source of image: http://stories.smartkids123.com/the-hungry-wolf-russian-fairy-tales-pictures/
source of image: http://stories.smartkids123.com/the-hungry-wolf-russian-fairy-tales-pictures/

 

ميږي بزې دي که پسونه

بيغمه ګرځي ټول مالونه

بيده شپانه دی په ډوب خوب نن

سپی ورته لوبه کړي په توپ نن

نن بې خطره دي ډاګونه

له لېوه نسته هيڅ ګواښونه

تبه يې کيږي پښې يې يخي

پزه روانه سږمې شخي

رېزش يې کړی، دی ناجوړه

بدن يې ريږدي، دی کمزوره

انګولا نسته ماښام کيږي

لېوه زکام دی، ډېر ټوخيږي

 

احمدولي اڅکزی د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۱۵مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.