لیکوال: حفیظ الله خالد 

 زموږ هيلي مـاشـومان دي
دوی د دې خاورې بچیان دي
د راتلونکي شاه زلمیان دي
ټیت یی مه بولئ په سترګو 
د وطــــن د بـڼ ګـــلان دي
د ســبا ورځي مشران دي
پوهه، زده کړه د دوی حق دی
نـجونې یا کــه  هلکان دي
په پوهنه يې سمبال کړئ
د خپل خاورې وارثان دي
ټیت يې مه بولئ په سترګو 
د وطــن د بــــڼ  ګـلان دي
د سبا ورځي مشران دي
نن په ټولو باندي فرض دی
که مشران او یا کشران دي
چه تعلیم ور باندي وکړي
دوی د خاورې معماران دي
ټیټ يې مه بولئ په سترګو
د وطـــن د بـــــڼ ګلان دي
د سبا ورځې مشران دي
نن که موږ ته ماشومان دي
سبا مېندې بـابـا ګـــان دي
ماهــران او عالما ن دي
ټیټ يې مه بولئ په سترګو 
د وطــن د بـــڼ ګـــلان دي
د سبا ورځې مشران دي
کوچنیان کرکه لرې جنګ نه
د جنـــګونو قـــربانیان دي
د جګړو سره دوی وران دي
دوی د سولې قاصدان دي
دوی د پوهې پتنګان دي

  

منبع: سمسور وېبپاڼه http://bit.ly/2CK8t5H

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.