دوې ګيدړي ډيري وږي سوې . له غاره را ووتلې څو د خوړلو د پاره يو شی پيدا کړي . دواړي سره رواني وي چي نا څاپه يو سوی له غاره را ووت او د کښت پر لور يې منډي کړې . 

ګيدړو هم په ډېره چالاکي ور پسې منډي کړې . په پای کي يې سوی و نيو ئ او د هغه د خوړلو د پاره يې ځانونه چمتو کړه . پدې وخت کي يوې ګيدړي و هغه بلي ګيدړي ته و ويل چي : 

 ” دا سوی زما حق دئ او ته يې پرېږده چي زه يې و خورم ” . او هغه بلي ګيدړي و ويل چي : ” زما حق دئ ځکه چي لومړی ما و نيو ” . 

په پای کي دواړو په جنګ او جګړه شروع و کړه . دوی دواړي په جګړه بوخت دي چي پر سر يې يو شاهين راغئ . ګوري چي سوی ژوندی ولاړ دئ او ګيدړي په جګړه سره اخته دي . نو شاهين ژر ور کښته سو او سوی يې په منګولو کي و نيوئ او هوا ته يې پورته کړ . ګيدړو چي دا حال و ليدئ ډيري خوا شيني سوې او و يې ويل : ” چي د جګړې او بې اتفاقۍ پای تل زيان او تاوان دئ.»

 

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.