source of image: http://bit.ly/2ofBL1I
source of image: http://bit.ly/2ofBL1I

 

 يو ځل په كوم كلي كې سېلاب راغلى و او د كلي د ټولو خلكو سامانونه اوبو پر سر واخيستل. اوبو د خاورو يو منګى او د اوسپنې يو لوښى هم له نورو شيانو سره اخيستي وو. د اوسپنې لوښي په خوشالۍ سره منګي ته وويل:

- د كور د پاتېدو له ما سره هم ډېر غم دى خو دا ښه دى چي زۀ او ته سره يو ځاى يو، كه څنګه منګيه وروره ته څۀ پكې وايې؟

منګى چي اوبو ځنګاوۀ ځواب يې وركړ:

- ستا خبره پر ځاى ده خو كه ښۀ كوې ماته مۀ را نيژدې كېږه.

د اوسپنې لوښي په اريانۍ ترې وپوښتل:

- ولې منګى جانه! په دې كې څۀ بده خبره ده؟

د خاورو منګي ځواب وركړ:

- كه تۀ له ما سره ونښتې نو زما وجود ته دي خداى خير كړي. په تا خو به هيڅ هم و نۀ شي مګر زۀ به مات او په اوبو كې ټوټې- ټوټې شم، نو دا ښه ده چي ته له ما لږ لرې- لرې اوسې.

ګرانو ماشومانو! پوه شوئ چي تر ځان دروند بار مه پورته كوئ او مۀ تر ځان له غټو خلكو سره ناسته ولاړه كوئ.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.