source of image: http://gtty.im/2ofXkz3
source of image: http://gtty.im/2ofXkz3

 

 يوه ورځ يو سوداګر په خپله دېره كې ناست و ډوډۍ يې خوړله او خپل آس يې دباندې تړلى و. دۀ لا ډوډۍ خوړله چي يو نابلده سړى په آس سپور راغى او خپل آس يې د سوداګر له آسه سره يو ځاى وتاړه، سواګر په زوره ږغ پر وكړ:

- خپل آس زما له آسه سره مه تړه، هغه ډېر جنګره آس دى.

خو نابلده سړي هيڅ وا نۀ ورېدل، آس يې هملته وتاړه او دېرې ته ور ننووت، بې پوښتنې له سوداګر سره په ډوډۍ خوړلو بوخت شو. سوداګر اريان شو چي دا څنګه عجيبه سړى دى چي نه سلام نه دوعا، نه اجازه، لكه مچ بې سته را ګډ شو، سوداګر پوښتنه ترې وكړه:

- صاحبه تۀ څوك يې، ولې بې اجازې را ننوتې او په ډوډۍ راسره كښېنستې؟

خو نابلده سړي هيڅ ځواب ور نۀ كړ، لكه هغه چي كوڼ او ګونګى وي. لږ ګړۍ وروسته د سوداګر آس د نابلده سړي آس ته لغتې وكښې، د هغۀ آس يې په نس- نس كې دومره په زوره وواهه چي نس يې ور څيرې كړ او مړ شو. نابلده سړي چي خپل آس مړ وليد، سوداګر ته يې په غوسه وويل:

- ستا آس زما آس را مړ كړ، اوس به يې ماته تاوان راكوې!!

سوداګر چي ګرم نۀ و، ځواب يې وركړ:

- زه به يوه انه هم در نۀ كړم

نابلده سړى قاضي ته لاړ او هغۀ ته يې فرياد وكړ. قاضي سوداګر ور وبالۀ او ترې ويې پوښتل:

- ريښتيا ستا آس د دۀ آس وژلى دى؟

سوداګر لكه ګونګى پټه خولۀ پاته شو او هيڅ يې ونۀ ويل، قاضي نابلده سړي ته وويل چي دا خو ګونګى دى، كه دۀ ژبه لرلاى نو تۀ به يې را ګرځولاى واى چي آس د دۀ له آسه سره مۀ تړه.

نابلده سړى سوداګر ته سخت په غوسه شو او ويې ويل:

- دا ګونګى نۀ دى، دۀ زه را ګرځولى وم...

سوداګر په خبره كې ور ولوېد:

- هو دى سم وايي زۀ ګونګى نۀ يم، ما دى را و ګرځاوه خو دۀ بيا هم خپل آس زما له آسه سره وتاړۀ او ځان يې ګونګى واچاوۀ، دۀ ته د سبق اخيستلو لپاره اوس ما هم ځان ګونګى واچاوۀ.

قاضي په ټوله كيسه پوه شو او نابلده سړي ته له خپلې ګونګۍ ژبې ور پېښه شوه. 

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.