويل چې نه زه يې درته نه جوړوم ته يې خپله جوړ کړه، ما ورته وويل چې لالا، زما د کاغذ باد جوړول نه دي زده، خو لالا مې وويل چې تا کله خپل ځان نه دی ازمويلی څنګه وايې چې زه کاغذ باد نه شم جوړولی، ته کاغذ باد جوړ کړه هغه به ډير ښه والوځي زما تر کاغذ بادونو هم ښه.

ما هم د لالا ومنله او خپله مې ځان ته کاغذ باد جوړ کړ. د لالا خبره مې رښتيا شوه زما کاغذ باد ډير ښه والوت او د کليوالو تر منځ د سور کاغذ باد په نوم مشهور شو. ورسته له هغې تر ننه پورې زه د سرو کاغذونو نه کاغذ بادونه جوړوم، کليوال يې الوځوي او زمونږ کلی له همدې کبله د سرو ستورو د کلي په نوم مشهور دی. لالا مې رښتيا ويل تاسې ته هم زما وينا ده چې که له انځورګرۍ سره مينه لرئ، که له ګلانو جوړولو سره مينه لرئ او يا داسې نورو هنرونو سره نو حتما خپل ځان وازمويئ او ښه راتلونکې به مو په برخه وي.

منبع: سمسور پاڼه، http://bit.ly/2uhbym9

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.