source of image: http://bit.ly/2oDipGh
source of image: http://bit.ly/2oDipGh

 

 ويل كېږي لقمان حكيم چي كله له زدكړو فارغ شو نو استاد يې ورته وويل:

- لقمانه نن يوه وزه حلاله كړه او چي هر شى درته ښۀ پكې ښكاري هغه ماته پوخ كړه

لقمان لاړ، وزه يې حلاله كړه او د هغې زړۀ او ژبه يې په غوړيو كې ښۀ سرۀ كړل او استاد ته يې راوړل. استاد يې چي وڅكل نو ستاينه يې وكړه او لقمان ته يې وويل:

- تۀ نيم كامياب شوې

په بله ورځ استاد بيا لقمان حكيم ته وويل چي نن بله وزه حلاله كړه او په هغۀ كې چي تر ټولو بدخونده شى وي هغه زما لپاره پوخ كړه.

لقمان هم لاړ، بله وزه يې حلاله كړه او د تېر ځل غوندې يې يواځې زړۀ او ژبه را واخيستل، خو دا ځل يې په داسې ډول پاخۀ كړل چي ژبه يې خوږه پخه كړه خو له زړۀ سره يې مرچ مسالې ګډ كړل او ښۀ يې تريخ كړ، بيا يې خوږه ژبه او تريخ زړۀ سره ګډ كړل او د استاد مخې ته يې كښېښوول، استاد يې چي څكه ځنې وكړه، خوند يې ور نۀ كړ او له لقمانه يې وپوښتل:

- لقمانه! دا نن دي څه شى پاخۀ كړي دي؟

لقمان وويل:

- استاده! هماغه زړه او ژبه چي سره موافق نۀ دي.

استاد يې چي د شاګرد ځيركتيا وليدله، ورته ويې ويل:

- لقمانه! تۀ نن پوره كامياب شوې

ګرانو كوچنيانو! ګورئ لقمان حكيم څنګه دواړه ځله څومره ښۀ شيان وټاكل. ريښتيا هم تر يو ډول زړۀ او ژبې بل هيڅ نعمت خوږ او خوندور نۀ دى او نۀ هم له يوۀ بل سره تر مخالف زړۀ او ژبې بل كوم تريخ او بېخونده دى، د كوم انسان زړۀ او ژبه چي يو وي دونيا به هم د هغۀ عزت كوي، خداى به هم ورڅخه خوشاله وي او د چا زړۀ چي له ژبې سره موافق نۀ وي، دونيا به هم بد ورپسې وايي، خداى به هم ورڅخه خوشاله نۀ وي او هغه انسان به خپله هم هيڅكله خوشاله نۀ وي.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.