source of image: http://bit.ly/2ojDyBW
source of image: http://bit.ly/2ojDyBW

 

 يوۀ سړي څو زامن لرل چي تل به په خپل منځ كې سره جنګېدل، يوه ورځ يې پلار دوى ټول ور وبلل او د خامو سوتي سپڼسيو يو لړ يې وركړ او ورته ويې ويل:

- تاسې خو ټول تكړه ځوانان ياست، نن ستاسې د زور امتحان دى، كه په تاسې كې چا د سپڼسيو دغه لړ په دوه ځله زور وهلو سره پرې كړ نو زه به ډېر لوى انعام وركړم.

د دې خبرې په اورېدو سره يې هر زوى بېل- بېل د سپڼسيو د لړ پر پرې كولو زور وكړ خو لړ يې پرې نۀ كړ، كله چي ټول ناكامه شول نو پلار يې ورته وويل:

- كه تاسې د دې لړ هر تار سره بېل كړئ نو بيا به پرې شي

د سپڼسيو لړ خو مخكې لا د دوى په زور سره كمزورى شوى و، خو د سپڼسيو په سره جلا كولو سره ټول لړ تار- تار او ټوټه- ټوټه شو، پلار ترې وپوښتل:

- ښۀ دا راته وواياست چي دا لړ اوس ولې پرې شو؟

زامنو يې په يوه خولۀ ځواب وركړ:

- ځكه چي د لړ هر سپڼسى سره تار- تار شو او كله چي يو ځاى و نو زموږ زور نۀ په رسېدۀ.

پلار يې ځواب وركړ:

- اتفاق او بې اتفاقي هم همداسې شى دى، كه تاسې ګډ او په مينه سره اوسېږئ نو د دوښمنانو له تاوانه به لرې ياست او كه په سرزورۍ سره هر يو پر جلا- جلا لارو ځئ نو د دونيا د ستړيو كوچنۍ څپه به هم تاسې ډېر ژر سره بېل كړي.

د پلار نصيحت د هغۀ پر زامنو دومره اغېز وكړ چي هغوى تر خپل منځ جنـګ جګړې پرېښوې او په مينه يووالي يې ژوند پيل كړ، نتيجه يې دا شوه چي په لږ وخت كې يې شاوخوا ګاونډيانو د دوى ستاينې پيل كړې او د اتفاق له بركته د دوى كاروبار هم څو چنده پرمختـګ وكړ.

نو ګورئ ګرانو ماشومانو! وايي هوښيار ته اشاره كافي ده، اتفاق او مينه د ژوند تېرولو لپاره دوه مهم شيان دي، نو كه موږ او تاسې په مينه ژوند وكړو نو تل به په اتفاق يو او خوشالي به مو په برخه وي.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.