source of image: http://bit.ly/2pFjtHr
source of image: http://bit.ly/2pFjtHr

 

 دوه وروڼه وو چي ښوونځي ته به تلل پلار به يې په كور كې يوه- يوه روپۍ وركوله، كوچنى په دې روږد شوى و چي كله به يې وخوړه او كله به يې په ښوونځي كې له غريبو هلكانو سره د مرستې لپاره په جوړ شوي سندوخ كې واچوله، خو لوى بيا داسې خوى اخيستى و چي په ښوونځي كې به د تفريح وخت شو نو هغۀ به په ښوونځي كې د ماخيو (خوږو) دوكان ته ورغى، په دوكان كې به يې رنګارنګ خوږو ته زړۀ وشو خو له دۀ سره به تش يوه روپۍ وه، كله به يې ټانګرۍ واخيستې، كله رېبړۍ، كله نخود او كله بل شى، شل ورځې مياشت يې همداسې ګوزاره وكړه، خو د ورځې به يې په يوۀ شي ګوازه نۀ كېده، وروسته يې له دوكاندار څخه د يوې روپۍ شيان په پور هم اخيستل، په لږ ورځو كې هغه د دوكاندار لس روپۍ پوروړى شو، يوه ورځ چي دوكاندار خپلې پيسې ورڅخه وغوښتې نو هغه وارخطا شو چي اوس به پيسې له كومه كوي، ځكه مور و پلار خو به ورته يواځې د ورځې يوه روپۍ وركوله او پلار يې- چي غريب سړى و او ګټه وټه يې لږ وه- نه يواځې زوى ته نورې پيسې نۀ شواى وركولاى بلكې كه يې په پور اخيستلو خبر شوى واى زوى به يې ښه وهلى ترټلى واى، اخير يوه ورځ دوكاندار له هلك څخه د كتابونو بسته واخيسته او ورته ويې ويل چي تر څو پورې پيسې را نۀ وړې، نۀ يې دركوم، ځكه نو هغه په دا بله ورځ ښوونځي ته هم نۀ لاړ، كوچنى ورور چي له دې كيسې خبر شو، لومړى خو يې مشر ورور پوه كړ او بيا يې دوكاندار ته زارۍ وكړې چي د ورور د كتابونو بسته يې وركړي، دوكاندار ته يې وويل چي له ننه وروسته به زه يوه- يوه روپۍ دركوم او پور به دي پرې كړم، دوكاندار يې هم ورور ته بسته وركړه، كوچني ورور به له هغې ورځې وروسته نيمه خپله او نيمه روپۍ له مشر وروره واخيستله او دوكاندار ته به يې وركړه، په همدې توګه يې په پينځو ورځو كې د دوكاندار پور پرې كړ، له همدې سره يې مشر ورور هم د پيسو په سپمولو روږدى شو او له هغې ورځې وروسته يې بيا هيڅكله هم پور وا نۀ خيست. 

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.