source of image: https://allaboutjaz.wordpress.com/2013/05/13/the-tale-of-the-scorpion-and-the-turtle/
source of image: https://allaboutjaz.wordpress.com/2013/05/13/the-tale-of-the-scorpion-and-the-turtle/

 

 چي ؤ کشپ ؤ يو صادق او مهربان

کرار کرار هغه پر لاره ؤ روان

د سيند پر آ غاړه لرل کشپ خپلوان

د دوی پوښتني ته هغه ؤ ور روان

کشپ پر لاري ډير حيران سو په يو دم

وليد چي کله يې قوي يو لوی لړم

لړم کشپ ته سلام وکړ ويل ګوره

يو حيوان زه بل حيوان ته يې زما وروره

غواړم چي واوړم تر دې سيند ته مي کومک سه

لامبو مي نه ده زده بېړۍ زما عقربک سه

کشپ هم ومنل ويل وخېژه پورته

جګ زما کاسې ته سه چي ځو د سيند و لور ته

لړم هم پورته سو کشپ ته ټينګ يې ځان کړ

د سيند پر لوري بيا کشپ خپل ځان روان کړ

کشپ ورګډ سو په اوبو او په لامبو سو

د مخ او شا د خپلو پښو په ښورېدو سو

پر لوړه سطحه د اوبو دی په لامبو ؤ

کاسه يې وچه نور بدن يې په اوبو ؤ

لږ وخت چي تېر سو کشپ واورېدل ږغونه

داسي ږغونه چي لړم وهي نېښونه

کشپ ويل لړمه مه کوه وارونه

نه کوي څوک پر خپل محسن باندي بريدونه

لړم ويل نور نېښ وهم دا زما عادت دی

زه يم مجبور چي نېښ وهل زما فطرت دی

کشپ چي واورېد دا جواب نو په غوسه سو

تر اوبو لاندي سو دی کښته په غوټه سو

لړم نعرې کړې چي زه مرم تر اوبو لاندي

ژر مي در وباسه د سيند څخه دباندي

کشپ ويل چي نېښ وهل چي ستا عادت دی

همداسي تلل تر اوبو لاندي زما فطرت دی

همدا ؤ ډوب سو دا لړم د سيند په منځ کي

خوله او سږمې له اوبو ډکي زړه په رنځ کي

نیکي د بل سره کول پر ځان احسان دی

بد رسوونکی په اصل دُښمن د ځان دی

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۸مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.