source of image: https://www.youtube.com/watch?v=_QHxA9sgVgw
source of image: https://www.youtube.com/watch?v=_QHxA9sgVgw

 




 الف بې پې تې ټې ثې جيم

وايم درس کوم تعليم

چې حې خې څې ځې دال ډال

هره ورځ مياشته او کال

ذال رې ړې زې ژې ږې سين

زدکړي ته به ځم تر چين

شين ښين صاد ضاد طا ظا عين

علم دی زما نور العين (۱)

غین فې قاف کاف ګاف لام ميم

رڼا ده پوهه تعليم

نې ڼې واو هې او بيا يې

زده مي کړله الف بې

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۲۰مه نېټه، بون

 (۱) نورالعين: د سترګو رڼا

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.